مسلمانې خورې! اسلام تاته څه وایې !؟

لیکنه : امرالله عمران

مسلمانې خورې ! زموږ ډیرې هیلې په تاپورې تړلي ، چې ته به زموږ اینده نسل په اسلامي فکر روزې خو داچې دوخت دې بدلیدونکو حالاتو دغرب وحشي تمدن ګرمو څپو له ډیرو پړونې یووړل او د اسلامې تمدن دنګ منارونه یې راونړول او اسلامې دروند حجاب یې بې ارزښته کړو.

اې مسلمانې خوري ته خبره یې ! چې غربیان ستا د بدنامه ولو او بازار ته د راوستلو لپاره هر کال څومره پانګونه کوي څومره پروژې او پروګرامونه ستا د دروند او بې سیاله حجاب د لري کولواو ستا د بې لارې کولو لپاره نیول کیږي.

د بشري حقونو، د ښځې دحقونواو نورو… په دې تیرویستونکو شعارونو په وسیله غواړي ستا نه ستا مقام او منزلت واخلي ، غواړي ستانه ستا ابرو او عزت واخلې ، غواړي ستانه ستا هغه مسؤلیتونه او حقونه واخلي چې تاته یې ډیر لوړ منزلت دربښلی .

ته خبره یې! چې اسلام تاته څومره لوړ مقام ، درنښت ، اعزاز او کرامت درکړی؟ اسلام ته خور کړې ، هغه خور چې په هر وخت کې مسلمانانو ستا د ابرو ساتلو او دخپلې اسلامې وجیبې د ترسره کولو لپاره خپلې ککرۍ قربانې کړي خو ستا د ابرو ساتنه یې کړې .

هو! اسلام ته میرمنه کړې او دکور مسؤله یې وټاکلې او د ډیروزیاتو حقونو خاونده یې کړې، او له دې ټولو سره سره اسلام تاته لوړ اعزاز او درنښت درکړی چې بل چاته یې نه دې ورکړی، هغه دا چې ته یې مور کړې ، او جنتونه یې ستا دقدمنو لاندي کړي ، نو بس خورې کوم مقام چې اسلام تاته درکړی دهغې ساتنه وکړه.

غربیان غواړي دمساوات په نامه ستانه ستا حقونه واخلي او تانه د پیسو د ګټلو یو وسیله جوړه کړي ، تابه په تلویزون ، اخبار، نندارتونونو او یاهم په بې ارزښته توکو د بې حیا ښځو بربنډ انځورونه لیدلې وي، چې د بازار موندنې لپاره کارول کیږي ، ایا په رښتیا هم دښځو حقونه همدادې؟

ایا په رښتیا ښځه دومره بې ارزښته او بې حیثیته ده چې خلک دې دبازاري توکیو په څیر استعمال کړې، نو خورې غربیان تا همدې تمدن ته رابلل غواړي.

خورې ! اسلام درته وایې چې بې له ضرورته به له کوره نه اوځې ، سترګې به دې ښکته اچوې، د ځان او ناموس ساتنه به دې کوې .

الله تعالې فرمایې ( وَقَرْنَ فِي بُيُوتِكُنَّ وَلَا تَبَرَّجْنَ تَبَرُّجَ الْجَاهِلِيَّةِ الْأُولَى….. )

ژباړه : ((په خپل کورنو کې مېشتي اوسئ او دتېر جاهلي دور غوندي سینګار کړي بې ستره مه ګرځئ ……))

بل ځاې فرمایې : (( اې رسول الله صلې الله علیه وسلم خپلو بیبیانو، لورګانو او دمسلمانانو ښځو ته ووایه چې خپل څادرونه او ټکري په خپلو ځانونو باندي ښکته راواچوي ځکه دا کار ددې لامل کیږي چې له سریله او ککړو ښځو څخه جلا او وپیژندل شي او څوک تکلیف او ضرر ورته ورنه رسوې الله تعالې بښونکې او مهربانه دی .))

مسلمانې خورې ! اسلام درته وایې چې دبل چا سره به پټې یارانې نه جوړوې.

ژباړه : (( چې نه وې دغه ښځې چې په پټه توګه یارنه جوړه ونکې…. ))

خورې ! اسلام درته دجنت زیری درکوي ، ترڅو د خپل خاوند ناشکري دې ونه کړي غیبت ، چغلي ، مکر او فریب ونه کړې.

خورې ! اسلام درته وایې نامحرمو ته به نه ګورې، فاحشو مجالسوته به نه ځې هلته چې نارینه او ښځینه په یو ځای کې سره راټولیږي.

مسلمانې خورې ! اسلام درته وایې دخپل خاوند تابعداري دې وکړه دهغه بې له اجازې له کوره مه وځه دهغه دمال او امانت ساتنه وکړه، او رازونه یې بل چاته مه وایه.

