کرېکټ: انګلستان پر هند زړه یخ کړ او شرموونکې ماتې یې ورواړوله

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۱ زمری، ۱۳۹۷ل): د انګلستان او هندوستان تر منځ دویمه ټیسټ سیالۍ کې انګلستان پر هند زړه یخ کړ او د یوې پاڼۍ او ۱۵۹ منډو په ستر توپير یې شرموونکې ماتې ورکړه.

په نړۍ کې د ټیسټ سیالیو لومړی مقام لرونکې لوبډله چې د انګلستان میلمنه وه، د لارډز په تاریخي لوبغالي کې د سترو لوبغاړو په ګډون له سختې ماتې سره مخ شوه.

دغې لوبې له دریو کمو ورځو پورې دوام وکړ چې یوازې ۱۷۳ اورونه په کې ترسره شول، له دې څخه هند لوبډلې په ۸۵ اورونو کې ۲۰ ویکټې له لاسه ورکړې او یوازې ۲۳۷ منډې یې جوړې کړې، چې له بل پلوه انګلستان لوبډلې ۸۸ اورونه ولوبول، ۷ لوبغاړي يې وسوځېدل او ۳۹۶ منډې یې جوړې کړې.

یاده سیالۍ کې لومړی توپوهنه د هند لوبډلې وکړه چې د ټولو لوبغاړو په سوځېدلو یې یوازې ۱۰۷ منډې جوړې کړې، په ځواب کې د انګلستان لوبډلې د ۷ لوبغاړو په سوځېدلو ۳۹۶ منډې جوړې کړې، او پر هند لوبډله یې ۲۹۹ منډې وړاندېوالی درلود چې هند بیا توپوهنه پېل کړه.

هند ته پکار وه چې لومړی ۲۹۹ منډې جوړې کړي او له هغې وروسته انګلستان لوبډلې ته هدف وټاکي، او یا د پنځه ورځو تر پایه ودریږي چې لوبه مساوي شي، خو بدبختانه چې د څلورمې ورځې له پای څخه یو ساعت وړاندې يې ټول لوبغاړي د ۱۳۰ منډو په جوړولو وسوځېدل.

ددوی لخوا په دواړو پاڼیو کې روي اشوین ۶۲ او ویرات کوهلي ۴۰ منډې جوړې کړې، او نور لوبغاړو یې له دې هم کمې منډې جوړې کړې، همدا ډول په ویکټو ترلاسه کولو کې محمد شامي او هاردیک پانډیا ۳-۳ لوبغاړي وسوځول.

د انګلستان لخوا په توپوهنه کې آلراونډر کریس ووکس ښه وځلېد چې ۱۳۷ ناسوځېدلې منډې یې جوړې کړې، همدا ډول يې په دواړو پاڼیو  کې ۴ ویکټې هم ترلاسه کړې چې د لوبې غوره لوبغاړی هم ونومول شو.

سربېره پر دې جیمي انډرسن په دواړو پاڼیو کې ۹، سټیو براډ ۵ او کریس ووکس ۴ لوبغاړي وسوځول، چې په پایه کې هند لوبډله له ستر او شرموونکې ماتې سره مخ شوه.

د یادونې وړ ده چې د هند او انګلستان لوبډلو ترمنځ له درې شل اوریزو او پنځه یو ورځنۍ سیالیو وروسته اوس د پنځو ټیسټ سیالیو لړۍ دوام مومي چې تر دې دمه په ۲-۰ د انګلستان په بریا تمامه ده.