fbpx

د غزني سقوط …!!

موسی فرهاد

د غزني سقوط که د کابل سقوط نه دی، خو تر کم هم نه دی. نن پنځمه ورځ ده چې له پلازمیني کابل نه فقط 93 میله ليري لویدیځ ته پروت د غزني ستراتیژیک تاریخي ښار د طالبانو تر ولکې لاندي راغلی.

طالبانو د تېري پنجشنبې په نیمه شپه له څلورو اړخونو پر نوموړي ښار پوځي برید وکړ، د سهار تر آذانو پوري يې د ښار قریباً 90٪ سلنه برخه ترخپلي ولکې لاندي راوسته، له پوځي فرقې (بالاحصاره) نیولي د پولیسو تر امنیه قومندانۍ، او د هغه اړونده حوزې، د امریکایي قواوو په لاس جوړه پې آرټي او نور ټول دولتي تأسیسات د طالب جنګیالیو په تصرف کې راغلل.

طالب مجاهدینو په دویمه ورځ د محبس د نیولو او پکي د شته بندیانو د آزادولو او د زاړه هوایي میدان د نیولو ترڅنګ د نورو بریاوو او پرمختګونو خبر هم ورکړ.

همدارنګه یې په درېیمه او څلورمه ورځ هم په ښار کې د نويو پرمختیاوو ترڅنګ د غزني د (خواجه عمري او دهیک) په نوم دوو ولسوالیو د نیولو اعلان هم وکړ. چې په دې توګه نو د غزني د ټولو 19 ولسوالیو نه فقط 3 یا 4 ولسوالۍ د دولت عسکرو ته ورپاتي دي، نوري یې زیاتره د مجاهدینو په تصرف کې شوي.

جګړه کې طبعاً تلفات وي، له همدې ځایه ده چې غزني کې د سربازانو د تلفاتو ډېري لوړي شمېري اعلانیږي، داخله وزیر ویس برمک پرون خپله په کابل کې وویل زموږ پولیس تنها 70 نفره وژل شوي، خو ویې ویل چې د ملي اردو د مرګ ژوبلې په اړه به دفاع وزیر خپله حال درکړي، دفاع وزیر بهرامي وویل زموږ د پوځ تلفات 100 تنه شاوخوا دي. البته دا یې د اجرستان له سلو نادرکه کمانډویانو جدا وګڼل. هغه یې فقط پنځوس وژل شوي یاد کړل. نو مطلب دا چې د دغو وزیرانو صایبانو په قول 220 تنه پولیس، پوځیان او کمانډویان په غزني او ولسوالیو کې وژل شوي، خو نوري شميري تر دغي لوړي یادیږي.

ذبیح الله مجاهد بیا د دښمن تلفات د 270 په شاوخوا کې یاد کړي او خپل طرف ته یې په ټوله څلور ورځنۍ جګړه کې د 16 شهیدانو او 21 زخمیانو خبر ورکړی دی.

حکومتي لوری که څه هم ضدونقیض څرګندوني کوي چې ګویا غزني ته یې تازه دمي قواوي استولي او طالبان یې له ښاره شا ته کړي دي. مګر طالب ویاند یې په ځواب کې وایی چې: ( غزني ښار ته ټولې را غزيدلې لارې، کابل غزني، پکتیا غزني، پکتیکا غزني او زابل غزني د دښمن د هر ډول تحرکاتو پر مخ کلکې تړل شوي دي.)

جالبه دا ده چې د یادو دوو وزیرانو له څرګندونو سره سره بیا هم د دفاع او داخله وزارتونو ویاندان له لومړۍ ورځي ترننه پوري له خپل موقفه نه تیریږي او وایې چې د غزني ښار اوس هم د دوی د عسکرو په واک کې دی.

حتی چې لومړی نیویارک ټایمز یوه ویډیو وښودله چې مسلح طالبان د غزني ښارکې دننه پرچوکونو لیدل کیږي، او اوس خو ډېری عیني شاهدان او رسنۍ ویډیویي راپورونه ورکوي چې طالبان په ښار کې دننه په آزادانه ډول ګرځي را ګرځي، خو بیا هم دولتي ویاندان تیار نه دي، چې ویي مني.