مسلمانې خورې ! غربیان ستا دحقونو تیرویستونکې شعارچې ښځه او نارینه سره یو برابرحقونه لري ، په دی سره ستانه ستا هغه اسلامې مسؤلیتونه اخلې چې ته پرې سرلوړې یې ، په دې تیروستونکې شعارونو سره تا ددنیا او اخیرت د بدبختۍ سره مخ کول غواړي.

هغه چې اسلام درته وایې : دنارینو سره به ورته والی نه کوي ، په قواره کې به دهغوی سره ورته والې نه کوې خپلې( وریځې) به نه او باسې په جامو کې به دنارینه سر مشابهت او ورته والی نه کوی، داسې جامې به اغوندې چې نه ډیرې لنډې او نه ډیرې تنګې او نرۍ وي .

مسلمانې خورې ! تاپسې موږ ډیرې هیلې تړلي چې ته به په اسلامي فکر داسې نسل موږ ته وروزې چې هغه به ددین او وطن ساتنه کوي .

مسلمانې خورې ! دیو مسلمان په صفت درته زارۍ کوم چې زموږ هیلې له خاورو سره مه خاورې کوه ، داسې مجالسو ، ورکشاپونو او پروژو کې ګډون مه کوه هلته چې نارینه او ښځې ګډ سره راټولیږي ، هلته چې ته دیو وسیلې په توګه کاریږې او ستا هغه اسلامي حقونه دپښو لاندې کیږي. پاې

تبصرې (3)

  • بلی! دا منم چه په غربی فرهنګ کی د ښځی د ښځیتوب ارزښت تر پښو لاندی دی ، خو د بده مرغه هغه څه چه زموږ د هیواد ښځه ئې زغمی هم د منلو وړ نده.
    هغه ښځه هم د زړه سوی ده کومه چه په اقتصادی او کلتوری بازار کی مِنځی غوندی ګټه ترې اخیستل کیږی خو هغه ښځه هم د زړه سوی ده کومه چه زموږ غوندی ټولنو کی د ټولو خدای تعالی ورکړو حقوقو څخه په ظالمانه توګه بې برخی ساتله شوېده.

  • غلام حضرت وروره ! ستاسی له اظهاراتو معلومیږی چه څه ناڅه یا تر مونږ زیات اسلامی فهم او د اسلام سره مینه لری ، مګر دا ستونزه هم ورسره لری چه په لویدیز نظام او فرهنګ کی یادونه وشی تاسی شرقی کلچر ته اسلامی بڼه ورکوی او ورسره په تله کویي یی . یعنی پرتله کولو یی شعوری یا غیرشعوری د اسلامی فرهنګ سره مساوی او لا زیاتوۍ
    غلام حضرت صاحب ! د یو مسلمان ورور په حیثیت (چه ځان تر تاسی او ټولو مسلمانانو کم شمیرم ) درته وایم چه مونږ هم یو وخت ستا په شان شعوری یا غیرشعوری د شرقی استعمار په مقایسه مو له لویدیز استعمار لنګه کوله د کمونستانو سره به مو حتی جنګ هم کله کله کولو. خو کله چه د شرقی استعمار دوره تیره او اوس یی د لویدیز دحالی استعمار سره پرتله کوو شرقی استعمار راته حتی استعمار هم نه ښکاری او اوس خو ټول متعدد استعماری قدرتونه سره یوځآی شوی د دی په ځای چه د مستعمره هیوادو سره د بل استعمار په ضد لاس اړونه ولری یو بل ته کریدت ورکوی او لا استعماری لاسته راوړنی متناسبا سره ویشی.

    ستاسی خبره سمه ده چه په اوس وخت د ښځو حقوق نر لویدیز په اسلامی هیوادو کی ډیر د خاورو لاندی دی خو ځانله د ښځو حقوق نه د نارینه وو، ماشومانو،ځوانانو، بدایانو حتی د حیواناتو او نباتاتو حقوق هم د خاورو سره خاوری دی ، دا جه هر یو جلا جلا تشریح کوم تبصره به ډیره اوږده کړی زما مطلب دا چه اسلامی او دریمه نړی د دجالی استعمار د ښکار لاندی دی لمړی یی میده میده او بیا یی به ارامه خوری ، زمونږ د خلکو لکه د کرزی او غنی په شان بی ضمیره یی لمړی په ډیرو کړنو یرغمل نیولی او زمونږ خلک پری لمړی د فقر او پوهی له کجی ښکته او بیا یی استثمار او غلاموی یعنی زمونږ د زمکی لاندی او باندی زیرمی به په ډیره کمه بیه راباسی او خپلو هیوادو ته به یی انتقالوی ، د الهی نظام خبره چه مونږ کوو د همدی استثمار او غلامی د مخنیوی د پاره دی ځکه د لویدیز استعمار هڅی لمړی د الهی نظام د مخنیوی د پاره دی چه د بی عدالتیو له امله اوبه خړی او ماهیان ونیسی،
    دا ټولی ګډوډی چه زمونږ په هیواد یا اسلامی نړی کی روان دی د لویدیز په واسطه زیږول شوی او زیږول کیږی

