د اشرف غني مزاج به نن ډیر برابر وي

زلمی افغان

اشرف غني څه موده مخکې خوست ته د سفر په مهال ویلي و چې څومره ډیره ګډوډي او بده ورځ وي نو دده مزاج ډیر برابر وي. دې ورځو کې به د اشرف غني طبیعت ځکه ډیر برابر وي چې په حکومت یې داسې بده ورځ راغلې چې شاید په تیرو اوولسو کلونو کې یې نه وي لیدلې. راځئ د دې بدې ورځې څو بیلګې وشمیرو.

کابل محاصره دی، دملا تره خیلو پلویانو د ننګرهار لار تړلې، د اکبر ستانکزي معترض پلویان د لوګر په لاره له سوټیو سره ولاړ دي او د غزني لار خو هسې طالبانو په سیداباد کې بنده کړې ده. اوس کابل ته یوازې د شمالي لاره پاته ده. ویل کیږي چې نن خیر خانه کې د لطیف پدرام پلویانو د د برقي تذکرو د توزیع دفتر وتاړه. دعاء کوئ هسې نه په بده یې پام شي او د خیرخانې کوتل دوی بند کړي چې بیا به کابل یو مخ کلابند او ولسمشر  به له ډیرې خوشالۍ زاره ترک شي. د ټاکنو کمیسیون دروازې ته خو هسې ملاتره خیل کولپ اچولی دی.

د غزني د ښار وضعیت خو نو ټولو ته معلوم دی. طالبانو د غزني ټول حکومت د ولایت او قومندانۍ په ودانیو کې ایسار کړی دی او دوی لګیا دي شاوخوا ولسوالۍ تصفیه کوي. پرون یي خواجه عمري او نن سهار یې د دهیک ولسوالي چې د حکومت د نفوذ مهمه سیمه ده په بشپړه توګه نیولې، عسکر یې وژلي او پوځي امکانات یي ولجه کړې ده.

د اشرف غني مزاج به ځکه ډیر برابر وي چې د غزني وضعیت له دې ورآخوا نورې هم ډير ناویلې کیسې لري. د غزني په لرې پرته ولسوالۍ اجرستان وړمه ورځ طالبانو برید کړی و. حکومت یي د ساتلو لپاره په څرخکو کې ګڼ شمیر کومانډو ځواکونه ورولیږل. خو کومانډو ځواکونه مخکې له دې چې عملیات پیل کړي طالبانو ورباندې د هاموې ټانګ منفجر کړی دی او د کومانډو مکمله قطعه یې له منځه وړې.

دا څو ورځې په حکومت کې پس پسی و او ویل کیدل چې په غزني کې د کومانډو قطعه نادرکه شوې ده. مګر نن ځینو رسنیو ومنل چې اجیرستان لیږل شوي کوماندویان چې شمیر یې د سلو په شاوخوا کې وو یا وژل شوي او یا هم ژوندي طالبانو نیولي دي. اشرف غني دې په دې پیښه یو مخ ډیر نه خوشاله کیږي ځکه کوماندویان ټول نه دي وژل شوي. طالبان وایي په دې برید کې ۴۳ تنه کوماندویان وژل شوي او ۳۹ تنه نور چې یو پوځي ډاکټر هم په کې دی دوی ژوندي نیولي دي. د  باقي نورو کوماندویانو د ژوند او مرګ درک نشته.

د اشرف غني به ځکه نن ډیر مزاج برابر وي، چې په حکومت او عسکرو یې بده ورځ یوازې د هیواد په جنوب کې نه ده راغلې، بلکې د فاریاب په قیصار او د تخار په آی خانم کې هم لسګونه دولتي عسکر وژل شوي دي.له دې علاوه د روزګان په مرکز ترین کوټ، د پکتیا څمکنیو، د تخار دشت قلعه او د هیواد په ډیرو نورو سیمو کې هم طالبانو ځپونکي بریدونه کړي دي. نو د ارګ خیاطانو په ولسمشر مو پام کوئ هسې نه له ډیرې خوشالۍ ورباندې د زړه حمله راشي. ځکه ده ویلي و چې په کومه ورځ په حکومت کې ګډوډي اوج ته رسیدلي وي زما طبیعت ډیر برابر وي.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
karim
میلمه
karim

اشرف غنى كه هر سه دى د افغانانو او مسلمانانو به درد درديزى. وايه د طا لب جى نه وور كورى نو زور, نه شه كورى نه بد, هر سوك جى به افغانستان كى د حكومت به ساحه او يا هم بهر له هغه زوند كوى طالب يي د كافر به نامه وزنى. وكورى جى به همدا يوه ناكامه حمله كى مو سومره افغانان مره او يا زخميان كرل. سومره اقتصادى تاوانونه مو وارول زه زكه ناكامه ورته وايم جى به 3 يا 4 ورزى وروسته له غزنى به شاكيزى.سومره افغانان او طالبان دى هم بدى ناكامه جنك كى مره… نور لوستل »