
روزګان: لسګونه محاصره عسکر وايي، طالبانو ته به وسلې پر ځمکه کېږدي
نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۳زمري، ۱۳۹۷ل): د روزګان په دهراود ولسوالۍ کې شاوخوا ۷۰ تنه چې د پولیسو په ګډون ډېری يې د اردو عسکر دي، طالبانو ته د تسلیمۍ لاسونه پورته کوي.
شمشاد د دې محاصره عسکرو له خولې وايي، چې که يې مرسته ونه شي، حاضر دي چې د تسلیمۍ لاسونه پورته کړي او ځان له وژلو خوندي وساتي.
د روزګان ځايي چارواکو په دې تړاو تر اوسه څه نه دي ویلي، خو وړاندې يې پخلی کړی و، چې دهراود کې د طالبانو جګړې زور اخیستی دی.
دا په داسې حال کې دی چې د فاریاب په غورماچ کې بشپړ نظامي کيمپ طالبانو نیولی او ګڼ عسکر ورته تسلیم شوي دي.
د فاریاب ځايي چارواکو منلې چې د غورماچ په چلګزي سیمه کې د نظامي کېمپ ۴۶ تنه عسکر طالبانو ته ژوندي په ګوتو ورغلي.
د ۲۰۹ شاهين قول اردو وياند محمد حنيف رضايي رسنیو ته ویلي چې له سختې جګړې وروسته ياد پوځي مركز وسله والو طالبانو ونيوه.
د نوموړي په خبره، د چينايانو په كمپ كې د ملي اردو ۷۰ سرتېرو شتون درلود، چې په وینا یې ۴۶ تنه يې له كمپه د وتو په حال کې طالبانو نيولي، خو په قرارګاه كې د پاتې ۲۶ سرتېرو د برخليك په اړه یې ناخبري ښودلي ده.
طالبان وايي دوی ته ۵۷ تنه تسلیم شوي او پر دې سربېره يې ۴۳ تنه وژلي او ۱۷ نور مرګوني ټپيان دي.
د شنونکو په باور په غزني کې د حکومت مصروفه کولو تر څنګ په نورو ولایتونو کې پراخ عملیات دا ښيي چې طالبانو سره ولسي همکاري د حکومت په پرتله څو چنده ډېره ده.