نظــر

د کاناډايي افسر قاتل که د وخت وزير محمد اکبرخان

ګرمسیری

۲۰۰۸ م کال و چي د کندهار ولايت د شاوليکو ټ ولسوالۍ د کوندلانو د نرۍ ولې په کلي کښي يو پنځلس کلن هلک پر يوه کاناډايي افسر د تبر ګزار وکړ او ځای په ځای يي وواژه .

د سيمي د خلکو په وينا چي دغه هلک عبدالکريم نوميدی او د عبدالرشيد زوی و چي ددې سیمي د يوې غريبې کورنۍ سره یې تعلق درلود او په کلي کي يي بزګري کوله، پلار يې د کلي موچي و. نوموړي پر کاناډايي افسر په داسي حال کي د تبر ګزار وکړ چي کله ياد افسر د کلي خلکو ته د برمو او څاګانو په هکله لارښووني کولې ( سره ددې چي دغه کاناډایي افسر زراغت پوه نه بلکه پوځي و)، وروسته تر برید نوموړۍ هلک هم د کاناډايي عسکرو له خوا ځای پر ځای په شهادت ورسيدی.

قیصه داسي وه چي يو ګروپ کاناډايي عسکرو په ياده سیمه کښي ګزمه کوله او پر همدې مهال یې د خپل يوه ژباړن ( ترجمان ) په توسط په لوډ سپيکر کي خلکو ته ژغ وکړی چي راټول سئ تر څو د ايساف عسکر ددوی سره د نژدې وويني او يو لړ مهمي خبري ورسره وکړي.

تر اعلان وروسته يو شمېر خلک چي تعداد به يي تقريبا شل کسان وه په ياده سیمه کي تر يوې وني لاندي راټول سول.

په دې وخت کي يو کاناډايي افسر د خلکو په مخ کي ودريدی او خلکو ته يي د خپل ترجمان په توسط خبري کولې او د څاګانو په هکله یې لارښووني کولې او ورسره یې دا خبري هم کولې چي ترهګرو ته په خپلو کورونو کي ځای مه ورکوئ او داسي نور…

په دې ورځ غازي عبدالکریم تر پيښي يو ساعت مخکي خپلو همزولو ته ويلي وه چي زه نن يو امریکايي عسکر په ډبره وژنم، هغوی ورته ويلي وه چي هلکه په ډبره نه وژل کيږي ځکه هغوی اوسپنيزي خولی پر سر کوي ، وروسته يې يو کوچنی چاقو پيدا کړی و، همزولو بيا ورته ويلي وه چي په دې سره هم نه وژل کيږي خو اخر د پيښي ځای ته نژدې د کلي خلکو د يوې ويالې پر غاړه ولاړي وني په تبر (کهی) وهلي چي نوموړۍ ورغلی و او په پټه يې يو تبر ځيني را اخيستی و، ترشا یې نيولی و کله چي راغلی لومړۍ يې د ترجمان څخه پوښتنه وکړه چي ستاسو مشر څوک دی؟ هغه ورته وویل : هغه افسر دی چي د خلکو په مينځ کښي لڅ سر ولاړ دی او خبري کوي.

په همدې وخت کښي عبدالکريم د خلکو په مينځ کي يو ځای غلی کښيناستی، څو شيبې وروسته نوموړۍ ورنژدې سو او په لوڅ سر ولاړ کاناډايي افسر يې د شا د خوا په تبر وواهه.

د عيني شاهدانو په قول چي عبدالکریم دغه کافر په دومره زور وواهه چي تبر د افسر په سرکي بند سو، عیني شاهدان وایي چي کيدای سي په دې وخت کي عبدالکريم غوښتل چي بل وار هم پر وکړی ځکه کوشش يې کاوه چي تبر راوباسي خو تبر دومره زیات د کاناډايي افسر په سرکي ننوتلی و چي بېخي بند و او عبدالکريم د تبر کښلو په وخت کي د ډیر زور څخه پر شا چپه سو.

تر بريد وروسته ناستو خلکو د الله اکبر نارې شروع کړې او ټول ودريدل چي په دې وخت کي نورو ولاړو کاناډايي عسکرو عبدالکريم ژوندی ونيوی او د خلکو په مخ کي يې په داسي حال کي په مرمیو سوری سوری کړ چي مخ پر قبله د لمونځ په ډول ولاړ و او ځای پر ځای يي په شهادت ورسوی . انا لله وانااليه راجعون

د شهيد قبر د بريد پر ځای اوس هم سته چي د سيمي خلک همېشه زيارت ته ورځي او روح ته یې دعا کوي .

بايد ووايو چي تر پيښي وروسته شهيد اميرالمؤمنين ملا اختر محمد (منصور) صاحب تقبله الله چي هغه وخت د امیرالمؤمنین ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله مرستیال و، ما ته په دې خاطر چي زه د جنوب لويديځي حوزې د فرهنګي چارو کمېسیون مسؤل وم هدايت وکړ چي يو ملګرۍ پيدا کړه او د دې پيښي بشپړ معلومات زما سره شریک کړئ تر څو معلومه سي چي دا کار څنګه او چا وکړی.

بالاخره ما هم خپل يو نژدې ملګری ( ملا اسماعيل سعادت) چي في الحاله د هلمند ولايت د تعليم او تربيې مرستيال دی ددې موضوع د څیړلو لپاره سیمي ته وليږی، نوموړی د بشپړو معلوماتو راوړلو سره یو ځای هغه تبر هم راوړی چي کاناډايي افسر يي په وژلی و چي هغه تبر اوس هم زما سره د تاريخ اثر په توګه د تاریخ ساتلو په خاطر محفوظ پروت دی، په څو پوښونو کي مي پېچلی او همدارنګه مي په يوه خوندي ځای کي ساتلی دی چي اوس هم په وينو لړلی او د کاناډايي افسر د سر ويښتان ورباندي موښتي دي.

د يادوني وړ ده چي په هغه وخت کښي مشرتابه مقام ډير کوشش وکړی چي د عبدالکريم غازي کورنۍ پيدا کړي تر څو نقدي کومک ورسره وکړي خو تر پيښي سمدستي وروسته هغوی د ډاره د سيمي څخه تښتيدلي وه او بلي خواته تللي وه چي بيا څو کاله وروسته د درک په موندلو سره سم شهيد منصور صاحب تقبله الله ورسره لازم کومک وکړی .

دا لومړۍ ځل نه دی چي افغانان په تش لاس په اشغالګرو ځواکونو حملې کوي او هغوی په خپل توان سره له منځه وړي بلکي زموږ د نيکونو پر وخت د انګريزانو سره د چاقو او چړو په توسط مکناټن د وزير محمد اکبر خان له خوا په يوه مخامخ مجلس کي مردار کړای سو او دغه راز د شورويانو د اشغال پر وخت د دوی پر وحشي عسکرو ورته حملې وسوي چي حتی روسان يې په خپلو وسلو وويشتل او هغوی یې له منځه یووړل، همدارنګه د امریکايي ځواکونو د اشغال پر وخت ګڼ شمېر مجاهدينو د هيواد په مختلفو سيمو کي پر اشغالګرو عسکرو ورته حملې ترسره کړې چي تقريباً شل ورته بريدونه ما د ځان سره ثبت کړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx