بابا مونږ ولي چودا اګست نه لرو؟

لیکنه: بخت الرحمن (شرافت)

وړوکي لورکئ مي همیشه په ډيرو سوالونو او پوښتنو باندي تنګوي، ترڅو چې ښه ډاډ یې نه وي سوی اوبشبړ قناعت بخشه جواب یې نه وي موندلی نه مي پریږدي.

تیر ماښام یې راته زنګونه وهل بابا ژر راشه چیري به ووزو، زمونږ د ګاونډ ټولو بچیانو شین او سپین رنګ جامې اچولې، بیرغونه یې لاسونه کې نیولي وایې نن چودا اګست لمانځو.

بابا چودا اګست کې څه پیښ شوي، چې نن ورته واړه، زاړه، سندیان، پنجابیان، پښتانه او بلوڅان، ملایان او مفتیان، دپوهنتونو زدکونکي او د مدارسو طالب العلمان ټول ورته هوسیږي.

بابا جانه دغه ښارکې نوري هم ډیري ورځي وي، یوه ورځ د ‍۱۲ ربیع الاول ده، دغه ورځ باندي یوه ډله خلګ ډزې کوي، خوشحالیږي، دا ورځ داختر په شان لمانځي، ولي بله ډله خلګ بیا ددغي ورځي لمانځل غندي، یوه ډله خلګ دغه ورځ باندي دمسجدونو ګنبدو او دیوالونو ته شنه رنګونه ورکوي، بله ډله خلګ یي بیا قبیح عمل ګڼي.

بابا جانه دلته یوه ډله خلګ د محرم الحرام ورځ په ځیګر وهلو او لاریونو کولو، ناستو او جلسو باندي لمانځي، یوه ډاله خلګ دغه ورځ باندي خیراتونه کوي، بله ډله خلګ بیا ددغه خیرات ډوډۍ نه خوري.

بابکه دا ډول نوري هم ډیري ورځي شته چې ددي هیواد ملت ورباندي تقسیم دئ، ځیني یې دخوشحالۍ او غم په ډول لمانځي ځیني نوریي بیا دواړه دخوشحالي او غم لمانځل کرغیړن عمل ګڼي، مثلا بابکه یوه د پنځلس شعبان ورځ هم ده چې دلته یې ځیني خلګ په ډزو او او میلو سره استقبالوي، او ځیني نوریی بیا په چوپه خوله او عبادتونو باندي تیروي، ځيني خیراتونه کوي، او ځیني نوربیا دغه عمل بدعت بولي.

بابکه داچې پورته ټولو مهمو تاریخو ورځو لمانځلو کې ددې هیواد خلګ تقسیم دي، نو چودا اګست کي بیا کومه خوبي نِغښتې ده چې دغه قوم ټول ورباندي راټول دئ، دغه ورځ باندي ددې هیواد ټول خلګ په یوه ږغ باندي یواځي او یواځي ددي هیواد ملي نغمې ږغوي، او ټول په یوه خوله دپاکستان زنده باد نعرې وهي، ټول ملت په سپینو او شنو جامو کي پوښل سوی وي، دغه ورځ باندي نه مذهب مطرح دې، نه قوم او سیمه، هریو ځان ته پاکستانی وايې او د پاکستان دبقا اوپائیښت دعاوي کوي.

بابکه زمونږ دمسجد قاري چې مونږ ته قرآن شریف وایې، او کله کله چې ددرس په منځ کې دسیاست خبره رامنځ ته شي، دپاکستان دځینو ګوندونو مشرانو ته په لاسپوڅو او بي دینه کسانو خطاب کوي.

خو بابکه نن چې مي مسجد کې ولید زمونږ د قرآن قاري او د وړاندي کوڅی د (وایټ هاوس ګرامر سکول) استاذ یو ډول جامې په غاړه کړې وي، دواړو خپلوسینو باندي د قائد اعظم عکس او دپاکستان بیرغ ټومبلی و، دواړه یو اوبل ته د چودا اګست دورځي مبارکي ورکوله، دواړو خپلو زدکونکوته ددغي ورځي د اهمیت او ارزښت په اړه یو ډول وینا کوله.
زما بابکه هغه قاري صاحب چې ماسټر عمران ته به یې بد رد ویل نن دواړه یو سټیج باندي ولاړوو ددواړو له خولې څخه یو ډول وینا راوتله نن دواړه یو ښکاري دو، دواړه تر یوه بیرغ لاندي ولاړوو.

