د غزني برید نو څه ګټه لري؟

ولی الله روفي

کله چې هم طالب سرتېري کومه سیمه کې پراخ پرمختګ کوي نو د مدني فعالانو په نامه ځوان پروژه تطبیقوونکي خواله او نورو رسنیو کې همدا یوه خبره تکراروي، چې د دې برید نو څه ګټه؟ دوی چې ځانونه بې طرفه هم بولي، کله يې هم د کورنیو چارو وزارت، ملي دفاع وزارت او ملي امنیت ریاست په هر مازیګرنیو اعلامیو د خواخوږۍ مکاره اوښکه هم ونه څڅوله، چې پکې حد اقل د ۵۰ تنو د وژل کېدو، دومره نورو نیول کېدو او لسګونو نورو ټپی کېدو جلا جلا دعوې شوې وې!

تازه چې په غزني کې طالبان لا هم په جګړه کې ښکېل دي او پر حکومتي عسکرو يې د محاصرې کړۍ تنګه کړې، همدې خبرې بیا زور اخیستی چې نه نو د دې برید ګټه څه ده؟ دا ښه پوښتنه ده، ځکه هیڅوک نه غواړي چې بې ګټې کار په دومره لویه قرباني ترسره کړي، خو سره په مقابلو اړخونو کې هیڅکله هم د یو اړخ ګټه د بل هم ګټه نه شي بلل کېدلی، دلته به خامخا د یو اړخ ډېره ګټه د بل د لوی تاوان په مانا وي، نو دا چې پر غزني ښار برید طالبانو کړی، باید د ګټې پوښتنه يې له هم دوی وشي، چې ښه نو په نیمه شپه، په موټرسایکلونو سپاره، ستړي ستومانه پر ښار ور ننوتل او دومره مبارزه کول، چې ان د محاصرې کړۍ د قومنداني تر دېوالونو ورسوئ، څه ګټه لري؟

هغوی به لومړی د ګټې تعریف وړاندې کړي چې مدني فعال، سیاسي شنونکي او غیره و غیره ته باید معلومه وي، چې ګټه یوازې مادي اړخ نه لري او طالب کله هم لکه د مقابل لوري عسکر د معاش لپاره خپل سر په لاس کې نه دی نیولی، بلکې دوی دا سودا له الله جل جلاله سره کړې ده، ځکه خو به يې ګټه هم هغه څوک سنجولی شي یا به د طالب د ګټې په تعریف پوهېدلی شي، چې له االله جل جلاله سره اړیکه لري، وروسته ښايي د قناعت لپاره د ګڼو رینجرو، مهماتو او سایطو لیست هم کتار کړي چې دا يې مادي ګټې، خو له دې پرته ښايي ګوتې ور قات کړي او ووايي:

لومړی:
دولتي دستګاه کې يې دومره بې باوري پیدا کړه چې ان د ارګ نږدې سرچینې تاییدوي چې محمد اشرف غني تېره شپه د غزني له وضعیته خبر شو، دا خبر نه یوازې په سیاسي برخه کې درز لا پیاوړی کوي، بلکې په نظامي برخه کې پاتې باور او روحیه بېخې له صفر سره ضربوي!

دویم:
د امریکا او طالب مشرانو تر منځ مخامخ خبرې اترې هغه څه دي، چې د طالب پر فوقیت، بریا، قوي سیاست او ښې ډيپلوماسۍ دلالت کوي چې توربور دښمن يې هیڅکله نه شي زغملی، ځکه خو د افغان حکومت په ګډون ځينو مخربو رسنیو د دې خبرو اترو د سبوتاژ پر نیت یا حد اقل د ذهني ګډوډۍ لپاره تبلیغاتو ته زور ورکړ او غوښتل يې یا دا خبرې بېرته د افغان دولت ابتکار وبولي یا يې بې ارزښته ثابته کړي، چې د غزني هم دې برید د دې ټولو خولې، سترګې او غوږونه ترې واړول!

