د ښار په منځ کې د خلکو تګ راتګ نه ترسترګو کېږي

د غزني د جګړې وروستي جُزئیات – درېیمه برخه

شاهد (غزنیوال)

نن څلورمه ورځ ده چې لاهم طالبان د غزني ښار په خپل کنټرول کې لري او د بهرنیو او داخلي ځواکونو له ټول توان سره سره هغوی نه دي توانیدلي چې طالبان له ښاره په شا کړي.

د ښار وروستی وضعیت:

څلورمې ورځې ته د جګړې په داخلیدو سره طبعا په ښار کې اوسیدونکي وګړي د بریښنا د نشتوالي، عامه خدمتونو د ځنډیدو او د جنګي ځوروونکي وضعیت له امله له ستونزو سره مخ دي.

تیره ورځ د ښار په مرکز امنیه قومندانۍ باندې د جګړې د سختیدو له امله قومندانۍ ته څیرمه د بزازي په سیمه کې د قالین فروشي په مارکیټ کې د الوتکو د بمباري له امله اورلګیدلو ولسي خلګو ته دروند مالي تاوان واړاوه.

د ښار په منځ کې دولتي وژل شوي سرتیري لاهم په بي برخلیکه وضعیت کې پراته دي چې ښايي نور یې همداسې ګرمي ته پاتي کیدل غزني ښاریانو ته د صحي او رواني ستونزو پیدا کیدو لامل وګرځي.

د جګړې وروستی وضعیت:

تیره شپه تقریبا تر نورو هغو آرامه وه، جنګي الوتکو ټوله شپه د ښار پر فضا الوتنې کولې خو بمباري یې د الوتنو په نسبت ډیره کمه وه.

د ولایت مرکز، د جګړې اصلي مرکز دی خو د تیرې شپې او اوس د ورځې په مهال ورکې د جګړې سیک تر پرون په نورمال حالت کې دی.

د غزني ملکي روغتون نور د زیاتو زخمیانو د قبولو توان او ظرفیت نه لري او د مړیو جسدونه چې ډیری یې پوځي افراد دي نور د روغتون په انګړ کې هم د ځاییدو نه دي.

طالبان د ښار په حاکمو نقطو کې ښارته د کومانډويي ځواکونو د احتمالي راتګ لپاره ګوته په ماشه او د څرخکو په ضد وسلو مجهز ناست دي.

د ښار په څنډو کې یې دفاعي خطونه ایجاد کړي او ښار ته د داخلیدونکو خلګو هم کلکه څارنه کوي.

همدا راز یې له همدي د فاعي خطونو ورهاخوا د عزني له ښاره بهر د عملیاتي ساحي د پراخیدو پلان پیل کړي چې د هغه په ترڅ کې يي نن سهار د ښار په ختځ د قلعه جوز په سیمه کې دری پوستې تازه لاندې کړې.

همداراز یی د غزني له ښاره د عملیاتي توسعې په ترڅ کې نن د غزني په جنوب شرق کې د دهیک ولسوالۍ او د هغه ټول اړوند تأسیسات د دولتي ځواکونو له ولکې څخه تصفیه کړل.

د دهیک ولسوالۍ د مرکز تر تصفیه کولو وروسته اوس د دهیک او غزني ښار ترمنځ یونټ ( د روسانو د اشغال په مهال په غزني ولایت کې د هغوی مهم عمومي مرکز) او څو محدودې دفاعي پوستې پاتې دي چې د هغو لپاره په عملیاتي پلان کار روان دی.

غزني ښار ته له کابل نه د اکمالاتي ځواکونو برخلیک:

تیره ورځ د دفاع وزارت اړونده چارواکو غزني ښارته د تازه دمه اکمالاتي ځواکونو د رسیدو خبر ورکړ خو د سیمي د عیني شاهدانو او همداراز په ولسي جرګې کې د غزني د قهریدلو وکیلانو د څرګندونو له مخې د دفاعي چارواکو خبره کاملا بي اساسه او د غزني د جګړې له پیل څخه تر اوسه پوري هیڅ اکمالاتي ځواک د غزني ښار ته نه دی داخل شوی.

کوم اکمالاتي ځواکونه چې پرون او وړمه ورځ له کابل څخه غزني ته په لارې وو د میدان وردګو ولایت په سید اباد ولسوالۍ کې د طالبانو په کمین کې تر ښکیلیدو او درنې مرګ ژوبلې ورسته بیرته د کابل لور ته پرشا شول.

طالبانو د غزني د جګړې د پیل له لومړۍ ورځې راهیسي د کابل، زابل او پکتیکا په لارو کې د کلکو احضاراتو په لرلو سره د غزني ښار ته د ځمکې له لارې د هر ډول اکمالاتو رسیدلو مخه په کلکه ډب کړي.

همدا راز یې د څرخکو او هوايي اکمالاتو لپاره د غزني ښار په حاکمو نقطو، بالاحصار، او له کوتل خیرخانې څخه د غزني په استقامت په حاکمو تپو(غونډیو) باندې د هوايي مدافعې لپاره داسي تیاری نیولی چې د ښار په داخل کې د څرخکو د هرډول ښکته کیدو او یا په ټیټ پرواز کې د الوتلو مخنیوی وکړي.

د جمعې په ورځ د دولتي ځواکونو هغه څرخکه چې دفاع وزارت یې د تخنیکي عوارضو له کبله د بیړنۍ ناستي خبر ورکړ هم د طالبانو د همدغې هوايي مدافعي لخوا په نښه او رانسکوره شوه چې دهغې د پلوټ عبدالمنان( پرواني) په وژل کیدو سربیره ورکې ګڼ نور کومانډويي سرتیرو ته هم مرګ ژوبله واوښته.

په زابل کې د کندهار کابل لویه لاره تړل:

طالبانو اعلان وکړ چې دوي تر زابل مرکز د کندهار خوا ته په ښار صفا ولسوالۍ او تر زابل د غزني په استقامت د شاجوی په ولسوالۍ کې د کابل کندهار لویه لاره هم وتړله .

له دې اعلان څخه داسې ښکاري چې طالبان تر غزني وروسته د زابل او د غزني پر نورو همجواره ولایتونو هم د برید پلان لري چې دا هم له پوځي او هم له رواني لحاظه د غزني په ښار کې د مورال لویدلو دولتي محدودو محاصره ځواکونو لپاره ښايي د نن ورځې یو تر ټولو بد خبر وبلل شي

avatar
3 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
وهاج
میلمه

ښه په نره خو د طالبانو بره، توصیف او د دولت لره او د ضعف نشرات کوئ، وایم د مور شیدي مو شه

وهاج
میلمه

ما ویل چې په په نره او په ښکاره خو د طالبانو په ګټه نشرات کوئ، وایم د مور شیدي مو شه

مجاهد
میلمه
مجاهد

وهاج ګله! که تاسی هماغه وهاج یاست ، چه پخوا مو لیکنی کولی ، دا د چرسیانو جمله خو مو هغه وهاج ته نه ده ورته [ په نره او په بره او لره …] د چرسی اربکیانو او لا د لیونو خبری دی په دغو ګډو وډو لیکلو خپل حیثیت او شخصیت ته صدمه مه رسوه که هماغه پخوانی سراج وهاج یی .