تیر کال مي هم ښه یاد دئ دمحرم الحرام میاشت وه، ماسټر عمران خپل ښونځي کې دمحرم الحرام دلسمي ورځي په مناسبت غونډه رابللې وه، ددغې ورځي په اړه یې د غونډې ګډون والو ته وینا کوله دکربلا دپیښی په اړه یې لیکچر ورکاوو، زمونږ دقرآن قاري صاحب یې څو خبرو ته غوږ شو او وروسته یې بد رد ورته وویل او مونږ ته یې وویل بچیانو درس ته متوجه شئ، دماسټر عمران خرافاتو ته غوږ مه ږدئ.

بابکه د کربلا دپیښي او امام حسین دشخصیت او شهادت په اړه قاري صاحب او ماسټر عمران سره مخالف وو، بابا دومره راته ووایه د قائد اعظم په شخصیت کې هغه کوم جوهر پروت دي، چې ددي هیواد، ملا او ماسټر، مفتي او ډاکټر ټول ورباندي متفق دي، هریو یې ستاینه کوي، دې ورځ باندي هریو مونږ ته له دې ملت سره د قائد اعظم د احسانونه خبري کوي.
لورکې ددې هیواد خلګ هوښیاران دې، دلته پوهي او علم وده کړې دا خلګ حس او شعور لري، داخلګ دځان وجود، ددین او د اسلام وجو دپاکستان په وجود کي ویني، ددغه هیواد خلګ ددې سیمي پرمختګ او خوشحالي دپاکستان په پرمختګ او خوشحال کې ویني.

عالم یې وایي که پاکستان وي، دلته به دارالعلوم کراچې، دارالعلوم بیناوري ټاون او دارالعلوم اکوړه خټک وي، که پاکستان وي دلته به په سلهاوو زره دیني زدکونکي وي، که پاکستان وي، مسجدونه او خانقاوي به وي که پاکستان وي، تبلیغي مراکز او دریونډ په څير نیړیواله بي ساري دیني اجتماع به وي، که پاکستان وي، لاتعداده او دیني مکتبې به وي.

زما ځيرګي او ذهیني بچۍ همدارنګه ډاکټر انجنیر او پروفیسر یې عینا همدغه سوچ او فکر لري، هریو اول دپاکستان د بقا دعاوي کوي او بیا دکور او کهول.

که پاکستان وي، اغا خان هسپتال به وي، که پاکستان وي کراچې جامعه به وي، که پاکستان وي اسلام اباد نړیوالو اسلامي پوهنتون به وي.

که پاکستان وي دوي به وي او ددوي بچیان به وي، که پاکستان نه وي بیا به هیڅ نه وي، ځکه دلته هرکس دغه ورځ باندي اختلاف یوې خواته ږدي او هریو دپاکستان چیغه له خولي باسي او دپاکستان د بقا امن او استقرار دعا کوي.
ښه بابکه سمه ده بس ده نوري اوږدې کیسې راته مه کوه، دا راته ووایه چې مونږ ولي خپل هیواد کې دا ډول چودا اګست نه لرو، مونږ لا ولي سره تقسیم یو، زمونو د چودا اګست په ورځ ولي د مسجدونو مینارونو او دمدارسو دیوالونو ته دملي بیرغ رنګ نه ورکول کیږي.

بابکه یوه بله خبره راته یاد سوه مونږ هم د اډول کومه ورځ، بیرغ ا وشخصیت لرو، چې دهیواد وګړي په یو ډول احترام ورته قائل وي، داسي ورځ لرو چې دکلي ملا او مفتي، ماسټر او قاري یو سټیج باندي سره ولاړ وي یو بیرغ یې سینه باندي ټومبلی وي، په یوه اواز او یوه خوله باندي ملت ته ددغي ورځي اهمیت ا و د چا په برکت چې مو دغه ورځ په برخه شوې قربانیو باندي رڼا واچوي او ملت سره یې داحسانونو کیسې کوي.

زما له هیواد څخه لري او مهاجري لورکۍ بس کړه، نور کیسې به بیا وکړو، اوس مي زړه ډک شوی نور به درته ویني قی کړم، لورکي هرڅه دي راڅخه هیر کړو، ته لا ړه شه ناشته وکړه ما لوه لحظه یواځي پریږده، لږ کړی وروسته راشه بیا به درته کیسه وکړم چې مونږ ولي چودا اګست نه لرو.
لور مي ووته ما یواځي ښه وژړل وورسته ووتم چي له سترګو څخه مي د ژړا اثر لري شو بیرته راغلم، لورمي هم دخونې په دروازه کې راته ولاړه وه، بابکه ښه اوس راته ووایه زمونږ چودا اګست ولي نشته.

