غزني: طالبانو د ده یک ولسوالۍ بشپړه نیولې ده

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۲مه، ۱۳۹۷ل): د غزني په ښار کې له توندې جګړې سره هممهاله طالبانو مرکز ته نږدې ولسوالي ده یک بشپړه ونیوله.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد پخپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې د دوی سرتېرو نن د دې ولسوالۍ امنیه قومنداني، د ولسوالۍ ودانۍ او شاوخوا پوستې بشپړې ونیولې.

هغه لیکلي: «شیبه مخکې د غزني ولایت دهیک ولسوالۍ مرکز، قومندانۍ او ټولې امنیتي پوستې فتحه شوې، ګڼ عسکر وژل شوي او ټپيان دي، باقي پاتي تيښتېدلي دي، وسلې، مهمات او نظامي لوازم مجاهدینو نیولي دي.»

د غزني ځايي چارواکي چې په ښار کې د ولایت مقام، امنیه قومندانۍ او د ملي امنیت ریاست له ودانۍ نه په دفاع بوخت دي، په دې اړه يې څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې دی چې تېره ورځ، طالبانو د ښار په بل اړخ کې خواجه عمري ولسوالي بشپړه ونیوله او د لرې پرتې ولسوالۍ اجرستان مهمه قرارګاه يې سقوط کړه.

په ورته وخت کې غزني ته له کابل نه روان مرستندوی کتار په سید اباد ولسوالۍ کې په ټپه ولاړ دی او د طالبانو پرلپسې کمینونه يې وړاندې تګ ته نه پرېږدي.

غزني کې د تېرې جمعې شپې راهیسې جګړه پیل شوې، چې لا هم روانه ده، طالبانو ويلي حکومت د دوی د بدنامۍ لپاره د قالینو بشپړ مارکېټ سوځولی، خو له خپله اړخ يې ولس ته ډاډ ورکړی چې ملکیت ته به يې هیڅ زیان نه رسېږي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د