fbpx

کابل: د پلچرخي د بندیانو کورنیو د مظاهرې بلنه ورکړې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۲زمري، ۱۳۹۷ل): په پلچرخي زندان کې د اعتصاب کوونکو او نورو بندیانو کورنۍ غواړي چې سبا د کابل ښار په چمن حضوري سیمه کې د خپلو بندیانو په ملاتړ مظاهره وکړي.

په فیسبوک کې نشر شوي پوسټونو کې ویل شوي چې زمونږ مظلوم بندیانو د تیرو څو ورځې راهیسي په اعتصاب لاس پوري کړی او خولې يې په سیخانو ګنډلي دي تر دې چې یو شمیر بندیان د مرګ تر حالته رسیدلي او د کوما په حالت کې دي، خو تر اوسه یې په اړه د زندان چارواکو او نه هم د کابل حکومت سرګرځولی چې له امله د بندیانو حالت د مرګ سره مخ دی او هر څه که پيښيږي، حکومت او د زندان چارواکي به یې مسؤولیت په غاړه لري.

د مظاهرې تنظیموونکو او بلونکو پر ټولو مسلمانانو او هیوادوالو غږ کړی چې د مظلومو بندیانو په ملاتړ خپله اسلامي او د ورورولۍ وجیبه ادا کړي او په دغه مظاهره کې برخه واخلي.

ټاکل شوې چې مظاهر سبا د سې شنبې په ورځ (۲۴ اسد) باندي د چمن حضوري په سیمه کې تر سره شي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د