کابل: د لرې شویو معترضو نوماندانو پر پلویانو چاودنه شوې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۲زمري، ۱۳۹۷ل): کابل کې د هغو نوماندانو پلویانو چې له لیسته غورځول شوي دي، د ټاکنو کمیسیون مخې ته اعتراض وکړ او د دې دفتر دروازه يې وتړله.

تر اعتراض شاوخوا دوه ساعته وروسته په یاده سیمه کې چاودنه شوه، چې د کابل د امنیتي مسؤلینو په وینا مرګ ژوبله يې کمه ده.

د کابل د امنیه قومندانۍ ویاند حشمت ستانکزی وايي چې چاودنه کې يو پولیس وژل شوی او یو بل ټپي دی.

تر اوسه د دې پېښې مسؤلیت چا په غاړه نه دی اخیستی.

یاده دې وي د ټاکنیزو شکایاتو کمیسیون تېره ورځ ۳۵ تنه نوماندان له لیسته وغورځول.

په دې کسانو کې په ولسي جرګه کې د لوګر د خلکو استازی اکبر ستانکزی هم شامل دی، چې تر غرمې پورې يې پلویانو د لوګر – کابل لاره تړلې وه.

د ټاکنو کمیسیون ویلي، دوی د هغو ۱۰۲ تنو اړوند هم جدي ملاحظات لري چې د شکایاتو کمیسیون په لیست کې د بیا داخلېدو فرصت ورکړی دی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د