د عراق په نوو چاودنو کې لسګونو ته مرګ ژوبله اوښتې

iraqi_soldier_kirkukنن ټکی آسیا: نن د عراق په کرکوک ښار کې درې پرلپسې د موټر بم په چاودنو کې لږ تر لږه 7 کسه وژل شوي او 68 نور یې ټپیان شوي دي.

یو ځاي امنیتي چارواکي فرانس پرس ته ویلي چې په دغه درو چاودنو کې لږ تر لږه 6 کسه وژل شوي، او 36 نور ټپیان شوي دي.

ده ویلي چې اوله چاودنه د کردي امنتي ځواکو مرکز ته نیژدې وسوله، بله چاودنه یو کیلو متر لیري د ترکمانانو د جبهې پر یو مرکز باندي وشوه، او درېمه چاودنه په یو تجاري سیمه کې وسوله چې هغه هم اولي چادني ځای ته نيژدې وه.

ویل کیږي چې ددغو چاودنو تر منځ صرف د یو دقېقې فاصله وه، چې دا په دې دلالت کوې چې درې سره چاودنې د یو جهت له خوا تر سوه شوي دي، او مقصد یې هم یو دی.
په عراق کې د القاعده تنظیم وسلوالو د تېرو درو میاشتو راهیسي خپل عملیات ډېر پراخ او منظم کړې.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.