fbpx

ویرات کوهلي په یوه سیالۍ له لومړي مقام څخه دویم ته ښکته شو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۳ زمری، ۱۳۹۷ل): په نړۍ کې د سخت مزاج لرونکي لوبغاړی ویرات کوهلي د انګلستان پر وړاندې سیالۍ کې له سختې ماتې وروسته له لومړي مقام څخه دویم ته ښکته شو.

د هندوستان ټیسټ لوبډلې مشر ویرات کوهلي چې د انګلستان پر وړاندې په لومړۍ ټيسټ سیالۍ کې که څه هم لوبه کې ماتې وخوړه، خو په یوازې ځان ښه لوبه وکړه او خپل مسوولیت یې ادا کړ چې له استرالیاوي لوبغاړي سټیو سمیت څخه یې په ۹۳۴ نمبرو لرلو لومړی مقام نېولی و.

خو په دویمه سیالۍ کې بدبختانه نه هم ویرات کوهلي ښه وځلېد او نه یې لوبډله ښه وځلېده چې د یوې پاڼۍ او ۱۵۹ منډو په توپیر یې شرموونکې ماتې وخوړه چې نوموړی ۱۵ پواینټه شاته او دویم مقام ته ښکته شو، نوموړي په ۹۳۴ پواینټو درلودلو په کمه موده کې د هند یو شمېر ریکارډونه مات کړل خو یوازې لس ورځې یې دوام وکړ.

اوسمهال په نړیواله درجه بندۍ کې سټیو سمیت له ۹۲۹ پواینټونو سره چې له تېرو څو میاشتو راهیسې له سیالیو بهر دی او هیڅ کومه لوبه یې هم نه ده ترسره کړې لومړی، ویرات کوهلي له ۹۱۹ پواینټونو سره دویم او جویي رووټ درېیم مقام لري.

د یادونې وړ ده چې هند لوبډله د انګلستان لوبډلې پر وړاندې په تېرو دوه ټیسټ سیالیو کې سختې ماتې خوړلي، او په ځانګړي ډول د ویرات کوهلي په ګډون یې ستر توپوهونکي ناکام ثابت شوي دي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د