fbpx

غزني: طالبان لا هم د ښار په څنډو کې واکمن دي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۳زمري، ۱۳۹۷ل): د تېرې جمعې په شپه طالب سرتېرو پر غزني ښار ډله‌ییزه حمله وکړه چې په لنډه موده کې يې ګڼ پوځي تاسیسات ونیول.

په غزني کې د نن ورځې د وضعیت په اړه ویلي کېږي، چې طالبانو د ښار په منځ کې دولتي ودانۍ پرېيښې او د ښار څنډو ته تللي دي.

د ځايي اوسېدونکو په قول، د ښار شاوخوا قلعه شهاده، نو اباد، بکاول، ګنج، خاک غریبان او نورې سیمې د طالبانو تر لاس لاندې دي، خلکو ورځنی ژوند پیل کړی او وضعیت د تېرو ورځو په پرتله ارام ښکاري.

امنیتي سرچینې وايي چې دوی توانېدلي چې د ښار له منځه طالبان څنډو ته کړي، خو مني چې لا يې هم په ګڼو ساحو کې واک دی.

په دې جګړه کې امریکايي ځواکونو د ۲۳ هوايي بریدونو خبر ورکړی چې پکې يې د ۱۴۰ طالب سرتېرو د وژلو دعوه کړې.

طالبانو په دې څو ورځنۍ جګړه کې د ۲۶۶ تنو عسکرو د وژل کېدو، ۱۷۸ ټپي کېدو او تر ۲۰۰ ډېرو د تسلیمېدو خبر ورکړی دی.

په جګړه کې د خلکو مالي او ځاني تلفات دواړه اړخونه یو بل ته منسوبوي، خو د ښار اوسېدونکي د بېړنیو مرستو غوښتنه کوي او پر روغتيايي ټولنو غږ کوي چې د ټپیانو درملنې ته بېړه وکړي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د