fbpx

د کاڼي کرښې (لنډ حدیثونه – آتلسمه برخه)

مولوی فضل ربی (کوه صافی وال)

۱. الشُّهَدَاءُ خَمْسَةٌ الْمَطْعُونُ وَالْمَبْطُونُ وَالْغَرِيقُ وَصَاحِبُ الْهَدْمِ وَالشَّهِيدُ فِي سَبِيلِ اللَّهِ. صحیح البخاري

ترجمه : شهیدان پنځه دي . هغه چې په وبا بیماري مړ شي . هغه چې د ګېډې په مرض (اسهال) مړ شي ۳. هغه چې په اوبو کې غرق شي او مړ شي ۴. هغه چې کوم ځای ورباندې را ړنګ شي او مړ شي ۵. او هغه چې د الله تعالی په لاره کې شهید شي.

۲.انما أهلك الذين قبلكم أنهم كانوا اذا سرق فيهم الشريف تركوه واذا سرق فيهم الضعيف أقاموا عليه الحد .صحيح مسلم

ترجمه : بېشکه لتاسې نه وړاندې کسان دې خبرې هلاک کړل چې په هغوی کې به کوم نېک (لوی او د مخې خاوند ) کس غلا وکوله نو هغه به یې پرېښود او کله به چې کوم کمزوري سړي پکې غلا وکوله نو په هغه باندې به یې حد جاري کړ .

۳. سَوُّوا صُفُوفَكُمْ فَإِنَّ تَسْوِيَةَ الصُّفُوفِ مِنْ إِقَامَةِ الصَّلَاةِ. صحیح البخاري

ترجمه : خپل صفونه سیده کوئ ځکه د صفونو سیده کول د مانځه حصه ده .

۴. شَرُّ الطَّعَامِ طَعَامُ الْوَلِيمَةِ يُدْعَى لَهَا الْأَغْنِيَاءُ وَيُتْرَكُ الْفُقَرَاءُ. صحیح البخاري

ترجمه : بد خوراک د هغه ولیمې دی چې مالداران ورته را غوښتل کیږي او فقیران پرېښودل کیږي.

۵. اني أخاف عليكم فيما تعلمون ولكن انظروا كيف تعملون فيما تعلمون .كنز العمال

ترجمه : بېشکه زه په تاسې باندې په هغه څه کې ډاریږم چې تاسې یې کوئ تاسې وګورئ چې تاسې څنګه عمل کوي په هغه څه کې چې تاسې ورباندې پوهېږئ .

۶. السَّاعِي عَلَى الْأَرْمَلَةِ وَالْمِسْكِينِ كَالْمُجَاهِدِ فِي سَبِيلِ اللَّهِ. صحیح البخاري

ترجمه : هغه چې د کونډو او مسکینانو د حاجتونو د پوره کولو لپاره کوښښ کوي داسې دی لکه د الله تعالی په لاره کې جهاد کوونکی.

۷. سَمِّ اللَّهَ وَكُلْ مِمَّا يَلِيكَ. صحیح البخاري

ترجمه :د خوراک په شروع کې بسم الله وایه او له هغه ځایه خوراک کوه چې ستا په طرف کې وي.

۸. خَيْرُكُمْ مَنْ تَعَلَّمَ الْقُرْآنَ وَعَلَّمَهُ. صحیح البخاري

ترجمه : په تاسې کې غوره کسان هغه دي چې قرآن کریم یې زده کړی وي او نورو ته یې ور وښيي.

۹. اول ما يحاسب به العبد الصلاة .سنن النسائي

ترجمه : اول هغه شی چې له بنده سره به یې حساب کیږي هغه مونځ دی .

۱۰. رِبَاطُ يَوْمٍ فِي سَبِيلِ اللَّهِ خَيْرٌ مِنْ الدُّنْيَا وَمَا عَلَيْهَا. صحیح البخاري

ترجمه : د الله تعالی په لاره کې یوه ورځ پهره کول له ټولو دنیا او له هغه شي نه غوره دي چې په دنیا باندې دي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د