په نړیوال جام کې له ماتې وروسته درې اسپانوي لوبغاړو فوټبال پريښود

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۳ زمری، ۱۳۹۷ل): د اسپانیا فوټبال لوبډله یو له تکړوو لوبډلو څخه شمېرل کیږي، په ۲۰۱۸م نړیوال جام چې په روسیه کې ترسره شو د پام وړ کارګردګي د مینوالو پر مخ وړاندې نه کړه او په دویم پړاو کې له سیالیو بهر شوه.

په نړیوال جام کې له ماتو وروسته د اسپانیا لوبډلې درې تکړه لوبغاړو استعفا ورکړه، له دوی څخه یو انډري انیېسټا و چې له نړیوال جام څخه مخکې يې د استعفا اعلان کړی و، خو په دغه جام کې ګډون یې وروستۍ لوبې وې.

۳۴ کلن انیېسټا د خپلې ملي لوبډلې سره په ۲۰۰۶م کال کې یوځای شو چې تر ۲۰۱۸م کال یې ۱۳۱ نړیوالې سیالۍ ترسره کړې او ۱۳ ګولونه یې ووهل، نوموړی د ملي لوبډلې او د بارسلونا کلب لوبډلې یو له منځني تکړه لوبغاړو او د ملا تیر په څېر و.

دویم د اسپانیا لوبډلې دفاعي لوبغاړی جیراډ پيکی دی چې په نړۍ کې یو له تکړه دفاعي لوبغاړو څخه شمېرل کیږي، نوموړي د اسپانوي کلب لوبډلې بارسلونا په بریاوو کې هم مهم رول لري.

۳۱ کلن پیکی په ۲۰۰۹م کال کې له اسپانیا ملي لوبډلې سره یوځای شو، ټولې یې ۱۰۲ نړیوالې سیالۍ ترسره کړي، نوموړی هاغه وخت هم د لوبډلې برخه و چې په ۲۰۱۰م کال کې يې د سویلي افریقا په کوربه توب د نړیوال جام اتلولي وګټله، او هم يې په ۲۰۱۲م کال کې دده په ګډون د اروپا جام اتلولي وګټله.

جیراډ پيکی په اسپانوي لوبډله کې یو متضاد لوبغاړی ګڼل کېده، ځکه چې نوموړی د اسپانيې نه د «کاتالونیکا» د ازادۍ ټولپوښتې څخه و، چې وخت ناوخته به د مینوالو لخوا په سپکو سپورو او خنداګانو بدرګه کېده.

نوموړي په خپلې مرکه کې د استعفا په اړه ویلي: له اسپانوۍ فوټبال ملي لوبډلې سره یې د خپل فوټبال په تاریخ کې تر ټولو ښه وخت تېر کړی؛ خو اوس دې ته لېواله دی چې ټول پام بارسلونا فوټبال کلب ته واړوي او له پاتې کلونو نه په یاد کلب کې پوره خوند واخلي.

درېیم لوبغاړی ډیویډ سیلوا دی چې تېره ورځ یې د ملي لوبډلې څخه د استعفا اعلان وکړ، نوموړی د مانچسټر سیټي او د اسپانیا لوبډلې منځنی تکړه لوبغاړی دی چې د خپلې ملي لوبډلې سره په ۲۰۰۶م کال کې یوځای شوی دی.

نوموړی د خپلې لوبډلې په هاغه وخت کې برخه و چې درې پرلپسې جامونه یې هېواد ته راوړل، په ۲۰۰۸م میلادي کې یې د اروپا جام،  ۲۰۱۰م کال کې نړیوال جام او په ۲۰۱۲م کال کې يې یو ځل بیا د اروپا جام خپل کړی و.

د یادونې وړ ده چې د اسپانیا لوبډله له ۲۰۱۸م نړیوال جام څخه وړاندې یو له غوره او خوښونکو لوبډلو څخه شمېرل کېده چې په نړیوال جام کې یې کارګردګي د نورو په پرتله کمزورې وه او روسیې لوبډلې ته په پري کوارټر فاینل کې ماتې وخوړه او له نړیوال جام څخه بهر شوه.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د