د غزني د جګړې وروستي جُزئیات – دویمه برخه

شاهد (غزنیوال)

نن هم د تیرې ورځې په څیر طالبان په ښار کې خپل پرمختګ ته دوام ورکوي.

کوم څه چې د غزني په جګړه کې د طالبانو په تکتیک نوی تر سترګو کیږي هغه تر ډیره د دولتي ځواکونو بي جګړې تسلیمي ده.

طالبان تر برید وړاندې د لاوډ سپیکرونو په وسیله له هغوی څخه د تسلیمي غوښتنه کوي ، او حتی په ځینو مواردو کې په کوم ځایونو کې چې امکانات میسر وي د غزني ښارد مخه ورو په وسیله د طالبانو غوښتنه دولتي ځواکونو ته رسول کیږي ترڅو هغوی له مقاومته لاس په سر او وسله په ځمکه کیږدي، چې دې تکتیک تر ډیره د طلبانو په مقابل کې د دولتي ځواکونو په مزاحمت کمولو کې مرسته کړې او همدا راز یې د طرفینو بشري تلفات ډیر محدود کړي دي.

د جګړې اوسنی وضعیت :

دم ګړۍ د غزني ښار پر اکثریت د طالبانو کنټرول دی ، د زاړه هوايي ډګر په نیولو سره اوس پرنوي هوايي ډګر د جګړې کړۍ د تنګیدو په حال کې ده ، د دولتي ځواکونو د قومندې مرکز په له منځه وړلو سره د هغوی ترمنځ د همغږي او ارتباط امکانات له منځه وړل شوي، کوم سرتیري چې تسلیم شوي هغوی وايي چې د جمعې ورځې له غرمي راهیسي مونږ له ولایتي مشرتابه څخه نه قومنده ترلاسه کړې او نه کوم هدایت، ډیری دولتي او امنیتي چارواکي په خپلوشخصي کورونو کې ځای پرځای او له هرډول اقدام پرته حالات څاري ، چې ځیني یې د تسلیم شوي ځواکونو په وسیله په نښه شوي او د طالبانو لخوا نیول شوي چې اوس تر پوښتنو لاندې دي.

د تیرې ورځې په ناوخته کې د خواجه عمري ولسوالۍ د مرکز او د هغه د اړونده تأسیساتو په لاندې کولو سره د طالبانو د حاکمیت ساحه نوره هم پراخه او هغه یواځینۍ لاره چې دولت کولای شوی له هغې لارې پرطالبانو هجومي برید وکړي له منځه یووړل شوه، نور د ښار په شمال او شمال ختیځ کې د ګډول، اهنګران، خوشک همداراز د ښار په داخل کې کلاه سبز ، هوټل فروخي ، موی مبارک او د دریمي امنیتی حوزې ساحه، پلان سه ، د کندهار پخواني اډه مکملا تصفیه او د طالبانو تر کنټرول لاندې دي.

همدا راز په کلاه سبز او د پلان سه او کندهار په پخوانۍ اډې کې د زنه خان، رشیدانو، ناوې ، واغظ، خوګیاڼو، او جغتو کانتینري ولسوالۍ ټولې یو په بل پسي فتح او کانتینري دفترونه یې د طالبانو لاس ته ورغلل.

غزني ته غزیدلې مواصلاتي لارې :

هغه څه چې د غزني په جګړې کې طالبانو ته ډاډ بښونکی دی هغه داچې غزني ته ټولې مواصلاتي لارې د هغوی په مکمل کنټرول کې دي ، یواځیني نا مطمئنه نقطه د ښار په شمال ختیځ کې د خواجه عمري ولسوالۍ وه چې هغه هم تیر ماښام په مکمل ډول مطمئنه شوه .

نور د زنه خان، کوتل خیرخانه ، رشیدان، خواجه عمري، خوګیانو ،واغظ، قره باغ ، اندر او د هیک ولسوالیو له استقامته ښار ته ټولې غزیدلې لارې د طالبانو په مکمل کنټرول او د ځای پرځای کړیو کیمینونو په وسیله یې هغه نورې هم مظبوطې کړې دي.

د ښار امنیتي وضعیت :

سره له دې چې له امنیتي پلوه ټول ښار په یوه فوق العاده جنګي وضعیت کې قرار لري ، خو تر اوسه پوري په ښار کې د هیڅ ډول ګډوډي، چور چپاول او پر عامه شتمنیو د تیري پیښه نه ده تر سترګوشوې.

د ښار ملکي اوسیدونکي له طالب وسله والو څخه ویره نه لري، ځوانان لارو کوڅو ته په راوتلو سره غواړي طالب وسله والو ته په چای او ډوډۍ وروړلو سره له هغوی سره ځان شناخته کړي .

