fbpx

د رسول الله صلی الله علیه وسلم د خداى په امانۍ د حج د سفر کيسه

عبدالمالک همت

﴿ إِذَا جَاءَ نَصْرُ اللَّهِ وَالْفَتْحُ (1) وَرَأَيْتَ النَّاسَ يَدْخُلُونَ فِي دِينِ اللَّهِ أَفْوَاجًا (2) فَسَبِّحْ بِحَمْدِ رَبِّكَ وَاسْتَغْفِرْهُ إِنَّهُ كَانَ تَوَّابًا (3) ﴾ [ قرآن کريم، سورة النصر ].

ژباړه : كله چي د لوى څښتن مرسته راسي او برى درپه برخه سي، او ته اى پيغمبره ووينې چي خلك ډلي ډلي د لوى څښتن په دين كي داخليږي، نو د خپل رب د ثنا او ستايني سره د هغه پاکي بيان کړه، او له هغه څخه بخښنه وغواړه، بې شكه چي هغه ښه او ستر توبه قبلوونكى دى.

له روايتونو او تفسيرونو څخه څرګنديږي چي د دې سورت په نازلېدو سره لوى څښتن جل جلاله حضرت رسول اكرم صلی الله عليه وسلم  وپوهاوه چي تا په دې دنيا كي نور خپل در سپارل سوى كار پاى ته ورساوه او اوس نو ستا د آخرت د سفر وار دى.

كله چي د حضرت محمد صلی الله عليه وسلم د دعوت او تبليغ ستره دنده سرته ورسېده او د خداى تعالى” د الوهيت د اثبات “ او له هغه يوه خدايه پرته د نورو د الوهيت د نفي او د محمد رسول الله صلی الله عليه وسلم د رسالت پربنسټ د يوې نوي، سپېڅلي ټولني جوړښت را منځته سو، نو داسي ښكاري لكه چي غيبي ها تف د حضرت خاتم الانبياء صلی الله عليه وسلم په زړه او شعوركي دا احساس پيداكړى وي چي نور په دې نابوده دنيا ګۍ كي ستا د اوسېدلو شپې ورځي پاى ته نژدې سوي دي. ځكه نو هغه مبارك د هجرت په لسم كال، كله چي يې معاذ بن جبل رضي الله عنه د يمن والي وټاكى، هغه ته د هغه د تللو پر مهال د خبرو په ترڅ كي وويل :” ښايي ته زما سره تردې كال وروسته ونه وينې او ښايي بيا زما دې جومات او زما قبر ته راسې“. نو د دې خبرو په اورېدوسره حضرت معاذ بن جبل ډېر ډېر وژړل. بل روايت دى چي ام الموْمنين حضرت ام حبيبه رضي الله عنها وايي چي كله د ” النصر“ سورت نازل سو، نو حضرت محمد صلی الله عليه وسلم وويل چي دا كال زما د وفات كال دى. د دې خبري په اورېدو سره حضرت بي بي فاطمه رضي الله عنها په ژړا سوه. نو هغه مبارك ورته وويل زما له كورنۍ څخه به ته تر ټولو د مخه له ما سره يو ځاى سې. چي بيا د دې خبري په او رېدو سره هغې وخندل. بيا دغسي هم وسوه، بي بي فاطمه په يوه روايت د رسول الله صلی الله عليه وسلم تر وفات درې مياشتي او په بل روايت شپږ مياشتي وروسته وفات سوه.

رشتيا خو داده چي په دې توګه لوى څښتن غوښتي وه چي په خپل استازى صلی الله عليه وسلم د دغه د عوت ثمرې و ويني، كوم چي د هغه په لار كي يې ترشلوكالو زياته موده ډول ډول ستونزي او مشقتونه وګالل.