لوري مونږ چودا اګست نه بلکي اونیس (نه لس اګست) لرو، خو لورکي بد بختا نه چې تر اوسه لا مونږ خپلو منځونو کې تقسیم یو، ځیني یې لمانځي ځیني نه لمانځي ځیني یې بیرغ ته احترام او ځیني نوریي بیا بیرغ تر پښو لاندي کوي.

لورکې زمونږ ترټولومړی چودا اګست له نن څخه ۹۹ کاله وړاندي په نصیب شوی، دا چودا اګست ( دافغانستان دخپلواکۍ) ورځ مو هغه وخت په برخه شوې وه، چې هغه وخت کې دغه ستا اوسني ګاونډیانو د ددوي د اوسني چودا اګست خوب هم نه و لیدلی، داچې دوي نن خپل چودا اګست په میلو او نغمو باندي لمانځي او مونږ یې په اوښکو او وینو، وجه یې داده چې دوي خپل چودا اګست باندي اتفاق لري، شکر یې اداکوي، مونږ تر اوسه لا ورباندي تقسیم یو.

لو کئ زمونږ هیواد کې هر یو ځانته چودا اګست غواړي، ترڅو چې مو هیواد کې ځان ځاني چودا اګست وي همدا به مو حال وي.
له تیرو څلورو لسیزو څخه مو څو چودا اګسته درلودلي، مونږهر یو دبل په ورکي کي چودا اګست وینو، مونږ چې څومره ډير مړي وکړو هغه چودا اګست ته تر ټولو ډير خوشحالیږو.

لوري له نن څخه څلور لسیزي وړاندي لومړی چودا اګست کوم چې زمونږ تاریخي چودا اګست یې پیکه کړه، هغه دخلقي انقلاب چودا اګست و، لوري دغه ورځ باندي زمونږ دهیواد دشریفو او میړنیو وګړو پر ککریو باندي خلګو چودا اګست ولمانځی، بیا لږ موده ووروسته دپرچمیانو لخوا د بل چودا اګست شاهدان وو، دغه چودا اګست کي یوې ډلي خلګو خوشحالۍ کولې او نورو هیواد والو مو بیا دغم او ویر کمپلي غوړولې وي.

بچې بل چودا اګست مو هغه وخت ولید کله چې مجاهدین کابل ته ننواتو، ملت خوشحال وو چې دا به اخیرنی چودا اګست وي او دا به داسي چودا اګست وي چې دکابل پر هرچوک باندي به یې ورځ میاشت او کال د زرو په کاڼو لیکل کیږي.

خو دلته یوځل بیا پر ولس قیامت جوړ شو، په څو اونیو کې کابل کنډواله او له څلويښتو زرو څخه زیات افغانان شهیدان شوو، دفخر سرمو دذلت صنم ته سر په سجده شو هیواد والو مو په نړۍ کې دهویت او ملیت د بدلولو کوښښونه کول ترڅو دنورو له پیغوره څخه خلاص شي.

لوري کئ دلته یوه نه یوه ډله هره ورځ چودا اګست لري، په نویمه لسیزه کې طالبانو کابل فتحه کړ، دا طالبانو او دطالبانو دخواخوږ لپاره چودا اګست وه خو دځینو دنورو لپاره بیا دغه ورځ توره ورځ وه، که دغه ورځ پاته شوې واي او نړیوالو بد نظرو سترګو نه وی وهلي دابه لورکې رښتیا هم چودا اګست و او دفخرشمله به مو یوځل بیا دنړۍ پر بام باندي رپرپانده وای، خو دنړیوال شیطان راباندي پیرزو نه شوه او ژر یې راڅخه واخیسته.

بیا چې کله طالبان له مالک سره دجوړجاړي په صورت کي بلخ ته ورسیدل د افغانستان شمال دسراسري فتحي په درشل کي و یوځل بیا چودا اګست و، خو څو ورځي وروسته چې کله جنرال مالک غدر او خیانت وکړ، په زرهاوو طالبان یې ووژل او، ژوندي یي تر خاوري لاندي کړل، دلته دیوي ډلې چودا اګست او دبلي ډلي لپاره بیا تاریخي توره ورځ وه، ځینو دانسانو پر سرونو باندي چودا اګست لمانځه ا وځینو نورو بیا خپلو نازولو پسي اوښکي تویولې.