د جګړې په دویمه ورځ د بي بي سي د پوښتني په ځواب کې چې طالبانو خو زندان مات کړی او بندیان یې آزاد کړي ؛ د دفاع وزارت ویاند رادمنش وچ منکر شو وای نه ، ښار زموږ په کنټرول کې دی ځکه چې موږ یې له هوا څخه څارنه کوو.

په هرصورت دا چې د کابل چارواکي یې مني، یا نه ؛ خو د غزنی ستراتیژیک ښارګوټی نن د پنځمي ورځي لپاره هم د طالبانو په ولکه کې قرار لري.

چې د چارو د پوهانو په اند دا د طالبانو لپاره ترټولو ستره بریا او بالمقابل د بهرنیانو او د هغوی د تحت الحمایه ادارې لپاره د پوزي پریکیدلو مرادف او یو عظیم شکست بلل کیږي.

شنونکي دا هم ګڼي چې که فرضاً په راتلونکو شپو ورځو کې د شدید بمبار او یا ملکي خلکو ته د سر او یا مالي زیان د رسیدلو له ویري، مجاهدین له غزني نه پرشا کیږي؛ بیا هم د طالبانو لپاره د غزني د فتحي ارزښت او د حکومت لپاره یې د بدنامۍ اغیز پرخپل ځای پاتی دی.

وجوهات یې ډېر دي ترټولو غټ دلیل یې دا دی چې په دې کار سره یوه اړخ (طالبانو) ډېر ستر مورال ترلاسه کړ او بل اړخ (حکومت) بیا په کلي ډول مورال له لاسه ورکړ. نړۍ په دې قانع شوه چې طالب واقعاً یو ځواک دی چې د پخوا په پرتله اوس مخ پرلوړه درومي او د کابل حکومت سره له دومره بهرني ملاتړه؛ مخ پرځوړ روان دی.

مورال او پرځان باور هغه څه دی چې د میدان ګټلو لپاره ترټولو آساسي شرط دی ، وسایل او سرونه به رښتیا جګړه کوي خو ګټي به یې هرو مرو هغه څوک چې مورال یې اوچت وي.

نن سبا طالب، سل سلنه په دې باوري دی چې د کابل پراګنده او شل سری نظام د یوې ورځي لپاره هم د دوی په مقابل کې د مقاومت وړتیا نلري. ځکه چې نه یې تر شاه انګیزه شته ، نه یې واحده قومانده شته ، نه یې همغږي شته، او نه یې حمایه شته ، په روزګان کې 40 سرتیري مړه په دښتو و بیابان کې لمرونو ته پاتي وي، د پوښتني او را اوچتولو یې څوک نه وي، په ازره کې چې د هوایی ملاتړ غوښتنه وکړي ، له پاسه لومړی بم پردوی ورخطا شي. له امریکایانو څخه د دغه جرم د پوښتني پرځای لومړی د لوګر د والي ویاند د امریکایانو لخوا عذر وړاندي کوي ، وای دا خو یې قصدا نه دي وژلي.

په اجرستان، خواجه عمري، غزني، روزګان او فاریاب کې په شپو ورځو عساکر کلابند وي، د خوراک څښاک، مهماتو او الوتکو غوښتني کوي، حکومت او امریکایان یې په اړه ځان نه خبروي، خو په درزاب کې داعشیان په یوه دقیقه کې هوا ته پورته کوي. او له طالبانو یې ژغوري.

په داسي یو حالت کې نو نه عسکر ځان په طالب وژني او نه پرخپلو مشرانو باور کوي، نه روحیه موندلای شي او نه یې پرځان باور زیاتیدی شي.

له دې وخیم حالت سره سره پلازمیني ته څیرمه ستراتیژیک ښارګوټی سقوط کیدل نور هم د دولتي سرتیرو مورال له صفر سره ضربوي او د مجاهد روحیه سل سلنه اوچتوي.