ملکي خدمات ، ښونځي ټول تعطیل او په ښار کې شته مخابراتي وسائل د جګړې له وجې معطل دي.

هغه څه چې په غزني کې د طالبانو د ښاري جګړې په ښه بریالیتوب دلالت کوي هغه دا چې دا برید تر اوسه پوري په داسې ډول پرمخ وړل کیږي چې هیڅ ډول ملکي تلفات نه لري، طالبانو ورار تر له مخه د دولتي مراکزو د پوځي نقشي په ترلاسه کولو سره هلته معین نظامي نقاط په نښه او د سپکو وسلو په زریعه د هغو په تصفیه کولو کار کوي.

د غزني جګړې په اړه دولتي دریځ:

طالبانو په یوه غلچکي او غافل ګیرانه اقدام سره پرغزني برید وکړ، د ګډ حکومت دولتي چارواکي چې هسي هم د خپل منځي اختلافاتو او انقساماتو له وجي نه له ځانه او ښارونو څخه متحد دفاعي دریځ لري او نه پوځي ستراتیژي د طالبانو د دغه تکتیکي قدام په مقابل کې د سختي حیراني ښکار دي.

د دفاع او داخله وزارت ویندویانو د جګړې لومړۍ او دوهمه ورځ ولس ته په تشو ادعاګانو او ناسمو اطلاعاتو ورکولو سره تیره کړه، خو تیر ماښام چې د دوهمې ورځې لپاره له غزني سره د دوی ارتباط په مکمل ډول قطع دی د مجبوریت له مخې اعتراف وکړ چې په غزني کې له پخوا څخه مشکلات موجود وو او مونږ یې په اړه تدابیر هم نیولی و خو متاسفانه چې د دښمن(طالبانو) وروستي بریدونه زمونږ د امنیتي ځواکونو د بي پروايي له وجې په یاد ښار کې وضعیت د دښمن (طالبانو) په ګټه بدل کړ.

د دې ترڅنګ د غزني د جګړې په اړه تر دولتي دفاعي چارواکو په ولسي جرګې کې د شیعه اقلیت استازي ډیر وارخطا دي او تر بل هر چا دوي د غزني د وضعیت په اړه ځان اندیښمن بولي.

تیره ورځ همدې وکیلانو چې په جمله کې یې عبدالقیوم سجادي، عارف رحماني، میرمن شاه ګل ضیايي او محمد علی اخلاقی برخه درلوده د غزني په اړه د ځانګړي مطبوعاتي کنفرانس په جوړولو سره ګډ حکومت د غزني په اړه په بي پروايي تورن کړ او حتی ځیني يي په دې نظر دي چې په مجموع کې په غزني کې د طالبانو دغه بیړنی پرمختګ د یوه سازش له مخې تر سره شوی چې خپله ارګ مشر غني د دې سازش برخه دی.

په ښارکې د طالبانو وضعیت :

طالبان چې یو په بل پسي دولتي مراکز لاندې کوي د لوړ جنګي مورال په لرلو سره د ښار په له ګڼه ګونې خالي واټونو کې په دولتي ولجه شویو وسائطو کې تګ راتګ کوي، او په هماغو وسائطو کې ژوبل او تسلیم شوي سرتیري خوندي سیمو ته انتقالوي.

همدا راز هغوی په پوځي زیرمتونونو کې شته پوځي مهمات په منظمه توګه خوندي سیمو ته لیږدوي چې تر اوسه پوري یې په دومره اندازه پوځي مواد نقل کړي چې په راتلونکي کې د غزني د ګاونډیو ولایتونو میدان وردګ، زابل، پکتیا، پکتیکا، اروزګان او دای کونډې د تسخیرولو لپاره کفایت کوي.

په یادو پوځي مهماتو سربیره په زیات شمیر پوځي پرمختللي وسائط ، شوبلې او هاموي زغرګاډي ، ریینجرونه او نورمختلف النوع لیږدوونکي وسائط هم په سالم ډول لاسته کړي چې ځیني یې همدا اوس په جګړه کې تر استعمال لاندې او ځیني نور یې خوندي کړي.

دا چې په ښار کې ‎د جګړه ییز وضعیت له امله ټول مخابروي فعالیتونه ځنډیدلي طالبان خپل منځي ارتباط د پوځي مخابرو له لاري تأمینوي او د ښار په ځینو نقطو کې د پاتي دولتي حاکمیت د له وړلو لپاره په چټکي سره کار کوي.

تېره برخه دلته لوستلی شئ!

تبصره وکړئ

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د