د دغه ستر او پرتمين حج بشپړه كيسه صحيح مسلم، ابو داود، نسايي، دارمي، ابن ماجه، ابن ابي شيبه، بزار او عبد بن حميد د امام جعفرصادق رضي الله عنه له خولې، د هغه د پلار امام محمد باقر رضي الله عنه څخه او هغه له حضرت جابر بن عبد الله رضي الله عنه څخه د يوه ستر، جامع او اوږده حديث په ترڅ كي روايت كړې ده، چي موږ يې د رسول الله صلی الله عليه وسلم د سفر د برخي ژباړه دلته راوړو. البته د دغه حديث په ځينو برخوكي مو څه د اړتيا وړ څرګندوني هم د ځينو كتابونو په تېره د الرحيق المختوم نومي کتاب څخه راوړي دي چي هغه مو د دې لپاره چي د حضرت جابر د اصلي حديث څخه  بيلي وښوول سي په لېنديو (قوسينو) كي ليكلي دي :

حضرت امام جعفر د خپل پلار له خولې وايي : موږ جابر بن عبد الله ته ورغلو، هغه زموږ څخه پوښتني وكړې، څو چي زما وار راورسېدى. ماورته وويل : زه محمد د علي زوى د حسين لمسى يم. نويې لاس زما سرته را وغځاوه او د ميني او شفقت له مخي يې زما د كميس لوړي او كښته تڼۍ خلاصي كړې، بيا يې لاس زما پرسينه كښېښود. په داسي حال كي چي زه دغه مهال ځوان هلك وم. بيايې راته وويل چي ښه راغلې اى زما وراره، څه چي دي زړه غواړي پوښتنه يې وكړه. نو ما پوښتنه ځني وكړه. البته دى په سترګو ړوند وو. كله چي د لمانځه وخت را ورسېد، نو دى په يوه جامه كي چي پرځان يې را پېچلې وه لمانځه ته ولاړ سو. دا جامه دونه كوچنۍ وه چي كله به يې اوږو ته كش كړه د لاندي خوا به ورپورته سوه او پټو يې څنګ ته پر يوه دَربلۍ ( سه پايه ) غوندي شي اېښى وو. نو يې موږ ته لمونځ راكړ. بيا ما ورته وويل چي د رسول الله د حج په هكله موړ ته خبررا كړه. هغه د لاس او نهو ګوتو په شمېره او اشاره وويل : رسول الله صلی الله عليه وسلم په مدينه منوره كي نهه كاله و اوسېدى او حج يې ونه كړ. بيا يې د هجرت په لسم كال خلكو ته اعلان وكړ چي رسول الله صلی الله عليه وسلم د حج كولو اراده كړې ده. نو ډېر وګړي مدينې منورې ته راغلل. ټولو غوښتل چي په رسول الله صلی الله عليه وسلم پسي اقتدا وكړي، او څنګه چي هغه صلی الله عليه وسلم كوي هغسي وكړي. هغه وو چي ( د سفر لپاره يې د شنبې په ورځ چي د ميانۍ څلور يا پنځه ورځي پاته وې، تياري ونيول. وېښتان يې ږمونځ او غوړكړل د هديي څارويو ته يي د هديي د نخښي ځانګړي پټۍ ور په غاړه كړې، د ماپښين لمونځ يې په مدينه كي څلور ركعته وكړ )، بيا موږ د هغه سره له مدينې څخه را ووتلو، څو چي ( ترمازديګر د مخه ) ذوالحليفې ته ورسېدو( هلته رسول الله صلی الله عليه وسلم واړول او د مازديګر لمونځ يې دوه ركعته سفريانه وكړ، او شپه يې هلته په ذوالحليفه كي تېره كړه ).

