سټارټریبیون: ټرمپ د عسکرو ایستلو په هڅه کې دی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۲زمري، ۱۳۹۷ل): امریکايي ورځپاڼې سټارټریبیون په تازه ګڼه کې ويلي، له روان وضعیته داسې ښکاري چې ډونالډ ټرمپ له افغانستانه د عسکرو ایستلو په هڅه کې دی.

د ورځپاڼې په باور د امریکا په تاریخ کې دې اوږدې جګړې نه یوازې، عام امریکایان ستړي کړې، بلکې جنګیالي يې هم زړه توري کړې دي.

ورځپاڼې د امریکا له لوري له طالب مشرانو سره مخامخ خبرې او د سولې لپاره کوښښونه هغه نښې نښانې یادې کړې چې، پر اساس يې د عسکرو د ایستلو څرکونه برملا شوي دي.

سرچينې دا د ټرمپ لپاره بریا یاده کړې، چې څومره ژر خپل ځواکونه له افغانستانه وباسي او د امریکايي ولس له اوږو د مالیو دروند بار سپک کړي.

اوس چې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت تر نوم لاندې د امریکايي عسکرو شمېر د یرغل د لومړیو په پرتله خورا کم شوی، خو بیا يې هم پنټاګون کلنی لګښت ۴۵ میلیارده ډالر یاد کړي دي.

وړاندې تر دې هم ځينو لوېديځو رسنیو ویلي و، چې ټرمپ له افغان جګړې د ګټې هیله لري او په هر مجلس کې ټینګار کوي چې د دومره لګښت په بدل کې دوی ته څومره ګټه په ګوتو ورغلې!

امریکا د ناټو د غړو په ملګرتیا د ۲۰۰۱ میلادي کال د اکتوبر په اوومه پر افغانستان یرغل وکړ، چې د شنونکو، څارونکو او امریکايي مبصرینو په وینا په اوولسو کلونو کې پخپلو ټولو دعوو کې پاتې راغلې او باید پښې سپکې کړې.