fbpx

د ټاکنو کمیسیون: د نوماندانو د وروستي لیست په اړه ملاحظات شته

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۱زمري، ۱۳۹۷ل): د ټاکنو کمیسیون وايي د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون له لوري د هغو کسانو پر لیست ملاحظات لري چې حذف شوي نه دي.

د دې کمیسیون ویاند سید حفیظ الله هاشمي ویلي، دوی هغه کسان چې پر معیار برابر نه و، له لومړني لیسته غورځولي دي، خو د شکایاتو کمیسیون ورته بیا مهلت ورکړی دی.

د ټاکنیزو شکایاتو کمیسیون ویلي د هغو کسانو له ډلې چې باید لرې کړای شوې وای، ۱۰۲ تنه يې بېرته لیست ته داخل شوي چې ۴۵ تنو ته يې ګواښ، جدي ګواښ او توصیه شوې ده.

دې کمیسیون پرون د هغو ۳۵ کسانو لیست خپور کړ، چې له لومړي لیسته غورځول شوي دي، چې پر ګڼو يې د قانون ماتونې تورونه پورې دي.

د دوی له ډلې فوزیه کوفي ويلي، چې د دې نوم ځکه له لیسته غورځول شوی چې ارګ پر ټاکنو کمیسیون فشار راوړی او دا يې یو سیاسي غچ وباله.

ارګ د شکایتونو کمیسیون دا کار ستایلی او د لرې کړل شویو کسانو اړوند يې د دوی پرېکړه منصفانه بللې ده.

په دې لیست کې هغه کسان نشته، چې د افغان هویت، د افغانستان نوم او ګڼو نورو ملي ارزښتونو او مسائلو له منلو چورلټ انکاري دي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د