هلته د عميس لور اسماء، محمد بن ابو بكر الصديق وزېږاوه. نو اسماء رسول الله صلی الله عليه وسلم ته سړى ور واستاوه، چي څنګه وكړم ؟ رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته وويل :” غسل وكړه او د ويني ځاى په يوه ټوكره بند كړه او احرام وتړه “( بيا يې سهار صحابه ووته وويل : د شپې زما د څښتن له لوري  يو څوك راغى او ماته يې وويل : په دې مباركه ناوه كي لمونځ وكړه او ووايه چي عمره هم د حج په وخت كي ترسره كيږي، بخاري،  ۱۵۳۴حديث ). بيا يې په جومات كي لمونځ وكړ.( دغه لمونځ يې چي د ذوالحليفې په جومات كي وو، د احرام دوه ركعته سنت لمونځ وو. مرقات،۵/ ۴۲۴مخ ). خو د كيف حج النبي نومي كتاب په (۴۷) مخ كي وايي : د رسول الله صلی الله عليه وسلم دغه لمونځ پردې دلا لت نه كوي چي محرم دي دوه ركعته د احرام سنت وكړي، لكه چي ډېر وګړي دغه كاركوي. دا لمونځ رسول الله صلی الله عليه وسلم د مخه تردې چي احرام وتړي كړى دي، او لكه چي امام نووي رحمة الله عليه د مسلم په شرح كي ذكر كړي دي حسن بصري رحمة الله عليه ويلي دي چي دغه دوه ركعته د سهار لمونځ وو). بيا آنحضرت د ماپښين ترلمانځه د مخه د احرام لپاره غسل وكړ. وروسته بي بي عايشې د رسول الله صلی الله عليه وسلم پر بدن او سر په خپل لاس زريره ( هغه خوشبويي چي په پرېو للو له منځه ځي ) او په مشكو ګډه خوشبويي، ووهل، چي د دغي خوشبويۍ ځلا د هغه د سر او ږيري پر وېښتانو ښكارېده . خو هغه دغه خوشبويي پرې نه وله، بلكي پرې اېښې يې وه. بيا يې لنګ او څادر واغوستل ( احرام يې وتاړه ) د ماپښين لمونځ يې سفر يانه وكړ، بيايې پر مصلٰى باندي د حج او عمرې لپاره يو ځاى د احرام نيت وكړ او د ” لَبَّيْكَ “ آواز يې پورته كړ. بيا ( بهر راووت ) پرخپله اوښه ” قصواء “ سپور سو څو چي يې بيداء ته ورساوه ( بيداء هغي دښتي يا بيديا ته وايي چي څه نه وي پكښې او دغه بيداء د ذوالحليفې سره د يو ځاى نوم دى ). حضرت جابر وايي : ماچي وكتل چي سترګومي ليدل د رسول الله صلی الله عليه وسلم په مخكي پلي او سپاره روان وه . ښي لوري ته هم دغسي اوكيڼ لوري ته يي هم دغسي او شاته يې هم دغسي پلي اوسپاره روان ول، او رسول الله صلی الله عليه وسلم  زموږ په منځ كي روان وو. په داسي حال كي چي پر رسول الله صلی الله عليه وسلم قرآن نازلېدى او هغه يې په تاويل پوهېدى. نو څه چي به رسول الله صلی الله عليه وسلم كول، موږ به هم هغه كول. هغه په توحيد ويلو، ( لبيك ويلو) آواز پورته كړ :” لَبَّيْكَ اللَّهُمَّ لَبَّيْكَ لَا شَرِيكَ لَك لَبَّيْكَ إنَّ الْحَمْدَ وَالنِّعْمَۍ لَك وَالْمُلْكَ لَا شَرِيكَ لَك “.

( يعني : زه ستا د فرمان پلي كولو او ستا چوپړ ته حاضر او تيار ولاړ يم. لويه څښتنه ! ستا د فرمان پلي كولو او ستا چو پړ ته حاضر او تيار ولاړيم. ستا د فرمان پلي كولو او ستاچوپړ ته حاضر او تيار ولاړ يم، تا لره هيڅ شريك نسته، زه  ستا د فرمان پلي كولو او ستا چوپړته حاضر او تيار ولاړ يم، په رشتيا سره ټوله ثنا، صفت او نعمتونه تالره دي، او ټولواكي تالره ده، تالره شريك نسته ).

خلكو هم په دغه لبيك ويلو سره آوازونه پورته كړل. خو رسول الله صلی الله عليه وسلم په دې هكله څه  ترديد ښكاره نه كړ او دغه تلبيه يې همدغسي ويل.

جابر وايي : موږ بې له حجه د بل شي نيت نه وو كړى او د حج په مياشتو كي مو عمره نه پېژندل. څو چي د رسول الله صلی الله عليه وسلم سره ( پوره يوه اوونۍ وروسته د ماښام په لومړيو كي مكې ته ورسېدلو. رسول الله صلی الله عليه وسلم په ذي طوى كي تم سو، هلته يې شپه وكړه، د سهار تر لمانځه وروسته يې غسل وكړ، بيا سهار مكې ته ننووت. دا د يكشنبې ورځ د ذي الحجې څلورمه وه، پرلاري اته ورځي تيري سوې ). بيا جابر د رسول الله صلی الله عليه وسلم د ټول حج بهير بيان کړی دی. پای

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د