شعـــــرونه

دغزني غيږي ته/ فاتح

الیاس فاتح

د نظر غشي دې چې وار کړل د زړګي غېږې ته
اوس يې د مينې په لاس پورته کړه زخمي غېږې ته

د غوڅ ځيګر د پرهر غېږ کې ليوني دردونه
له سترګو اوښکې وړي له خولې نه اسويلي غېږې ته

سل هجرانونه ختموي، يوه شيبه د وصال
تل دې راځي د عشق دردمنه زندګي غېږې ته

چې ښکلوي په وچو شونډو باندې سرې سکروټې
د کوثر مينه وربلي، داسې ځلمي غېږې ته

د ازادۍ د مستې پيغلې عشقه! ولې غواړې؟
د مست طالب ځواني په وينو ګلابي غېږې ته

ذره چاودېږي په کابل کې د نړۍ مستکبر
چې د طالب لښکرې درومي د غزني غیږې ته

فاتح چې لولم رنګينۍ دطالب جان د ښايست
دشعر خواږه ژبه مې راوړي رواني غېږې ته

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx