تصویر له ارشیفه؛ کابل کې د ګوندي مشرانو د پخوانۍ ناستې یوه څنډه

سیاسي جریانونه له طالبانو سره د خبرو لپاره تیاری نیسي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۱زمري، ۱۳۹۷ل): د سیاسي ګوندونو او جریانونو مشران وايي نیت لري چې د افغان سولې اړوند له طالبانو سره مخامخ خبرې وکړي.

د حراست او ثبات شورا چې ډېری پکې د تېر حکومت سیاستوال او د تېر جهاد مشران پکې را ټول دي، ویلي چې دغه خبرې به د حکومت په مشوره د نړیوالې ټولنې په ملاتړ پر مخ یووړل شي.

د دې شورا ویاند مسعود ترشتوال وايي دوی له حکومته هم هیله لري چې د دوی غږ ته مثبت ځواب ورکړي.

هغه زیاته کړه راتلونکې اوونۍ کې به د دې خبرو اترو بشپړ میکانیزم اعلان شي.

د سولې شورا هم د سیاسي جریانونو د دې اقدام هرکلی کوي، د دې شورا مرستیال عطاءالرحمن سلیم وايي دوی د سولې په برخه کې هر مرستندویه حرکت ته په نېک نظر ګوري.

طالبانو په دې تړاو تر اوسه څه نه دي ويلي، خو وړاندې تر دې يې د مذاکراتو او اړیکو لپاره د تېر جهاد د یو مشر محمد اسماعیل خان د ورته څرګندونو هرکلی کړی و.

دا سیاسي جریانونه وروسته له هغه له طالبانو سره د خبرو هوډ کوي، چې امریکا هم له طالب مشرانو سره مخامخ خبرې پيل کړې دي.

1
تبصره وکړئ

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

زما په اند : که دغه ګوندونه رشتونی او خپلواک ګوندونه وایی ، دوی به د روسانو له وتلو وروسته په ګډه یو سیال حکومت چه الهی نظام له مخی پکی فیصلی کیدی رامنځته کړی وی . دوی نه یواځی دغه ډول اسلامی حکومت رامنځته نه کړو بلکه د مظلوم اولس وینی یی وچښلی، بی عزته او بی عفته یی کړل هر څه یی لوټ کړل ولی ځکه چه ددغو ګوندو هر یو د سیمی او نظم نوینی جهانی غلامان او ښکاری سپی دی د ډالرو په مقابل کی د خپل ځان او خبل ناموس پلورلو ته حاضر دی [… نور لوستل »