کرېکټ: هند لوبډله یو ځل بیا د انګلستان تر زورور برید لاندې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۱ زمری، ۱۳۹۷ل): د هندوستان او انګلستان لوبډلو ترمنځ د پنځه ټیسټ سیالیو دویمه سیالۍ د لارډز په تاریخي لوبغالي کې دوام لري چې د تېرې لوبې په څېر یو ځل بیا هند لوبډله د انګلستان لوبډلې تر زورور برید لاندې راغلې ده.

د انګلستان لوبډلې پر وړاندې په لومړۍ سیالۍ کې هم د هند لوبډلې ټول توپوهونکي له ویرات کوهلي پرته ناکام شول، چې سیالۍ کې يې هم ماتې وخوړه، خو اوس یو وار بیا د انګلستان ښکرورو بریدونو هندۍ لوبډله له سختو ستونزو سره مخ کړې ده.

په دغه سیالۍ کې چې انګلستان پچه وګټله او لومړی یې هند لوبډلې ته د توپوهنې بلنه ورکړه، په لومړۍ ورځ د سخت وورښت له کبله حتی د پچې اچولو لپاره هم وخت ونه موندل شو، چې په دویمه ورځ پچه او هند توپوهنه پېل کړه، خو بیا هم وقفه وقفه باران د هند لوبډله وځوروله.

د جیمس انډرسن او نورو توپ اچونکو په غوره توپ اچونه هند لوبډله د لومړي سر څخه تر پایه هیڅ د پام وړ توپوهنه ونشوه کړای چې په پای کې یې ټوله لوبډله د ۱۰۷ منډو په جوړولو وسوځېده.

هند لوبډله دا مهال هغه تکړه توپوهونکي لري چې د افغانستان پر وړاندې یې په یوازینۍ ټیسټ سیالۍ کې د افغانستان توپ اچونکو خوارۍ بېځایه کړې وې، خو د انګلستان توپ اچونکو پر وړاندې يې پښې په رپېدلو دي.

ددوی لخوا مورلي ویجی چې د افغانستان پر وړاندې یې ۱۰۵ منډې جوړې کړې وې د انګلستان پر وړاندې هیڅ کومه منډه جوړه نکړه او په دواړو پاڼیو کې په صفر-صفر وسوځېد، دویم شیکر دهاون چې په لومړۍ سیالۍ کې د خرابې توپوهنې له کبله په دویمه سیالۍ کې وانخیستل شو، د افغانستان پر وړاندې ۱۰۷ منډې جوړې کړې وې.

نور لوبغاړي لکه چیتیشور پوجارا، کی ایل راهول، ویرات کوهلي، اجینکی رهانی او هاردیک پانډیا، چې د نړۍ له تکړه لوبغاړو څخه شمېرل کیږي د انګلستان توپ اچونکو پر وړاندې یوازې ۱۰۷ منډې جوړې کړې.

په ځواب کې د انګلستان لوبډلې که څه هم یو څو پرلپسې ویکټې له لاسه ورکړې خو د ویکټ کیپر جوني بیرسټو او آلراونډر کریس ووکس په ملتیا یې په درېیمه ورځ منډې تر ۳۵۷ ورسولې، چې د څلورمې ورځې له پېل لږ ساعت وروسته انګلستان لوبډله ډیکلیئر او هند ته یې د توپوهنې بلنه ورکړه.

انګلستان د ۷ لوبغاړو په سوځېدلو ټولې ۳۹۷ منډې جوړې کړې، ددوی لخوا جوني بیرسټو ۹۳ او کریس ووکس چې په عام ډول یو تکړه توپ اچونکی دی ۱۳۷ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې، او د هندي توپ اچونکو هڅې يې ناکامه ثابت کړې.

اوسمهال که څه هم لوبه د خراب موسم له کبله ځنډول شوې خو هند لوبډلې د دویمې پاڼۍ په پېل کې دوه لوبغاړي (مورلي ویجی او کی ایل راهول) له لاسه ورکړي دي، هند لوبډله به د باران غوښتنه کوي څو سیالۍ مساوي شي، که داسې ونشول دویمه ناکامي به یې هم په برخه شي.

د روان ۲۰۱۸م کال په جون میاشت کې افغانستان لوبډلې د هند لوبډلې پر وړاندې خپله لومړۍ تاریخي ټیسټ سیالۍ ترسره کوله چې د یوې پاڼۍ او ۲۶۲ منډو په توپير یې ستره ماتې وخوړه، داسې بریښي چې انګلستان به له هند څخه د افغانستان تېر غچ اخلي.

د یادونې وړ ده چې د هند او انګلستان لوبډلو ترمنځ له درې شل اوریزو او پنځه یو ورځنۍ سیالیو وروسته اوس د پنځو ټیسټ سیالیو لړۍ دوام مومي چې په لومړۍ سیالۍ کې انګلستان بریا خپله کړې او اوس د دویمې بریا انتظار باسي.