تورخم: افغان قومندان پاکستاني سیال ته، د اګسټ څوارلسمې په خوښۍ کې ډالۍ ورکړې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۳مه، ۱۳۹۷ل): تورخم کې د سرحدي ځواکونو افغان قومندان د پاکستاني پوځيانو ځايي قومندان ته د پاکستان د رامنځته کېدو د خوښۍ مبارکې او ډالۍ ورکړې ده.

مشهور پاکستاني ژورنالیست طاهر خان پخپله ټویټر پاڼه هغه تصویر خپور کړی، چې افغان قومندان پاکستاني سیال ته د وچې مېوې څو ډوله ډالۍ ورکوي.

د دې تصویر په اړه طاهرخان همدومره لیکلي، چې افغان ځايي قومندان خپل پاکستاني سیال ته د پاکستان د رامنځته کېدو د خوښۍ په کالیزه کې دا ډالۍ ورکړې ده.

پاکستان د اګسټ ۱۴مه، د خپلواکۍ ورځې په نامه پېژني، چې په ۱۹۴۷م کال په همدې ورځ د پاکستان خاوره له هنده بېله او د جلا حکومت اعلان يې وکړ.

دا په داسې حال کې دی چې لوړپوړي افغان چارواکي په غزني کې روانه جګړه هم د پاکستان په مرسته بولي او دعوه کوي چې د دې هېواد استخبارات پکې دخيل دي، چې طالبانو يې له کلونو راهیسې پرلپسې رد کړی دی.

دې تصویر په خواله رسنیو کې جالب غبرګونونه راپارولي او د افغان نظامي ځواکونو تر منځ يې د سیاسي نه همغږۍ، خپلسرۍ او د اړیکو د سستۍ په ډول تعبیر کړی دی.