fbpx

حق څنګه وپيژنم او له څه يې زده کړم؟

ليکنه : محمد الفاتح

ښه مې په یاد دي ، د طالبۍ په لومړیو کلونو کې به استاد د درس په منځ کې دا خبره ډيره تکراروله : (تُعرف الأشیاءُ باضداده)

ژباړه : هر څيز د خپل ضد له رویه پيژندل کیږي ، ښه له بد ، خوږ له تریخ ، ګرم له یخ او صحت له مرض څخه پيژندل کیږي .

په ټوله کې د مسلمانانو په ټولنو کې حقپال او ريښتونی قشر له علماء کرامو ، طلباؤ ، با احساسه محصلینو او تنکيو حافظانو څخه تشکیلیږي او د بد قشر جوړښت بیا له لوطي ، زاني ، غل ، غاصب ، جابر ، خاین او جاسوس څخه کیږي ، د افغانستان اوسنۍ او پخوانۍ ټولنې که تر نظر تیرې کړو ، په هر وخت او هر ځای کې ولس د عالم او حقپال تر شاه دریدلی ، لاس يې ورکړی او په حق پورته کېدونکې نعره يې ورسره بدرګه کړې ، کله چې علماؤ د انګریزانو په ضد قیام وکړ ټول ولس يې تر شاه ودرید او بېشمېره داسې نورې بيلګې وجود لري .

که د حق او باطل له هيندارې څځه د افغانستان اوسنۍ جګړې ته له سیاست څخه لرې سپين ږیري او د هیواد له ريښتوني تاريخ څخه ناخبر جذباتي ځوانان ګوري شايد ډيرو ته حق باطل او باطل حق ښکاره شي ، ځکه یو لوری د ځان ښودنې ، تبلیغاتو ، شهرت او په ټوله کې داسې وسیلې لري چې ريښتوني واقعیت ته د دروغو پوښ ور اغوستلی شي او بل لوری بیا دې ته نه پريښودل کیږي چې هدف ، غوښتنې او بریا يې د ولس تر غوږونو ورورسیږي .

د افغانستان د جګړې کوم لوري حق او حقپال مبارز دی ؟

1. د افغانستان په اوسنۍ جګړه کې له یو لوري د ولس په ځيرو/وظیفو را زلمی شوی او د ولس په غیږ کې تربیه شوی عالم/طالب ولاړ دی ، بل لور ته مقابل يې له انساني تمدن او تهذیب څخه لرې په داسې ټولنه کې زلمی شوی او تربیه شوی کس ولاړ دی چې د ولس له فرهنګ ، عنعناتو او دین څخه لرې ساتل شوی .

2. د افغانستان د اوسنۍ جګړې د یو لوري قیام په دې سبب شوی چې هیواد خپلسرو ټوپکیانو په سر اخیستی ؤ ، د ولس عزت او مال خوندي نه ؤ او په زور او قوت له تعلیم او پوهې څخه لرې له یو تنکي هلک څخه د جنسي غريزې د سړولو په موخه استفاده کیده ان تر دې چې د ولس په وړاندې ودیدل او نکاح ورسره کیده ، خو د بل لوری د رهبریت له مرکز څخه په سپين ږیري جنسي تیری کیږي ، د شرابو محفلونه ، د عیاشۍ او عریانۍ مرکزونه ، د ساز او سرود کنسرتونه ، د بچه بازۍ او د هلکانو د رقص مجلسونه د دوی د اعلی او ادنا عسکر په چرسو او چيغو ګرم وي .

3. د افغانستان د جګړې د یو لوري د رأس او رهبریت تشکیل له شيوخو ، مفتیانو ، ديني علماء کرامو ، ځوريدلو او شړل شوو مهاجرو او صالحو ځوانانو څخه شوی ، خو د بل لوري جوړښت يې له دهري کمونیستانو څخه شوی څوک چې د ټولو مخلوقاتو خالق الله تعالی (العیاذ بالله) نه مني ، ځمکې ، مالونه او ښځې د انسانانو تر منځ شريکې بولي او غواړي چې انسانان یو ځنګلي او حیواني ژوند وکړي . همدغه راز د دوهم لوري په رأس کې يې ديموکراتان ، سیکولران او افغان ملتیان وجود لري ، دوی هم نه په الله باور لري ، نه د الله په رسول او نه د الله په کتاب ، د الله په ځای د قومیت او نژاد بندګي کوي ، قوانین او دستورونه يې د پليتې ديموکراسۍ او تحریف شوي قاتل عیسویت له منبره صادریږي ، د اسلامي تهذیب او اخلاقي ارزښتونو سرسخته دښمنان دي او غواړي ولس غلام او په شتمنیو يې دوی خيټه واچوي .

4. د افغانستان د اوسنۍ جګړې د یو لوری قیام د هغه ځوریدلي ، کړیدلي او مهاجر پلار بچي کړی د چا چې انساني حقوق تر پښو لاندې شوي ، ځمکې يې غصب شوې ، شتمنۍ او کورنۍ يې په اوبو لاهو شوې؛ خو د بل لوري په رأس او رهبریت کې هغه کمونستان وجود لري چاچې زموږ ولس له يوې لسيزې زيات د وينو په درياب کې ولمباوه، د ولس لکونه فرزندان يې ژوندي تر خاورو لاندې کړل ، مليونونه يې په شهادت ورسول ، مليونونه يې معيوب کړل او مليونونه يې د خپل هيواد پريښودو ته مجبور کړل چې تر ننه د مظلوميت او دربدرۍ ورځې شپې تيروي او همدغه راز هغه دیموکراتان ، سیکولران او افغان ملتیان دي چا چې صلیب ته سر ټيټ کړ ، صلیب ته يې په ګران هيواد د یرغل بلنه ورکړه ، له صلیب سره د افغان ولس په وژلو کې اوږه په اوږه په یو سنګر کې ودریدل او اوولس کاله يې د افغانانو په عزت ، انساني کرامت او ارزښت ملنډې ووهلې .

د دې ټولو حقایقو له درک څخه وروسته څه ته حق ووایم ، چاته حق ووایم ، په کوم علت حق ووایم ، د حق په اړه د چا خبره واورم ، څوک اطمینان راکړي ، څوک د ولس دوست وبولم ، څوک خواخوږی او څوک دښمن ؟؟!!

آیا د حق او د جګړې د مشروعیت په تړاو د امتیازاتو ، پيسو ، عیش او چوکۍ په بدل د اخیستل شوي عالم خبره سمه وبولم ؟ پای

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د