درېیم:
دا چې ټرمپ د عسکرو ایستلو ته تابیا نیسي او د امریکا دفاع وزیر وویل چې طالبان د دوی فشارونو خبرو ته تیار کړي، دا برید يې یو مثال دی چې طالب ځواکونه به د فاتح په ډول خبرو کې برخه وال وي او دا په ډاګه کوي چې دوی د جګړې ځواک له لاسه نه دی ورکړی د دوی سرتېري لا هم توان لري چې ورځې ورځې په وږې ګېډه پر موټر سایکل سپاره د ټانګونو مخې ته ودرېږي!

څلورم:
دا چې د جنوبي اسیا لپاره د ټرمپ ستراتېژي د بمونو په باران کې هم پایله ور نه کړه، نو يې د څو لویو ښارونو کې چې غزني هم پکې شامل و، د ساتلو امر وکړ او افغان عسکرو ته يې وویل چې دوی د دوی لرې پوستو ته اکمالات نه کوي او باید لرې پرتې سیمې پرېږدي، سره له دې چې افغان حکومت کله کله د خپلواکۍ کلمه هم تر خولې باسي، خو د امریکا له دې ستراتېژۍ سره يې هم د هوکړې سر وخوځاوه او ويې منله چې امریکا يې تمویل نه کوي، نو دوی هم وس نه لري چې په لرې پرتو ولایتونو او سیمو کې خپل جګړه مار تقویه کړي، د طالبانو دې برید ورته په ډاګه کړه چې په همدې ښارونو کې هم خوندي نه شي پاتې کېدلی او باید ومني چې د دوی ګوزار د دوی تر هر مېشت ځایه رسېدلی شي، یعنې وړاندې تر دې چې د امریکا دا تګلاره مکمله تطبیق شي طالبانو ورته وښوده چې دا ښارونه هم د دوی له بریده لرې نه دي!

پنځم:
جګړه په داسې تکتیک پر مخ وړل کېږي، چې عامو وګړو ته د تلفاتو اوښتو امکان بېخې کم دی، ذبیح الله مجاهد وویل چې د دوی سرتېرو ته اهداف معلوم دي او هڅه کوي یوازې پر ټاکلو اهدافو بریدونه وکړي، ځکه خو د دوی له خوا د ملکي تلفاتو کچه په نشت حساب ده، خو د حکومتي ځواکونو له لوري د درنو وسلو استعمال او د ځان له وېري د دفاع په نوم هر لوري ته مرمۍ توغول د دې علت شوي چې ملکي تلفات رامنځته شي!

شپږم:
د غزني زندان د همدې جګړې په اوږدو کې د دویم ځل لپاره ونړول شو او ټول زندانیان يې له تورو پنجرو خپلو کورونو ته ورسېدل، که منصفانه فکر وشی، دا د یو جنګیالي لپاره تر ټولو لویه ګټه او ستره بریا ده چې د دښمن له منګولو خپل ملګري روغ رمټ را وباسي او ان خوندي ځایونو ته يې ورسوي!

پر دې سربېره ګنې نورې ګټې هم شته، چې ښايي ځينې يې پر تاوان تعبیر کړي، لکه د څو ورځو لپاره په غزني کې د فساد، مخدره توکو، اخلاقي فساد او ګڼو نارواو توقف!

د حکومت تر سیوري لاندې جګړه مار که رښتیا هم جنګي اخلاق ولري، باید د خپل دښمن پر زړورتیا، اخلاقي چلند، سرښندنې، د امیر اطاعت او بریا اعتراف وکړي او د ډېرې وینې تویونې پر ځای خپلې وسلې پر ځمکه کېږدي، په لوی لاس ځانونه د هغه نظام لپاره قرباني نه کړي چې اصلاً دوی ورته د خاشاک ارزښت هم نه لري!

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د