سیاسي جریانونه له طالبانو سره د خبرو لپاره تیاری نیسي

تصویر له ارشیفه؛ کابل کې د ګوندي مشرانو د پخوانۍ ناستې یوه څنډه

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۱زمري، ۱۳۹۷ل): د سیاسي ګوندونو او جریانونو مشران وايي نیت لري چې د افغان سولې اړوند له طالبانو سره مخامخ خبرې وکړي.

د حراست او ثبات شورا چې ډېری پکې د تېر حکومت سیاستوال او د تېر جهاد مشران پکې را ټول دي، ویلي چې دغه خبرې به د حکومت په مشوره د نړیوالې ټولنې په ملاتړ پر مخ یووړل شي.

د دې شورا ویاند مسعود ترشتوال وايي دوی له حکومته هم هیله لري چې د دوی غږ ته مثبت ځواب ورکړي.

هغه زیاته کړه راتلونکې اوونۍ کې به د دې خبرو اترو بشپړ میکانیزم اعلان شي.

د سولې شورا هم د سیاسي جریانونو د دې اقدام هرکلی کوي، د دې شورا مرستیال عطاءالرحمن سلیم وايي دوی د سولې په برخه کې هر مرستندویه حرکت ته په نېک نظر ګوري.

طالبانو په دې تړاو تر اوسه څه نه دي ويلي، خو وړاندې تر دې يې د مذاکراتو او اړیکو لپاره د تېر جهاد د یو مشر محمد اسماعیل خان د ورته څرګندونو هرکلی کړی و.

دا سیاسي جریانونه وروسته له هغه له طالبانو سره د خبرو هوډ کوي، چې امریکا هم له طالب مشرانو سره مخامخ خبرې پيل کړې دي.

تبصرې (1)

  • زما په اند :
    که دغه ګوندونه رشتونی او خپلواک ګوندونه وایی ، دوی به د روسانو له وتلو وروسته په ګډه یو سیال حکومت چه الهی نظام له مخی پکی فیصلی کیدی رامنځته کړی وی . دوی نه یواځی دغه ډول اسلامی حکومت رامنځته نه کړو بلکه د مظلوم اولس وینی یی وچښلی، بی عزته او بی عفته یی کړل هر څه یی لوټ کړل ولی ځکه چه ددغو ګوندو هر یو د سیمی او نظم نوینی جهانی غلامان او ښکاری سپی دی د ډالرو په مقابل کی د خپل ځان او خبل ناموس پلورلو ته حاضر دی [ هماغه د نشه توکو روږد شوو په شان چه په هره توګه وی نشه توکی ترلاسه کړی ]
    امریکایانو د همدی غلام ګوندو هر یو وزیر او ریس جوړ کړل په سیاف باعوری یی مجاهدینو ته کافر او کافرو ته مجاهدینو فتوی ورکړی او دا مجاهدینو په مقابل کی یی د جهاد اعلان کړو ویی ویل چه هر مچاهد مو ونیولو ښی لاس او چپه پشه یی پری او د ښار په دروازو کی یی اویزان کړی چه خلک یا نور مجاهدین یی له ننداری وډاریږی او نور د اوسنی غلامی اداری او بادارانو په مقابل کی د مقاومت او جهاد کولو جرات ونه کړی دا یی هغه وخت وو چه د دجال په جنتو کی یی میلی جړچی کولی او هغه چړچی یی دایمی ګڼلی وی . هغه وخت یی د دی وطن اصلی بچیانو او د الله ج د لښکر سره د سولی په تړاو خبری نه کولی مګر نن جه یی ولید چه بادار یی هم مجبور شو طالبانو ته د تعظیم سجده وکړی او طالبانو ته یی د مذاکراتو د پاره ننواتی پیل کړی دا ځکه چه د طالبانو سرهد الله ج زور دی .
    نو دغه ګیدړان غلام ګوندو مشرانو باندی ویره پریوتله چه [ نن دی که صبادی دا مال د زرغونشاه دی ] ع او غ هم هڅی لری ، د سولی شوری هم په ننواتو ، او د غلامو ګوندو مشران هم په ننواتو دی . هغوی پوهیږی چه اشغلګر قوتونه مات شی بیا د غلامانو پروا نه لری د تشناب د کاغذ په شان یی فلش کوی . نو د هغه فلش کیدو څخه د ژغورنی دپاره طالبانو ته ننواتی کوی چه له مرګ او حساب ورکولو وزغورل شی .
    هو د دوی ترمنځ به ځینی د اسمعیل خان په شان تیروتلی مشران وی کیدی شی د هغوی په اړه طالبان انعطاف او بخښنه ورته وکړی مګر فکر نه کوم چه دا نور د بخښنی وړ وی تر څو چه دوی ژوندی وی افغانستان کی اسلامی او خپلواک حکومت قایمیدل امکان نه لری دوی باید محاکمه شی دوی چه د څه پلویانو یادونه کوی هغوی دکوتو په شمار او د دوی سره په مافیه او غلامی کی شریک دی نور ټول ملت تری کرکه لری حتی باداران یی هم تری کرکه لری د هیتلر قیصه جه ډیرو ته معلومه ده چه له خپلو غلامانو یی کرکه او دشمنانو ته یی درناوی درلودمننه