امنیتي کارپوهان: امنيتي ځواکونه د جګړې لپاره عقیده او روحیه نه لري

محمد ګل مجاهد

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۳زمري، ۱۳۹۷ل): په غزني، روزګان، فاریاب او پکتیا کې د امنیتي ځواکونو ډلې ډلې تسلیمي او جګړه‌ییزې بې وسۍ ګڼې پوښتنې را ولاړې کړې دي.

د امنیتي کارپوهانو په وینا د جګړې لپاره له معاش پرته یوې کلکې عقیدې او روحيې ته اړتیا ده، چې امنیتي ځواکونه يې نه لري.

د شمشاد تاوده بحثونه خپرونه کې، نظامي کارپوه غرزي خواخوږي وویل، امنیتي ځواکونه مو د عقیدې او وطن لپاره جګړه پر مخ نه وړي، بلکې د خپل معاش لپاره دنده پر مخ وړي.

غرزی خواخوږی

هغه وویل څوک چې د جګړې لپاره عقیده ولري، شاتګ نه پېژني او تسلیمي خو يې په پام کې هم نه ورګرځي، دا چې امنیتي ځواکونه دا دواړه کارونه کوي، علت يې دا دی چې مقابل لوری يې کلکه عقیده او باور لري.

په همدې بحث کې محمد ګل مجاهد هم ورته څرګندونې وکړې، د ده په وینا د طالب سرتېرو دا نیت دی چې امنیتي ځواکونه له پښو غورځولی شي، ځکه خو پر خپل ځان باور له لاسه نه ورکوي.

د ده په وینا تر دې لویه قرباني، زړورتیا او عقیده به چېرته وي، چې هغه پر ځان پورې بم تړي او خپل دښمن له منځه پرې وړي، خو موږ په امنیتي ځواکونو د داسې قربانۍ مثال نه لرو.

د خپرونې کوربه په ننګرهار کې د یو عسکر یادونه وکړه، چې ګواکې یو بمي بریدګر ته يې غېږه ورکړې ده، خو په ځواب کې يې غرزي خواخوږي وویل دا یو او استثنايي مثال دی.

طالبانو په پکتیا کې د ۱۸ تنو تسلیم شويو ویډیو خپره کړې، چې د دوی سرتېري ورته هرکلی وايي او ګلونه ور په غاړه کوي.

د روزګان په دهراود کې شاوخوا ۷۰ محاصره عسکرو شمشاد ته ویلي، چې که مرسته ور ونه رسېږي، تسلیم به شي.

د غزني په څو ورځنۍ جګړه کې په لومړیو دوو ورځو کې طالبانو د ۱۱۷ عسکرو د تسلیمۍ خبر ورکړ او تازه په فاریاب کې چارواکي وايي د سلو شاخوا عسکرو يې طالبانو ته وسلې پرځمکه اېښي، خو طالبان وايي ۵۷ تنه ورته تسلیم شوي او پوځي قرار ګاه يې نیولې.