fbpx

بندیان د ترحم مستحقین دي

مولوی فضل ربی (کوه صافي وال)

اسلام هغه مقدس ، مبارک او پاک دین دی چې که انسان په هغه باندې عمل وکوي نو په دنیا او آخرت کې د انسان د نیکبختي سبب ګرځي او داسې یوه جامعه به را مینځ ته شي چې له هېڅ لوري به نه ورباندې اعتراض وي او نه به د چا حقوق تر پښو لاندې کیږي ، د ژوند په هر اړخ کې د امن غوښتونکی دین او د ژوند هر اړخیز قانون دی د هغه وخت خبره ده چې مسلمانان ډېر په کمزوری حالت کې وو او کفارو ټوله دنیا نیولې وه پدې وخت کې څه کسان د رسول الله صلی الله علیه وسلم تر لاس لاندې د اسیرانو (بندیانو) په شکل کې د بدر د غزا نه وروسته راغلل رسول الله صلی الله علیه وسلم ټولو مجاهدینو ته اعلان وکولو استوصوا بهم خيراً (له بندیانو سره ښه رویه کوئ) داسې یې ورته ونه ویل چې ټینګ ټینګ یې وتړئ ، خوراک مه ورکوئ ، ذلیل یې کړئ ځکه دوی هغه کسان وو چې ددې لپاره راغلي وو چې اسلام ختم کړي بلکه ورته یې وویل له دوی سره ښه رویه وکوئ .

مسلمانانو څه وکول؟

ابو عزيز بن عمير د حضرت مصعب ابن عمیر رضی الله عنه ورور وو هغه وایی : زه د بدر په بندیانو کې وم کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم اعلان وکولو چې له بندیانو سره ښه رویه کوئ نو زه د انصارو له یوې ډلې سره وم کله به چې هغوی ډوډۍ خوړه نو خپله به یې خورماوې خوړې او ماته به یې څه ډوډۍ راپیدا کړه (او خورماوې ډېرې وې ډوډۍ ډېره کمه وه هغه به یې خپله نه خوړه ماته به یې راکړه) ځکه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم دوی ته امر کړی وو چې له بندیانو سره باید ښه رویه وکوي چې کله به دوی ډوډۍ پیدا کړه هغه به یې ماته راوړه زه به شرمېدم بېرته به مې ورکړه چې زه یې نه خورم هغه به بیا ماته ټینګ شو او بېرته به یې راکړه .

د مسلمانانو لپاره اوس هم د رسول الله صلی الله علیه وسلم هدایات او لارښونې د هرې لارې چراغ دی تاریخ پدې ګواه دی چې کله هم مسلمانانو مجاهدینو د څه وخت لپاره کوم کس په بند کې ساتلی تر خلاصېدو وروسته هغه اسلام ته مائل شوی دی ، هغه د مسلمانانو له اخلاقو متاثر شوی دی ، هغه پداسې حال کې د مسلمانانو له قید نه خلاص شوی دی چې هغه له مسلمانانو راضی وي ، ددې امله اکثر هغه کسان چې له مسلمانانو سره یې په بندي خانه کې وخت تېر کړی وي هغوی مسلمانان شوي دي تاریخ په ماضی بعید او قریب کې د داسې ډېرو پېښو شاهد دی او ترڅو چې مسلمانان د رسول الله صلی الله علیه وسلم په کړنو عمل کوي همېش به همداسې کیږي .

ددې په عکس کفار چې له یوه اړخه د حقوق بشر دعوه کوي ، له بله پلوه په نړی واله سطحه باندې د بندیانو په هکله د جنیوا تړون لري چې په په ١٢ / اګست /١٩٤٩ کې په جنیوا کې تصویب او لاسلیک شوی دی ټولو ملکونو د خپلو استازو په لاسلیک سره د هغه عملي کول په ځان لازم کړي دي خو چې کله مسلمانان له دوی سره بندیان شي نو بیا هغه قانون هم نه مني د مثال په ډول د پورته یاد شوي قانون یوه ماده ده :

ديارلسمه ماده

بايد له جنګي قيديانو سره په هر وخت کې انساني چلند وشي او اجازه نشته چې قيد کوونکى کوم داسې ناروا فعل او بې پرواهي وکړي چې د کوم قيدي د مرګ یا ناروغي لامل وګرځي او که چېرته داسې وشي نو دا به ددې تړون ماتول ګڼل کيږي چې هېچاته يې اجازه نشته په خاصه توګه منع ده چې کوم جنګي قيدي د بدني بدرنګ کولو ښکار شي او يا د کومې طبي آزموينې لپاره استعمال کړل شي يا ورباندې کومه علمي او سائنسي تجربه وکول شي دا چې په هر ډول وي که د قيدي د علاج په موخه وي خو چې قيدي ته پکې فايده نه وي دا کار په سختي سره منع دى .

د جنګي قيدي ساتنه په هروخت کې لازمه ده په خاصه توګه هغه بايد له تهديد ، سخت دريزي ، ښکنځلو او د تماش بينو له کتلو بايد وساتل شي او له قيديانو څخه د انتقام اخيستل او په هغوى باندې خپله غصه سړول هم سخت منع دي . (د دیارلسمې مادې پای)

څوارلسمه ماده

جنګي قيديان په هر وخت کې ددې حق لري چې د هغوى د شخصيت قدر وشي او د دوى انسانيت ته بايد احترام وشي .

له ښځينه قيديانو سره بايد د هغوى د جنس سره مناسب احترام او چلند وشي او په رويه کې بايد له سړيو څخه ښکته ونه ګڼل شي جنګي قيديان خپل اهليت او حقوق لري کله چې ونيول شي او قيد کوونکى حق نلري قيديان له خپلو اهلي او مدني حقونو څخه منع کړي مګر په دومره اندازه يې منع کولى شي چې قيد اجازه ورکوي . (د څوارلسمې مادې پای).

نو په دې ورځو کې چې په پل چرخې کې څه زندایان په تکلیف کې دي هغوی د خپل مسلم حق غوښتلو لپاره مبارزه کوي نو که چېرته مونږ په اسلامي قانون باندې عمل کوو نو په اسلام کې هم د یو قیدی حقوق خوندي دي او که چېرته په قانون باندې عمل کوو نو د جنیوا تړون له مونږ سره پروت دی چې په مختلفو ژبو ترجمه شوی دی او هرڅوک ورباندې پوهیږي چې په هغه کې هم د یوه بندي ټول حقونه یاد کړل شوي دي او خوندي دي نو بیا باید د هغه له مخې ورسره چلند وکوو نو اوس د اسلام او قانون په مینځ کې دا زمونږ په بندی خانو کې دا بندیان ولې له خپلو مسلمو حقونو څخه محروم دي؟

نو مونږ څرنګه چې اسلامي دولت یو نو باید د اسلامی شریعت په رڼا کې ټولو بندیانو ته اجازه ورکړو چې له خپلو حقونو څخه برخه من شي او که چېرته د بندیانو په هکله د جنیوا په تړون عمل کوو نو باید هغه ته مخه کړو که هر یو ته مخه کړو نو مشکل به حل شي .

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د