fbpx

د کورنیو چارو وزیر: غزني کې ۷۰ تنه یوازې پولیس وژل شوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۲زمري، ۱۳۹۷ل): د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک وايي د غزني په ټوله جګړه کې ۷۰ تنه یوازې پولیس وژل شوي دي او اوس يې د مرستې لباره تازه دمه ځواکونه رسېدلي دي.

هغه چې نن له دفاع وزیر سره یو ځای خبري غونډې ته خبرې کولې وویل، د غزني په ټوله جګړه کې يې د ۱۹۴ طالب سرتېرو د وژلو دعوه وکړه چې په وینا يې ۹۵ تنه يې یوازې نن وژل شوي دي.

ویس احمد برمک وویل چې دا یوازې د کورنیو چارو وزارت په چوکاټ کې د پولیسو تلفات دي، چې د ملي اردو اړوند به دفاع وزیر خپل معلومات وړاندې کړي، خو طارق شاه بهرامي د اردو د تلفاتو په اړه چوپه خوله پاتې شو.

که څه هم دواړه وزیران دعوه کوي چې په جګړه کې يې طالبان په شا تمبولي، خو د ولسي جرګې غړي نصیر احمد فقیري د ملي امنیت له یو غړي سره هغه تلیفوني خبرې پخپله فیسبوک پاڼه خپرې کړې چې د غزني تازه وضعیت ورسره شریکوي.

په دې ویډيو کلیپ کې اورېدل کېږي، چې طالبان ان د ولایت څو مترۍ کې د الجهاد مسجد ته رسېدلي او د ولایت مقام ودانۍ او ملي امنیت ریاست تر ودانۍ را تاو دي.

سرچینه ورته د لوړوپوړو چارواکو څرګندونې بې اساسه بولي او ټینګار کوي چې واک يې نور له ګوتو په وتلو دی.

طالبانو د کورنیو چارو زیر له لوري دوی ته د تلفاتو د ور اړولو د دعوې اړوند څه نه دي ویلي، خو غزني ته د تازه ځواکونو د رسېدلو دعوه يې بې اساسه بللې ده.

ذبیح الله مجاهد پخپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې دوی پر هلته پاتې عسکرو د محاصرۍ کړۍ تنګه کړي، هغوی ترې د لارې غوښتنه کوي خو طالبان پرې د تسلیمۍ غږونه کوي.

«دغزني د ښار په اړه د کابل ادارې د دفاع او کورنیو چارو وزیرانو خبرې او ادعاوې حقیقت نه لري. په غزني ښار کې په باقي پاتې دښمن د محاصرې کړۍ لا تنګه شوه. همدا اوس د دښمن سره د تسلیمۍ خبرې روانې دي. دښمن محاصره شوي اشخاص غوښتنه کوي چې مجاهدین د تيښتې لار ورکړي.»

غزني ته د تېرې پنجشنبې په نیمه شپه طالب سرتېري ننوتل او په یوه شپه کې د غزني ګڼ مهم پوځي تاسیسات ونیول.

د طالبانو د دعوت، ارشاد، جلب او جذب کمیسیون هلته د محاصره عسکرو لپاره د عفوې اعلان وکړ او د اړیکو لپاره يې د تلیفون او مخابرې شمېرې اعلان کړې.

وړمه ورځ طالبانو وویل چې له دې اعلان وروسته ورته ۱۱۷ تنو خپلې وسلې پر ځمکه کېښودې او د تسلیمۍ لاسونه يې پورته کړل.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د