له همدې ځایه ده چې په ټول هیواد کې د دولتي ځواکونو د تسلیمۍ او یا د مقاومت په صورت کې د درنې مرګ ژوبلې یوه نه تم کیدونکي څپه را پیل شوي. دا اوس اوس خبرونه خپریږي چې د فاریاب په غورماچ کې د ملي اردو یوه لویه قرارګاه چې 70 تنه د ملي اردو سرتیري پکي میشت و، طالبانو ونیوله قریب 60 کسه یې له وسلو سره طالبانو ته تسلیم شوي او څو نور یې له مرګ ژوبلې سره مخ شوي.

دا په داسي حال کې ده چې وړمه ورځ په اجرستان کې د سپیشل فورس یا کمانډو ځواکونو 100 کسیزه قوه لادرکه شوه چې وروسته یې څرک ولګید تر نیمایی زیات طالبانو ته تسلیم شوي او پاتي نور یې له مرګ او تیښتې سره مخ شوي دي.

دا هرڅه له دې امله نه چې له طالبانو سره وسله زیاته شوي او دولتي ځواکونو سره وسایل نشته ، بلکي دا ټول له دې امله دي چې نور دولت پلوو ټولو وګړو روحیه له لاسه ورکړي ، سل سلنه پوهیږي چې نور یې هرڅه له لاسه په وتو دي نو پکار نه ده چې نور د امریکایی اشغالګرو په قومنده، د هغوی د ګټو لپاره ځانونه ووژني.

زه فکر کوم دا اټکل اوس ترډېره حده په یقین بدل شوی چې له کندوز او فراه وروسته، د غزني ستراتیژیکه فتح به د طالبانو لپاره په سیاسي او نظامي ډګر کې ډېر ستر او بې ساری فاتحانه بدلون رامنځ ته کړي.

پای ……..

avatar
3 د تبصرو شمېر
1 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
Shaheenkhan
میلمه
Shaheenkhan

کله کله خو رختیا هم وایی کنه دا ولی داسی سوګ وایی

karim
میلمه
karim

زه غوارم د اخرى جملى به هكه سه ووايم جمله ده “زه فکر کوم دا اټکل اوس ترډېره حده په یقین بدل شوی چې له کندوز او فراه وروسته، د غزني ستراتیژیکه فتح به د طالبانو لپاره په سیاسي او نظامي ډګر کې ډېر ستر او بې ساری فاتحانه بدلون رامنځ ته کړي.” دشرم خبر ده. دوه زلى كندز او بيا فراه او بيا غزنى. نو كته سه شوه. 600 عسكر او 400 طالبان خو مره شول. سومره كندى او يتيمان مو به افغانى تولنه كى اضافه كرل. سومره فقر او بدبختى مو خلكو ته واروله. د هغو كندو او… نور لوستل »

Karwan
میلمه
Karwan

کريم خانه، خبري به ډيري نه اوږدوم، په دي مالي او ځاني زيان فکر کوم ۹۹ فيصده افغانان ډير خواشيني دي. مګر ۱ فيصدامريکائي غلامانو ته دا بي تفاوته ده چه څومره افغانان مري او بي کوره کيږي. هغوي چاندي انتخاب کړي ، په زور او بدماشي حکومت کوي. وطن مو اشغال دي او مذهب مو جدي دخطر سره مخ دي. دوطن ازادي بيدون د مالي او ځاني قربانيانو څخه ناممکين کار دي. ډير خلک په دالرو اخستل شوي او همداسي تبليغاتي خبري کوي لکه کريم خان! ورشه امريکائي ګوډاګيانوته دووايه، چه هغه امريکايان د مور لونډه ګان له افغانستانه… نور لوستل »

الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

فرهاد صاحب ! ستاسی له عینی حقایقو نغښتی لیکنی مننه او ستاینه کوم. زه به هم یو څه ورسره ور اضافه کړم او هغه داچه: مونږ انسانان د عبادت د پاره خلق شوی یو ، عبادت د ( د توحید او اطاعت ) مجموعی ته وایی یعنی که په دی د زړه له کوم باور او ایمان ولرو چه یو الله ج مونږ او ټول کاینات خلق کړی او زمونږ په ګډون هر څه د هغه مالکیت کی دی، نو د داسی ذات د اوامرو او نواهیو ( شریعت ) اطاعت کوو همدغه ته عبادت وایی یعنی د کوم د… نور لوستل »