لورکي وړاندي مي درته وویل چې افغانستان کي هرڅوک ځانته چودا اګست لري، او دلته چودا اګستونه په پارکونو، هوټلونو او سړکونو باندي دملي نغمو اوتکبیر نعرو سره نه بلکي دخلګو پر ککریو او وینو په تویولو سره لمانځل کیږي.

او که درته ووایم مونږ په یوه وجه تر دغه هیواد ډیر ښه یو ځکه مونږ هره اونۍ او هره میاشت یو یو چودا اګست لرو، تیر کال طالبانو کندوز فتحه کړل، چودا اګست یې وو، څو ورځي وروسته بیرته چې کله دطالبانو له لاسه ووت بله ډله ورته را داخیله شوه بیا دهغو چودا اګست وو، که څه هم تر اوسه لا دښار سړکونه او د ودانیو دیوالونه د انسانانو په یونو ککړ وو، خو دوي هوايې ډزي کولې او خپل چودا اګست یې لمانځی.

لوري د اوس دستي زما دهیواد په عروس البلاد غزني کې د چودا اګست لپاره له تیرو څو ورځو راهیسي مقابله شروع ده، ښار بند دئ د کابل کندهار لویه لاره بند ده، غزنی ویني ویني دئ، د صومنات د غازي له قبر څخه دیا الله فضل یا الله خیر چیغي راپورته کیږي اولیا نا کراره دي، دنړۍ لوی شیطان په خوندي اډو کې راته ناست ده تماشه کوي، لحظه په لحظه پنټاګان ته زما دمړو خبر ورکوي، تر اوسه پوري لا وضعیت مجهول غوندي دي، دواړه لوري دچوا اګست دعوه کوي، وبه ګورو چې کوم لوری به اخیرنی فاتحانه چودا اکست لمانځي، خو دا چودا اګست هم د انسانانو پر سرونو باندي لمانځل کیږي.

لوري لوی رب ته دعا کوم چې نور مو هیواد کې یو چودا اګست وي، داسي چودا اګست وي چې هیواد ټول وګړي ورته په احترام قائل وي، ټول وګړي يې یوځاي ولمانځي، مسجد او مدرسه، پوهنتون او جامعه هرځاي ته یو رنګ ورکول شوی وي.

بابکه تا څومره اوږدې کیسي وکړي، بس دومره راته ووایه چې زمونږ چودا اګست په کله وي، لوري زه دي ژړه ولی یم اوس به درته داسي چودا اګست وښیم چې هم دي چوپه کړي او هم دي وژړوي.

لورکئ زمونږ چودا اګست به هغه ورځ وي چې بابک دي څوک مړ کړي، دکور انګړ کي یې په وینو لت پت جسد (جثة) در ته وغورځوي تا خبره کړي، بابک باندي سپین کفن او ځان باندي تور پړونی وغوړوې، په چیغو چیغو وژاړې دا به زمونږ چودا اګست وي.

لورکئ مي چوپه خوله راته ودریده، سترګي یې زما سترګو کي خښي کړې وي، غټي غټي اوښکي یې له سترګو څخه سپینو باړخوګانو باندي راتویي شوې، ولاړه دمور خواته کیناستله، په ناستو ناستو سر ورباندي وځړې دی او ویده شوه، لږ ګړی بعد چې ویښه شوه بیا زما خواته راغله په مایوسانه او معصومانه اواز کې یې راته وویل بابکه دادي څخه راته وویل، ولي بابکه په غاړه کي یې لاسونه را واچول وایي بابکه زه چودا اګست نه غواړم، ته بیرته ووایه چې زه نه مړ کیږم.

ورته مي وویل لورکۍ زما په وژنه دي ډيره خوابدیږي، ډیره غم جنه شوې، وایې بابکه نور مرګ غواړم دومره دي غم جنه کړم، اهسته مي غوږته خوله ورنږدې کړه ورته مي وویل زما نازولې لوري زمونږ هیواد کې په تیرو څلورو لسیزو کې دداډول لنډ مهال چودا اګستونو لپاره هره ورځ ستا په شان زر ماشوماني بي پلاره کیږي، هره ډله دخپلې ډلې دچودا اګست لپاره د ورځي زر ککري خاوري کوي، ستا په شان پنځه زره ماشومان او ماشوماني یتمان او یتماني کوي، زر میرمني بي خاونده کوي، زر پلورونه او زر مندي بي بچو کیږي، دري زره خونده او دري زره وروڼو بي وروره کیږي.

