fbpx

تَـرنُّمْ

شاعر: عبدالقدوس فاتح

څومــره خـوږ شـي انتظـــــــار او تـرنم
چـې يوځـــای شي نـوم د يــــار او تـرنم

دګلاب ښايسته خولګۍ به خود موسکيږي
مسـت بلبـل دی ، مسـت بهــــار او تـرنم

دا غمـــونه ، دغه ويــر او ستـا خنـــداوې
مـــزه نکـــا ګــــرد غُبـــــــار او تـرنم

لـري زور د جنـګ ډګـر کښې تکـــبيرونه
بـل د تـــــورو شرنګهــــــــار او تـرنم

ستـا په شونـډو بيا بېل خونـد کوي جانانه
دا بيــا روح دی او قـــــــــــرار او تـرنم

څوک مَـيَنه شپيلۍ نه وهي په شپـه کښې
نـه کـوي د ستـــورو شمــــــار او تـرنم

کيــفيتونه کـړي نَڅــا چـې سره ګـډ شي
د فاتـح خـــــواږه أشعـــــــــار او تـرنم

پای.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د