کابل: د امریکايي پوهنتون مشر د بندي استادانو د خلاصون غوښتنه وکړه / ویډیو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۳زمري، ۱۳۹۷ل): په کابل کې د امریکايي پوهنتون د انګریزي ژبي دوه استادانو دوه کاله د طالبانو په بند کې پوره شول خو تر اوسه یې د برخلیک په اړه هیڅ معلومات نشته.

په کابل کې د امریکايي پوهنتون مشر کینیت هولاند پر خپل فیسبوک پاڼه د استادانو د برمته کېدو په دویمه کلیزه باندي د هغوی د خوشې کیدو غوښتنه وکړه او وې ویل چې د هغوی برمته کوونکي زمونږ څخه په بدل کې د سیاسي بندیانو غوښتنه کوي څوک چې د کابل حکومت سره بندیان دي.

د امریکايي پوهنتون دوه تنه استادان هر یو کیوین کینګ او تیموتي جان ویکس د کال ۲۰۱۶ اکست میاشتې پر ۷مه نیټه د کابل څخه وتښتول شول، ددوی تښتونکي وخت په وخت ویډیوګاني نشروي او ټینګار کوي چې امریکا باید د هغوی د خلاصون او تبادلې لپاره ورسره مذاکرات وکړي.

د امریکايي پوهنتون د تښتول شویو بندیانو دوه کاله وروسته داسي مهال را برسېره کیږي چې د کابل په پلچرخي زندان کې په سلګونو بندیانو خولې ګنډلې او په اعتصابونو یې لاس پوري کړی دی.

د حقوقي بنسټونو د راپورونو سره سم په پلچرخي او بګرام زندان په شمول د افغانستان په اکثرو ولایتونو کې په زرګونو کسان داسي دي چې د شک پر بنیاد او د شخصي دښمنیو له وجې بندیان شوي او یا هم د بند مودې يې پوره کړي دي خو لا هم په بندي خانو کې ساتل کیږي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د