د امریکا د ځانګړو ځواکونو غړی تر ټپي کیدو وروسته ومړ

نن ټکی اسیا (سشنبه،۲۳زمری ۱۳۹۷ل): پنټاګان وايي، د امریکا د ځانګړو ځواکونو یو تن سرتیری ریمونډرېرګل، وروسته تر هغه د سختو ټپونو له امله ومړ، چې څو ورځي وړاندي د افغانستان په لودیځ ولایت هلمند کې په یوه چاودنه کې زخمي شوی و.

که څه هم طالبان او ځیني سیمه ایزي سرچینې د ډېرو بهرنیو سرتیرو د مرګ ژوبلي خبرونه ورکوي، خو د امریکایی چارواکو د مالوماتو پرآساس دا په روان کال کې پنځم یا شپږم امریکایي عسکر دی چې په افغانستان کې وژل کېږي.

د امریکایي او نورو بهرنیو ځواکونو تلفات له 2014م کال وروسته، له دې امله راټیټ شوي چې هغوی خپل شمېر کم کړی او پاتی یې خپلو بیسونو ته ورټول شوي او د جګړې بار یې ټول د افغان ځواکونو پراوږو ور اچولی دی.

سره له دې چې په افغانستان کې جګړه دوی را پيل کړې، خو اوس یې ځان له جګړې شاته کړی، او د مرګ خولې ته یې یوازي افغان ځواکونه پري ایښي دي.

چې له امله یې د افغان ځواکونو تلفات په دې وروستیو وختونو کې په بې ساري ډول زیات شوي دي. امریکایی ورځپاڼې نیویارک ټایمز د وړمې ورځي په ګڼه کې ولیکل، چې په 72 ساعتونو کې د افغانستان په یو شمېر ولایاتو کې څه باندي 200 افغان سرتيري وژل شوي دي.

په داسي حال کې چې د غزني د تیرو څلورو ورځو په جګړه کې د دفاع او داخله وزیرانو په وینا 70 پولیس او د 100 په شاوخوا کې د ملي اردو ، کمانډو او نظم خاص ځواکونه وژل شوي،

همدارنګه په اجرستان کې د 100 کمانډویانو د لادرکه کیدو، چې په هغو کې د پنځوسو شاوخوا د وژل کیدو خبره دفاع وزیر تأیید کړي.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
محمد
میلمه
محمد

دا غلامان خو بی ځایه قربانی ورکوی امریکایان دی رامخته کی دوی ولی پټ سوی دی په غار کی