لورکي خوا مه به ده وه داپیښې افغانستان کې عادي دې، دلته یوه ډله دبلي په نابودي او بد بختي کې خپل بخت لټوي، نو ته هم له اسمانه نه یې راکوزه شوې ددغه هیواد دیو وګړي بچۍ یې کیدای شي کوم وخت له داسي برخه لیک سره مخ شې.

خو لورکې همت به کوې زمونږ چودا اګست زمونږ ژوند دئ، مونږ ته الله پاک هغه چودا اګست نه دئ راکړی لکه څنګه چې یې زمونږ ګاونډیان په نازولي بس چې ژوندي یو او سا اخلو دا مو چود ا اګست دئ.

بس لوري دعا کوه چې افغانان یو اوبل وزغمي، یو دبل په نابودۍ او نیستۍ کي خپله هستي نه، بلکي یو دبل په ملګرتیا او همکارۍ کي خپله هستي ولټوي.

یاربه زما هیوادوالو ته دائمي چودا اګست ( دائمي خپلواکي، استقلال او امن ورپه برخه کړې، یا الله نور مي دوړوکي لور دپاکستان دچودا اګست په ورځ باندي له غټوغټو سترګو څخه اوښکي مه بهوي، لویه ربه زما دنن ورځي دلور څو څاڅکي اوښکي په دریابونو دریابونو اوښکو باندي قبولي کړه، معصومه دعا یې قبوله او هیواد مو په دائمه سوله او خپلواکی باندي ونازوه.

له چودا اګست څخه یې مطلب د ازادۍ ورځ ده ځکه مي لیکنه کي هرځای چودا اګست ذکر کړی.

تبصرې (2)

  • ډير په زړه پورې مطلب و، په قلم دې برکت شه د ټولنې عیني واقعيتونه دې سپړلي دي مننه

