fbpx

شکایاتو کمیسیون، دې کسانو ته جدي اخطار، اخطار او توصیه کړې ده

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۱زمري، ۱۳۹۷ل): د ټاکنو کمیسیون د شکایاتو کمیسیون د هغه لیست په اړه چې ځينو ایستل شویو نوماندانو ته يې بیا فرصت ورکړی، د جدي ملاحظې یادونه کړې ده.

د شکایاتو کمیسیون ویلي، چې د لومړني لیست له غورځېدونکو نوماندانو څخه ۱۰۲تنه بېرته لیست ته دا خل شوي، ۳۵ حذف شوي او ۴۵ تنو ته جدي اخطار، اخطار او توصیه شوې ده.

د دې کمیسیون د معلوماتو پر اساس له کاپیسا څخه میرداد نجرابي، له تخار څخه عبدالباقي، له بلخ خه احمد شاه رمضان، له خوست څخه همایون همایون، له کابل څخه محمد انور اوریاخېل او ملا عزت الله عاطف او له بدخشان څخه ذکریا سودا او صفي الله مسلم ته يې جدي اخطار ورکړی دی.

همدارنګه يې فضل العظیم زلمي مجددي، عبدالولي نیازي، ابراهیم ملکزاده، اکرام الدین رضا زاده، عطامحمد دهقانپور، خیر محمد تیمور، عبدالواحد فقیرزاده، قدرت الله ذکي، بشیر احمد ضیایي، سید اکرام الدین معصومي، عوض بیک، باز محمد الماس، شیر احمد آخند زاده، حاجی محمد ولی علیزی، فیض الله بیک، علم خان آزادی، سید ظاهر مسرور، محمد علی محقق، عباس ابراهیم زاده، محمود سلېمانخېل، محمد حسین، محمد مهدي، ظاهر قدیر، حضرت علي، ګل مراد عرب، نعیم لالی حمیدزی، عبدالرحیم ایوبي، عبدالهادي جمشیدي، الله ګل مجاهد، احمد بهزاد او عبدالروف ابراهیمي ته اخطار ورکړی دی.

د سرچينې په وینا له کابل څخه قومندان لطف الله، له غور څخه عبدالباسط صارم، له هرات څخه نسیم سپاخان، له کاپیسا څخه قاري امید، له دایکندې څخه سرور صادقي او له زابل څخه حمیدالله توخي ته يې توصیه کړې ده.

له دې پرته ۳۵ تنه حذف شوي دي، چې پکې اوسنۍ برحاله وکیلان، ملا تره خېل، فوزیه کوفي او د ټاکنو کمیسیون پخوانی مشر صیاءالحق امرخېل هم شامل دي.IECC-warning-list

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
سردارولی
میلمه
سردارولی

ضیا الحق امرخیل د ټاکنوکمیسیون پخوانی مشر ندی بلکه د ټاکنو کمیسیون د دارالانشا پخوانی رئیس وو.