fbpx

د غزني ولایتي شورا: حکومت یوازې له دریو ودانیو دفاع کوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۲زمري، ۱۳۹۷ل): د غزني ولایتي شورا وايي، په دې ښار کې یوازې درې ودانۍ امنیه قومنداني، ولایت مقام او ملي امنیت ریاست، د طالبانو له ولکې د باندې دي او حکومت يې پر دفاع بوخت دی.

د دې شورا مرستیال امان الله کامراني له ازادي راډيو سره په خبرو کې ويلي، جګړه پر امنیه قومندانۍ، ولایت او شاخوا کې روانه ده.

د هغه په خبره طالبانو په لوېديځ اړخ کې دویمه حوزه، د ټاکنو کمیسیون، ټرانسپورټ ریاست او ترافیکو ریاست نیولي، پر دې سربېره يې لومړۍ حوزه هم بشپړ نیولې ده.

هغه پر امریکا د مرستې غږ کړی او په وینا يې که يې کومک ته ور ونه رسېږي، لوی ناورین به رامنځته شي.

په خواله رسنیو کې ځینې داسې تصویرونه هم خپاره شول، چې تازه دمه طالب سرتېري هم جګړې ته رسېدلي دي، امان الله کامراني هم دعوه کوي چې ۸۰۰ تنه طالب سرتېري تازه ښار ته را رسېدلي دي.

طالبانو په جګړه کې د ښکېلو سرتېرو او د تازه دمه سرتېرو رسېدلو په اړه رسماً څه نه دي ویلي، خو توانېدلي چې نن سهار ښار ته نږدې ولسوالۍ ده یک د حکومت له ګوتو وباسي.

که څه هم د امریکایانو په ګډون د ګډو ځواکونو کتار له تېرو دوو ورځو راهیسې د میدان وردګ ولایت اړوند سید اباد کې د طالبانو تر بریدونو لاندې دی، خو ارګ وايي چې تازه دمه عسکر يې هم جګړې ته لېږلې دي.

د ارګ ویاند یوه مرستیال شاه حسین مرتضوي ويلي، چې تېره شپه د غزني اړوند په ارګ کې بېړنۍ ناسته وشوه او د جګړې لپاره يې تازه عسکر واستول شول.

بې بې سې د یوې روغتيايي سرچینې په حواله وايي چې تر اوسه پورې د ۶۸ عسکرو، ۱۶ طالب سرتېرو او ۱۳ ولسي وګړو جسدونه روغتون ته ور وړل شوي دي، پر دې سربېره د ګڼو نورو جسدونه له پېژندنې وتي دي.

د جګړې دواړو اړخونو یو بل ته د درنو تلفاتو اړولو دعوې کړې، خو خپلواکو سرچینو تر اوسه د کره بشري تلفاتو په اړه څه نه دي ويلي.

تېره ورځ په کابل کې د غزني مدني فعالانو هم وویل، چې که حکومت ته ښار یوازې ملي امنیت ریاست، امنیه قومنداني او ولایت مقام ښکارېږي، نو رښتیا هم جګړه تر ښار د باندې ده، کنه د دوی دعوې بې اساسه دي او ښار يې له ګوتو په وتلو دی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د