  • ښاغلی بیانزی صاحب! سلام علیکم.
    زه بېله خدای پاک نه بل د هیچا څخه بېره او ترس او شرم نلرم البته د سالم انسان منطق ته همیشه تسلیم یم، د حق خبری ته نه تسلیمېدل د شیطان خاصه ده.
    بلی بیان صاحب! ستاسی فرموده هم تر ډېره سمه ده چه زموږ اصیل دین او فرهنګ د جِنّ پرستانو لخوا تر سخت تهاجم لاندی دی البته د جاهلو دوستانو په مرسته.
    امّا اصلی خبره:
    دا چه زه د خپل وطن د مظلومو ښځو د دفاع چیغی وهم دا به د غربی فرهنګ د تائید مانا ونلری بلکه دا به د یو مسلمان افغان دینی او انسانی او ملی مکلفیت وی چه د ښځو د مشروع حقوقو د دفاع بیرغ ورپوی، زه نه وایم چه زموږ ښځو ته دی دومره آزادی ورکړه شی چه په عام محضر کی ورقصیږی( خدای شاهد دی چه زه په تلویزیون کی د یوې افغانی ښځی د نڅا څخه بده کرکه لرم ځکه دا زموږ د فرهنګ خلاف عمل دی په ضمن کی دا زموږ د ټولنی د قشرونو د ژور توپیر یوه بدرنګه منظره ده چه مثلاً یوه ښځه ګدائی کوی او په څلور اتیا متری کی ئې بله ښځه نڅیږی) بلکه زه وایم چه حد اقل هغه حقوق چه خدای او رسول ورکړیدی او متأسفانه زموږ د پښتنی ځینو غلطو دودونو په تورو وریځو کی پوښلی دی باید اِعاده شی، په والله قسم چه زموږ نرانو غاړی د ښځو د حقوقو په ضیاع بندی دی.
    ګوره وروره! د اسلام د دښمنانو پر سترګو شیطانی توره پرده غوړېدلې ده او اسلام د بشر د حقوقو د سلب او ضیاع په تور تورنوی خو د شیطان زامن لدې ناخبره دی یا ځانونه ناخبره اچوی چه:
    په اسلام کی کبیره ګناهونه ۱۵-۲۰ مورده ذکر شویدی، پدې پنځلسو شلو کبیره ګناهونو کی اویا اتیا فیصده د حق العبد د ضیاع په هکله دی، غلا،رشوت،اختلاس،احتکار،غیبت،بهتان،قتل،افتراء،استهزاء،د همسایه او والدینو بی احترامی،د صلۀ رحم غوڅېدهاو... دا ټول کبیره ګناهونه دی چه د بل انسان د حقوقو د اتلاف سره مستقیمه اړیکه لری اصلاً دا یو عقیدتی اصل دی لکه څنګه چه علماء وائی خدای تر خپل حق تېرېږی خو د بنده تر حق نه تېرېږی، دا څومره عادل خدای دی چه د بنده حساب له بنده سره کوی آیا دا کار انسان ته د کرامت په مانا ندی؟ مسلَماً چه همداسی ده.کله چه الله سبحانه و تعالی خپل بنده ته دومره ارزښت ورکوی چه حتی خپل د کرم دروازه د هغه چا پر مخ تړی کوم چه د خپل ورور یا خور حقوق تر پښو لاندی کوی نو خپله قیاس وکه چه د انسان حقوق څومره مهم دی، هغه څوک چه د خپل ورور مال او عزت او نفس ته په سپکه وګوری هغه ته به په سپکه وکتل شی. په هر حال خبره رانه اوږده شوه، میراث، د علم د زده کړی امکانات برابرول، د مېړه د انتخاب حق یا حد اقل د منفی جواب اورېدو ته احترام او د اجباری نکاح نه تر سره کول دا زموږ د ټولنی د ښځو د حقوقو ډېره وړوکې برخه ده خو حتی موږ دې وړوکو حقوقو ته د درناوی قدرت لا په ځان کی نه وینو چه دا زموږ د ایمانونو د ضعف او کمزورتیا نښه ده.ما لیدلی دی دا ناوړه کړنی د ښځو په وړاندی یا می اورېدلی دی دا د انکار یا احمقانه توجیه وړ ندی. زه هغه مُلا ته حیران یم چه د ذکاة د ورکړی چیغی وهی خو خپلو مقتدیانو ته دا نه وائي چه هلکو خپلی ښځی او خوندی مو له میراث څخه مه محرومی کوی یا مو د کور پېغلانی یا کونډیانی د کراهت او زور او عدم رضائیت له لیاری فلانی ته په نکاح مه بخښی او د علم د زده کړی څخه ئې بې برخی مه ساتی دا کار حرام دی دا پر حق العبد باندی ښکاره تجاوز دی. قسم دی هغه د اور سوټی خو ددې مُلا په تنګ سُپ ور ومنډل سی د بیدو مقتدیانو په شمول چه نور دوږخیان به ئې د چیغو او اخ څخه په تنګ شی. حوصله خلاصه شوه.مننه