ولسمشر ډاکټر اشرف غني

څو نادرې نابلده

زخمي افغان

( اشرف غني یا د نړۍ دوهم لوی ډوزمار) نن مې چې فیسبوک پرله اړاوه، نو دغه لقب مخې ته راغی چې ځینو فیسبوک کاروونکو ولسمشر اشرف غني ته ورکړی و. عجیبه خو دا وه چې په اشرف غني دا لقب د ده سیاسي مخالفینو یا طالبانو نه دی ایښی. بلکې خپلو هغو پلویانو یې ورباندې ایښی دی چې څلور کاله وړاندې یې اشرف غني د نړۍ دوهم لوی مفکر باله او قسماقسم تبلیغات یي ورته کول.

هغه کسان چې اشرف غني ته اوس د نړۍ دوهم لوی ډزومار وایي دلیل یې دا دی چې اشرف غني د کمپاین په ورځو کې خورا سترې لاپې وهلې وې، د فساد له ختمولو ونیسه بیا د جنګ سالارانو تر ټکولو، ځوان مسلکي نسل ته د واک توزیع او داسې نور کارونه . . . خو اشرف غني په تیرو څلورو کلونو کې یوازې ټوپکیان چاغ کړي. د شر او فساد د مشرانو زامنو ته یې په امنیت شورا کې څوکۍ او اعزازي نښانونه ورکړي او خپل هغه پلویان چې د ده لپاره یې د هر چا بدي په سرا اخیستې وه هغه یې له ځانه شړلي او منزوي کړي دي.

په اشرف غني د منتقدینو لوی دلیل د ضیاء الحق امرخیل برخلیک دی. امرخیل د اشرف غني د واک ته رسولو لپاره خپل حیثیت او وجدان په داو کړ، تقلب یې وکړ، د ټلوالې بدي یې په غاړه واخیسته، خو اشرف غني ورته په تیرو څلورو کلونو کې یو توت ارزښت هم ورنکړ ، علاوه لا داچې د پارلمان لپاره د کاندیدانو له لست څخه یې نوم هم حذف کړ. د ارګ خیاطان د اشرف غني دې اقدم له داسې حالت سره مخ کړي چې اوس ورته نه پرتوګ ګنډلی شي او نه یې هم په دفاع او توجیه رسیږي. نو ځکه خو نن ځینو کسانو په فیسبوک کې دا خبره کمینټ کوله چې ( خیاط تباه دی)

تښتیدلې ولسوالۍ ونیول شوې

په غزني او ځینو نورو ولایاتو کې حکومتي چارواکو عجبه چل زده کړی. کله چې د طالبان د کومې ولسوالۍ مرکز له تهدید سره مخ کړي نو دوی د دې په ځای چې د ولسوالۍ د مرکز دفاع مضبوطه کړي، مرکز ته عقب نشیني ورکړي، او د اصلي مرکز په ځای په کوم بل ځای کې د ولسوالۍ مرکز پرانیزي.

په دې اړه خو داسې عجائب او غرائب هم پېښ شوي چې عقل یې نه مني. مثلا یو وخت طالبانو په دایکندي ولایت کې کومه ولسوالې نیولې وه، حکومتي چارواکو د همدې ولسوالۍ مرکز په هلمند کې پرانیستی و. د هلمند سقوط شوې ولسوالۍ فی الحال ټولې په لښکر ګاه کې تشریف لري همدا راز په غزني کې هم چې طالبانو د زنه خان،ناوې، رشیدانو، جغتو او خوګیاڼو ولسوالۍ ونیولې، نو مرکزونه یې حکومت د غزني ښار د قلعه سبز او پلان سه سیمو ته را نقل کړل.

درې ورځې وړاندې چې طالبان د غزني ښار ته داخل شوي دي اوس تازه په تازه ذبیح الله مجاهد خبر ورکړی چې د غزني په مرکز کې یې د نورو حکومتي ادارو په نیولو سربیره د غزني ولایت تښتیدلي ولسوالۍ هم ګورۍ بورۍ په یوه ځای نیولي دي.

هاغه د پښتو متل دی چې ځې ځې ځې، ابازو له به راځې. نو حکومتي ولسوالۍ که هرې خوا ته وتښتي بیا هم ځان نه شي خلاصولی آخر به نیول کیږي. نو ښه دا ده چې عبث دې په منډو ځان نه ستړی کوي.

1
تبصره وکړئ

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
ابوالوفاء
میلمه

افغان وروره د اشرف غني په ډوزمارۍ کي خو هيڅ شک نسته امادغومره پوه دی چي کوم کسان چي د ده پلوي کوي د زړه له کومي يې نه کوي او د پيسو په مقابل کار ورته کوي. ځکه نو دی هم د زړه له کومي اخلاص نه ور سره لري. دوی هم د سرکس د خوسکيانو حيثيت لري، کله چي په خوله کي څه ورکړي بيا هماغه حرکات تر سره کوي چي فرمايش يې ورکړي. بس: عالمه مينه مينه نيشتا سودا ګرې دا يو له بل يې خلک کوينا؟؟!! ددې اشرف غني او څو نورو مادي پرستو، غليم پالو… نور لوستل »