  • ښائسته لیکنه ده.خدای دی خیر درکی.
    دا ډول مسائل د ډېرو زاویو او ډېرو اړخونو څخه د پراخ بحث وړ دی خو کومه ده د لیکنی او لوستنی حوصله او وخت.
    ګوره وروره! څو کاله مخکی می په کومه ورځپاڼه کی ولوستل چه ایټالوی مافیا کوم جعلی او تقلبی ( فِراری) موټر جوړ او په اصلی نوم ئې کوم رانیوونکی تېر ایست. فِراری مارکه یو د نړۍ د ګرانو او لوکسو موټرانو څخه ګڼل کیږی، البته دا معامله وروسته افشا او خرڅوونکی ګرفتار شو.
    دا کیسه می ځکه وکړه چه تقلبی اجناس یوازی مادی اړخ نلری بلکه غیر مادی او معنوی څیزونه هم اصلی او تقلبی ماهیت او څرنګوالی درلودای شی.
    نوره نړۍ به نه شاربو همدا زموږ په هیواد او سیمه کی به وګورو چه پدې سل پنځوس کاله مو څه تقلبی او جعلی ظاهراً ښکلی تولیدات ولیدل. د تقلبی خادم دین رسول الله څخه نیولی تر تقلبی مارشال او فاتح پوری د تقلبی دموکراسی څخه نیولې تر تقلبی جمهوریت پوری، د تقلبی انقلاب! څخه نیولې تر تقلبی مجاهدینو پوری، د تقلبی امیرالمؤمنین څخه نیولې تر تقلبی لیبرالزم او او تقلبی مرستو پوری.
    د انګرېز په وړاندی مو درې آزادی غوښتونکی جګړې اصلی وې، د سیاسی استقلال لاسته راوړنه مو اصلی وه خو ددې نعمت څخه بې برخی شوو چه ددې اصلیاتو په ساتنه کی بریالی شو او له بده مرغه د همهغه استعمار لخوا له جېبونو رانه غلا شوه دا اصیل نعمتونه.
    امّا د پاکستانی چودۀ اګست په هکله:
    پاکستان زموږ لپاره د یوې شاپېرۍ حیثیت درلود او لری ئې.
    شاپېرۍ که څه هم ښکلې ده خو بیاهم یو جِنّ دی.د پاکستان نه شتون به زموږ د تاریخ او جغرافیا سرنوشت ته کومه بله بڼه ورکړې وای او نن چه شتون لری بیا ئې هم زموږ سرنوشت د ډېرو ترخو څاپېړو سره مخامخ کړیدی.
    که پاکستان شتون نه درلودای د شوروی د کمونیرم په وړاندی به وسلواله او غیر وسله واله مبارزه ناشونی وای، که څه هم د شوروی کمونیزم خپله د انګرېزی استعمار د ستراتژیکی نقشو یوه برخه وه خو بیا هم ددې خپل جوړکړی دیو یا دیب یا ډراکوالا د مهار او کنټرول لپاره یو بل سنګر ته هم اړتیا لیدل کېده چه دا سنګر " پاکستان" نومیږی.
    خواشینوونکې ده،
    زموږ څخه د اصیلو نعمتونو د خوندی کولو فرصت واخیستل شو خو پاکستانیانو ته د جعلی نعمت د قدر پوهېدنی احساس ور القاء شو.
    زه د هیچا سره دا نه منم چه ګواکی موږ ددې ښکلو نعمتونو د نه خوندی کولو مسئول پخپله یو او دا هم نه منم چه د چودۀ اګست د نعمت! په خوندی کولو کی فقط د پاکستانی ؤلس هنر او احساسات نغښتی دی بلکه اصلی خبره داده چه په دواړو سنګرونو ( هم دلته او هم هلته) ډېری ستری ستری تبلیغاتی او روحی پانګه اچونی د خبیث انګرېز لخوا تر سره شویدی څو زموږ ذائقه ددې اصیلو نعمتونو په وړاندی خنثی او د پاکستانی انسان ذائقه ددې جعلی نعمت ( چودۀ اګست) په وړاندی د لذت د احساس سره عیاره او آشنا کی. دا یو حساس توپیر باید له پامه ونه غورځول شی چه:
    موږ کلونه کلونه مخکی د یوې ښکلی ناوی( مستقل او آزاد هیواد) چه په لسو وَلوَرو، یوولسو خُوښَیو، دوولسو بابیړیو او دیارلسو نورو ډول ډول زحمت ګالنی او قربانیو وروسته مو لاسته راوړې وه د لویو قدرتونو د کوډو او سِحر او شلو کُسمادریو په نتیجه کی د ډېرو مزمنو او صعب العلاج ناروغیو سره مخ شوه او نن سبا ئې ښکلې څېره د لس ګونو ګونجو او لَکو او تڼاکو له امله بېخی د کتو نده ( چه البته سره لدې راته ګرانه او مینه ورسره لرو) امّا د پاکستان خلګو ته دا ناوې ( مستقل! ! هیواد) د لوی خان ( انګرېز) لخوا د لویو او خطرناکو خدمتونو د تر سره کولو په بدله کی مُفته ور وبخښل شوه، همدا علت دی چه هغوی ددې بخششی نعمت په قدر پوهېدلی او لمانځنه ئې کوی خو د پاکستان هر وګړی یعنی مارکسیسټ، مُلا، اخوانی،قادیانی،نشنلیسټ،لیبرال، فوجی،پښتون،پنجابی،سندهی خُلاصه هر وګړی که د خپل حکومت او سیاسی دستګاه په هغو توطئو خبر وی کوم چه زموږ د هیواد په وړاندی ئې د خپل انګرېز بادار په دستور تر سره کوی او ددې پاکستانی وګړی رضائیت یا فعالیت پکې وی نو نه ئې د مُلا لمونځ د قبلېدو دی او نه ئې د پښتون پښتونولی د منلو وړ ده حتی که قسَمونه هم یاد کی.
    په هر حال، د پاکستان سالمو او پاک نیتو وګړو ته د ښه ژوند هیله او د پاکستان هغو کړَیو ته چه زموږ د هیواد د خلګو د هر اړخیز تریخوالی په ایجاد کی مستقیم یا غیر مستقیم لاس ولری خدای پاک دی هغوی د انګرېز په ډله کی محشور کاندی.
    امّا موږ فعلاً تر یو رښتینی چودۀ اګست پوری څوارلس فرسخه فاصله لرو، د بده مرغه دا د تګ سرعت چه اوس مو غوره کړیدی معلومه نده چه دې چودۀ اګست ته به کله ورسېږو.