fbpx

غزني: خواجه عمري ولسوالي یو ځل بیا د طالبانو لاس ته ولوېده

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۱زمري، ۱۳۹۷ل): طالب سرتېرو تېره شپه د غزني په خواجه عمري ولسوالۍ ډله‌ییز برید کړی چې د بشپړ نیولو خبر يې ورکړی دی.

د طالبانو د خبرپاڼې له مخې د الخندق عملیاتو په اوږدو کې يې سره له دي چې د غزني ښار په منځ کې څو پاتې دولتي ودانۍ هم محاصره کړې دي، د دې ولایت خواجه عمري ولسوالۍ ودانۍ، امنیه قومنداني او نهه پوستې يې نیولې دي.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې په دې جګړه کې لسګونه عسکر وژل شوي او ګڼ مهمات او نقلیه وسایط د طالبانو ګوتو ته ورغلي دي.

دا ولسوالۍ نږدې دوه میاشتې وړاندې هم د طالبانو له لوري سقوط شوه او ګڼ مهمات يې ځینې تر لاسه کړل.

دا په داسې حال کې دی چې د غزني په اجرستان ولسوالۍ کې هم یوه پوځي قرارګاه له موټر بم برید وروسته تېره ورځ د طالبانو لاس ته ولوېده.

د غزني ځايي اوسېدونکي وايي په ښار کې جګړه‌ییز وضعیت هغسې نه دی، لکه دولتي ویندویان چې يې د تلویزونونو پر پردو بیانوي.

د ضیاءالحق انځور په نامه یو تن مدني فعال پخپله فیسبوک پاڼه لیکلي: «د مورال د تضعیف او مخالیفینو ته تبلیغ نه ده په دروغو حکومت نه کیږي، بزازي، موی مبارک، حیدراباد پل، مسعود چوک، دریم پلان له طالبانو سره دي نه کمانډو راغلي نه له مرکز څخه کومک راغلی د دفاع او داخله وزارت ویاندویان د ټلویوزیون په پرده ښه ښکاریږي د غزني ملکې روغتون له مړو جسدو او ټپیانو ډک دی.»

د دې ولایت د ولایتي شورا غړي نصیر احمد فقیري هم ویلي، چې طالبانو پر څو پاتې دولتي ودانیو محاصره را کلکه کړې او د ښار نور واک د حکومت له واکه وتی دی.

نن درېیمه ورځ د غزني په ښار کې د جګړې له امله د کابل کندهار لویه لاره د ترافیکو پر مخ تړلې.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
اقبال
میلمه
اقبال

انتم الاعلون ان کنتم مومنین الله ج د مجاهدینو د بریاوو د متیقین کیدو د پاره شمیر، وسلی او وسیلی شرط نه دی ټاکلی بلکه [[[[ پوره ایمان ]]]] یی شرط ټاکلی [ تاسی بریالی یاست که ایمان لری مومنان یاست ] یو وحت ملحد خلقی علومی چه د غلامی اداری داخله وزیر وو ، د خلکو د ویری دکمولو د باره په ولسی جرګه کی خبری کولی وویل چه [ طالبان ولسوالی نیسی ، له ولسوالیو وروسته به د ولایتو او بیا د کابل او ارګ وار وی تر هغی ډیر وخت پاتی دی مونږ دډالرو د راټولولو او… نور لوستل »