fbpx

فارياب: طالبانو د ملي اردو قرارګاه له لسګونو سرتیرو سره نیولي

نن ټکی اسیا (سشنبه،۲۳زمری ۱۳۹۷ل): سیمه ایز امنيتي چارواكي وایي چې د فارياب په غورماچ ولسوالۍ كې د ملي اردو یوه لویه قرارګاه، چې د چينايانو په كمپ سره شهرت لري؛ د طالبانو په لاس سقوط شوي. او پکي میشت سرتیری یا نیول شوي او یا ورتسلیم شوي دي.

د 209 شاهين قول اردو وياند محمد حنيف رضايي رسنیو ته ویلي چې له سختې جګړې وروسته ياد پوځي مركز وسله والو طالبانو ونيوه.

د نوموړي په خبره، د چينايانو په كمپ كې د ملي اردو 70 سرتېرو شتون درلود، چې په وینا یې 46 تنه يې له كمپه د وتو په حال کې طالبانو نيولي، خو په قرارګاه كې د پاتې 26 سرتېرو د برخليك په اړه یې ناخبري ښودلي ده.

رضايي زياتوي، د طالبانو د بريد پر مهال د ملي دفاع وزارت او ناټو له ملي اردو څخه پر وخت ملاتړ ونه وكړ، چې له کبله یې دا قرارګاه سقوط شوه.

د فارياب ولایتي چارواکي هم پېښه تأييدوي او وايې، چې د چينايانو كمپ له 48 ساعته جګړې وروسته تېر ماښام د طالبانو له لوري سقوط شوی او لږ تر لږه 40 سرتېري طالبانو ته تسليم شوي دي.

بل خوا طالبانو هم په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې: « بیګاه ماښام د فاریاب ولایت غورماچ ولسوالۍ په چهلګزي سیمه کې د کابل ادارې د عسکرو لوی بیس (نظامي کمپ) له عسکرو سره مجاهدینو ته تسلیم شو.»

طالبانو زیاته کړي چې په یاده قرارګاه کې 57 تنه عسکرو مجاهدینو ته وسلې پر ځمکه کیښودې.

د طالبانو د خبرپاڼې په وینا، هغوی له ځانه سره 8 ټانګونه، 2 دهشکې، 2 هاوانونه، 3 زیکویک له سلو ډیر امریکایي کارمولي ټوپک او کلاشینکوفونه، له خورا ډیرو مهماتو سره مجاهدینوته وسپارل.

طالبان وایی چې دغه کمپ یې له تیرو 3 ورځو راهیسې تر محاصرې لاندې وو، چې په وینا یې ماښام ونیول شو او 43 تنه عسکر پکي وژل شوي، 17 نور ټپیان دي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د