fbpx

پلچرخي: د اعتصاب په اوومه ورځ بندیان تر کوما رسیدلي / انځورونه

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۲مه، ۱۳۹۷ل): له تیرو اتو ورځو راهیسي په پلچرخي زندان کې په سلګونو بندیانو اعتصاب کړی او خولې یې ګنډلي دي، چې له امله یې یو شمیر بندیان د کوما تر حالته رسیدلي دي.

له زندان څخه په خواله رسنیو کې خپاروي شوي تصویرونه ښيي چې زندانیان په بد صحي وضعیت کې دي.

له دې زندانه په خواله رسنیو کې خپرو شویو پیغامونو کې راغلي، چې د بېهوښه شويو زندانیانو د درملنې لپاره هیڅ کافي ګام نه اخیستل کېږي.

دې زندانیانو د خپل غږ اورېدو لپاره اوونۍ وړاندې د نه خوړو اعتصاب پیل کړ، چې لا هم دوام لري.

دوی حکومت پر دې تورونوي چې کړې ژمنې او صادر شوي فرامین نه عملي کوي.

دوی پخپلو غوښتنو کې غوښتي چې د ګڼو زندانیانو د زندان موده پوره شوي، خو نه خوشي کېږي، باید خوشي شي، همدارنګه قانوناً هغه زندانیان چې د بند یو څه موده يې پاتې ده حق لري چې پاتې موده د خپل ولایت په زندان کې تېره کړي، خو څوک يې غږ نه اوري.

زندانیان زیاتوي چې پر هغو زندانیانو چې د اعدام حکم شوی، هیڅ برخلیک يې نه دی معلوم؛ باید دا حکم يې د بند په موده بدل شي.

دوه ورځې وړاندې د زندانونو عمومي رییس وویل، چې د زندانیانو قانوني غوښتنې به ومنل شي، خو ښکاري چې لا هم عملي ګام نه دی اخیستل شوی.

څرخي پله یو له هغو زندانونو څخه دی، چې پکې کېدونکي زور زیاتي باندې يې د بشري حقونو په نامه ټول بنسټونه چوپه خوله دي.zindan4etisabzindan2etisabzindan1etisab

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د