fbpx

د غزني نیولو کې دطالبانو ګټې

میوند سادات

طالب ځواکونه په یوفوق العاده مارش سره د عروس البلاد تخت ته پورته شول.،په عروس البلاد کې یې ټول  پوځي مرکزونه، ملکي ادارې،حوزې، محبس او….. لاندي او تصفیه کړل، دغزني نیول په مختلفو لحاظونو ستراتیژیک اهمیت لري، دغزني نیول چې دطالبانو لپاره څومره لویه بریا ده، دیرغلګرو او حکومت لپاره تر همدې ډيره زیاته شرمندګي او دپزې پرېکیده دي.

طالبانو دجګړې په اوج کې دبخښنې غیږ هم پرانستې ده، د دښمن په لیکو کې شاملو ملکي او پوځي منسوبینو ته یې دعفوې اعلان وکړ او تکرارا یې وویل چې کوم عسکر وسله کښېږدي، سر اومال به یې محفوظ وي. له همدې فرصت څخه په ګټه اخیستنه یوازي پرون تر ۱۰۰ ډیر عسکر طالبانو ته تسلیم شول.

دطالبانو همدې موقف هم دوی او هم تسلیم شوو کسانو ته ډيره ګټه کړې، کوم ځای به چې طالبانو په زور فتحه کاوه، نو هم به یې بشري او تسلیحاتي قوه پکې مصرف شوه او هم به یې ټاکلو اهدافو ته په ځنډ ځان رساوه، خو له شفقت او عواطفو څخه د مالامال پالیسۍ په مټ یې له یوې خوا په کمو مصارفو تر خپلو اهدافو ځان ورساوه، له بلې خوا یې خپل هیوادوال له یرغلګرو کفارو سره د ملګرتیا له مرګه وژغورل. تسلیم شوو کسانو بیا دا لویې ګټې ترلاسه کړې، چې  خپل سر یې وساته او خپل بچیان یې د اشغالګرو  په چوپړ کې دمرګ له پیغوره وژغورل.

د طالبانو لپاره دغزني دسقوط پوځي ګټه:

غزني دمرکزي ولایتونو څخه هغه ولایت دی چې پر جیو ستراتیژیک ارزښت یې سترګې نشي پټېدلای،دکابل- کندهار  لویه لار پرې تېره شوې،دپکتیکا، میدان وردګ،ارزګان، دایکنډي، زابل او حتی دکابل د سقوط لپاره دتوپ دتختې کار ځني اخیستل کیدای شي.دغزني په سقوط سره طالبانو دومره وسلې او وسایط ترلاسه کړل چې  په همدې ولایت او ورڅېرمه ولایتونو کې کلونه دښمن پرې  ټکولای شي.

طالبانو ته دغزني د نیولو سیاسي ګټه:

په معاصره نړۍ کې سیاسي لاس برتیا په پوځي ځواک او اقتصادي قوت پوري تړلې ده،دنړۍ او سیمې هیوادونه به دغزني د نیولو سره دطالبانو په اړه په خپل دریځ باندي هرو مرو بیا کتنه کوي،یرغلګر او کابل حکومت بیابیا داهڅه کوي چې طالبان یوه یاغي او د پردیو له لوري یو استخدام شوې ډله معرفي کړي،خو دافغانستان پر ۷۰ سلنه دطالبانو تسلط او په ځانګړې توګه دغزني غوندي مهم ولایت فتحه کول او په شمال کې دداعش سرکوبي دطالبانو په اړه منفي ذهنیت تر ډيره نفي کوي. همدا اوس په سیمه اونړۍ کې داسي پیاوړي هیوادونه شته چې طالبانو ته دافغانستان د باالقوه رهبرۍ په سترګه ګوري او خپلمنځي  سیاسي تعامل یې په همدې سطحه دی. په دې کې د طالبانو دشهید رهبر منصور صاحب رول  ډیر جوت دی، دنوموړی  دمشرۍ په وخت کې طالبانوله ډیرو هیوادنو سره اړیکي ټینګ کړل او دافغانستان داشغال په اړه نړیواله اجماع یې ړنګه کړه.وروسته ډیرو هیوادونو اعتراف وکړ چې طالبان  دیو پراخ ولسي خوځښت نوم دی.

د غزني سقوط دطالبانو مورال لا ډير قوي کړ:

طالبانو په تش لاس له مجهزو عسکرو سره داسي جګړه وکړه چې دښمن یې ګام پر ګام پسې واخیست او بالاخره یې دغزني ښار  دغوڅ اکثریت پرېښودلو ته اړایست. طالبانو پرغزني له حملې وروسته په دایکنډي،میدان وردګ او نورو سیمو کې هم ډيرې سوبې ترلاسه کړې،په درځنونو کمانډویې عسکر، پولیس او اربکیان یې ژوندي ونیول. دطالبانو روحیات دومره قوي شوي چې له مځکې او هوا پرې دبمونو او راکټونو باران وي،خو دوی خپلو بریدونو او پرمختګونو ته داسي دوام ورکوي لکه ګلونه چې پرې شیندل کیږي.

دطالبانو امکانات داشغالګرو او حکومت په پرتله د نشت حساب دی،دطالبانو پیاوړې وسلې لاسي ټوپک او داوږې له سر څخه ویشتونکي ار، پي، جي راکټ او ۸۲ ملي متري توپ دي،خو مقابل طرف له شوبلو، ټانګونو، چورلکو، جیټ او ډرون څخه بې دریغه استفاده کوي.

دطالبانو او مقابل اړخ دامکاناتو تر منځ ددومره لوی واټن سربیره طالبان ولي برلاسي دي؟. افغانستان کې دروانې جګړې داصل او انګیزې په اړه ډيری شنونکي  له واقعیتونو څخه څنګ ته کیږي،داصل پر ځای فرع  پسې منډې وهي او بیا دهمدې فروعاتو په هیاهوی کې دروانې معضلې حل راباسي!!.دلته تر ټولو مهمه خبره داده چې دطالبانو  دمقاومت اصل په ماده پوري غوټه نه دی، واقعیت دادی چې دطالبانو روان مقاومت کاملا معنوي ریښې لري. که څوک یې دمنلو جرئت کوي او یا په عارفانه تجاهل سره دخلګو په سترګو کې خاورې اچوي، خوښه یې چې دې دوو کې کومه یوه غوره کوي.

دې وروستیو کې طالبان په نظامي او سیاسي ډګرونو کې خورا ځلیدلي، دې چارې ولس ته ډاډ ورکړی چې دیرغلګرو له وتلو وروسته به دنویمې لسیزې ناخوالې نه تکراریږي. ځکه خلا به نه رامنځته کیږي،نو چې تشه رامنځته نشي دګډوډیو احمتال به ډير کم وي.

د طالبانو وروستیو جګړییزو تکتیکونو یرغلګر او حکومت ګنګس کړي، نه پوهیږي چې څه وکړي او څه ووایې،دخپل بربنډ شکست دپټولو په موخه داسي عجیبې او غریبې کړنې او خبرې کوي چې ضعف او سربدالي یې له لیري  معلومیږي. د طالبانو له اوچت مورال او موفقو تکتیکونو څخه اټکل کیدای شي چې لوی ښارونه  نیولی او ساتلی شي او له دښمن سره په مختلفو جبهو کې جنګیدلی شي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د