fbpx

ناک وخورئ، خوند ترې واخلئ او د ناروغیو مخه ونیسئ!

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۱ زمری، ۱۳۹۷ل): که څه هم د مڼې په اړه ډاکټران ډیرې توصیې کوي چې هره ورځ یوه مڼه خوړل مو له ډاکټره لرې ساتي خو د ناک «ناشپاتي» خوړل هم د یو شمېر ناروغیو په مخنیوي کې ګټوره میوه ده.

له فایبر او پوټاشیم څخه ډکه دغه میوه د کم کالوریزو سره په بدن کې د ډول ډول اکسایډ ضد مادې رامنځته کوي.

ددې خوندورې او خوږې میوې روغتیایي ګټې په لاندې ډول دي:

د بدن حجرو ساتنه کوي

په ناک کې ویټامن C، ویټامن K په څېر مواد شتون لري، چې په مرسته یې د بدن حجرو ته زیان اړوونکي موادو مخه نیسي، او د بدن پوستکي ته ګټور ثابتیږي.

کولیسترول کموي

په ناک کې د فایبر کچه ډیره موندل کیږي چې په بدن کې زیان اړوونکي کولیسترولو کچه ټيټوي او د زړه ناروغیو څخه انسان ژغوري، همدا ډول د فایبر نه ډکې میوې لکه ناک هره ورځ خوړل مو د فالج په څېر سترو ناروغیو ګواښ ۵۰ سلنه ټيټوي.

سرطان مخنیوی کوي

په ناک کې شته فایبر د هغو حجرو مخنیوی کوي چې د کولمو سرطان لامل ګرځي، د یوې څیړنې له مخې هره ورځ یو ناک خوړل میرمنو کې د سینو سرطان ګواښ تر ۳۴ سلنو کموي.

چاغوالي مخه نیسي

څوک چې هره ورځ ناک خوري په دوی کې د چاغوالي کچه ۳۵ سلنه ټيټیږي، د امریکا په لوزیانې سټيټ پوهنتون کې د څېړنې له مخې ویل شوي چې ناک د فایبر او ویټامن سي ترلاسه کولو لپاره تر ټولو غوره وسیله ده، چې د وزن په کمولو کې مرسته کوي.

قبض له منځه وړي

لکه څنګه مو چې زیاته کړه چې په ناک کې ډیره برخه فایبر موجود دي، فایبر هغه ماده ده چې د کولمو فعالیت چټکوي، او د قبض په له منځه وړلو کې مرسته کوي.

هډوکي پياوړي کوي

د هډوکو ناروغي نن سبا یوه عامه ناروغي ګرځېدلې، که غواړئ چې هډوکي مو پیاوړي شي او د هر ډول ناروغیو څخه یې ځان لرې وساتئ نو هره ورځ د کلسیم څخه ډک خواړه وخورئ او د هایدروجن اندازه هم نورمال کړئ، ناک کلسیم په بدن کې ډیر ژر داخلوي چې ورسره د هډوکو ناروغیو مخنیوي کیږي.

دفاعي قوت لوړوي

په ناک کې د ګلوکوز هم لوړه کچه شتون لري، چې د بدن دفاعي او جنسي کمزوري ډير ژر له منځه وړي، د ناک په واسطه ګلوکوز بدن ته په چټکۍ سره داخلیږي چې سمدلاسه د انرژۍ بڼه غوروي او بدن ته قوت ورکوي.

د امیندوارو ښځو لپاره ګټور دی

فولک ایسډ د امیندوارو میرمنو لپاره ډیر اړینه برخه ده، تر څو ماشوم له معذورۍ څخه وژغورل شي، ناک کې د فولک ایسډ لوړه برخه شتون لري چې د امیندوارۍ پر مهال یې استعمال ډیر ګټور دی.

همدا ډول ناک د تبې په مخنیوي کې هم ښه ثابتیږي، ځکه چې ناک په مزاج کې یخه میوه ده، او ددې دغه یخوالی د تبې په علاج کې مرسته کوي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د