fbpx

د ملا تره خېل پلویانو د ټاکنو کمیسیون مخې ته اعتراض کړی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۲زمري، ۱۳۹۷ل): په کابل کې د ملا تره خېل محمدي پلویانو د نوماندانو له لیسته د هغه د لرې کېدو په غبرګون کې اعتراض کړی او د ټاکنو کمیسیون دروازه يې تړلې ده.

اعتراض کوونکي دا د ملا تره خېل په حق کې زیاتی بولي او د ټاکنیزو شکایاتو کمیسیون دا پرېکړه ناسمه بولي.

دوی ټینګار کړی چې تر هغې به دې اعتراض ته دوام ورکړي، چې تر څو يې غږ واورېدل شي.

ملا تره خېل محمدي چې د قانون ماتونې او د ځمکې د غصب تور پرې پور دی، د ټاکنیزو شکایاتو کمیسیون په هغه ۳۵ کسیز لیست کې و، چې د نوماندۍ له لیسته غورځول شوي دي.

سره له دې چې له لیسته غورځېدلي نوماندان پرلپسې اعتراضونه کوي، عبدالرحیم ایوبي هغه څوک چې د ټاکنیزو شکایاتو کمیسیون یو ځل په لیست کې اعلان کړ، خو بېرته يې وویل چې دوی ته يې اخطار ورکړی دي، وايي چې بې عدالتي روانه ده.

هغه له یوه تلویزون سره په خبرو کې وویل، دلته د عدالت لپاره هیڅ دروازه نشته او حکومت پر دې توانېږي چې خپل هر رقیب ته هر ډول دسیسه جوړه کړي.

هغه وویل دی ځکه د ټاکنیزو شکایاتو کمیسیون په یوه لېست کې غورځېدونکی اعلان شو، چې د یو پوځي لوړپوړي چارواکي د زوی پر وړاندې يې کلونه مخکې د یو مظلوم ملاتړ کړی و.

ارګ د شکایاتو کمیسیون دا اقدام ستایلی او د ۳۵ کسانو د ایستل کېدو هرکلی يې کړی دی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د