fbpx

د غزنی جګړې وروستي جُزئیات – څلورمه برخه

شاهد (غزنیوال)

د غزني جګړه نن پنځمې ورځې ته وغزیده، زه له درنو لوستونکو څخه په بښنې سره نشوای کولای په غزني ښار کې د بشري وضعیت په اړه څه ولیکم. ځکه په ښار کې انساني وضعیت تر تصور لوړ ناسم او بوږنوونکی دی. په ښار کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو اداره (اوچا) هم وايي چې د جګړې له امله دلته بشري ناورين رامنځته شوى دى.

د امریکايي الوتکو د بي هدفه بمباري له امله په ښار کې د ولسي ځاني او مالي تلفاتو کچه تر اټکل زیاته لوړه ده.

دا چې په ښار کې دولتي حاکمیت صفر ته نیږدي کیدونکی او هلته هیڅ داسي دفاعي او پوځي مرجع نشته چې هوايي ځواکونو ته د مشخص هدف ویشتلو لپاره کوردینات ورکړي نو امریکايي الوتکي په خپلسري ډول چې چیرته یې زړه شي هلته بم غورځوي، تر دې چې ډیر يي هغه دولتي پوځي مراکز چې یوځل طالبانو تصفیه کړي دوي د دوهم ځل لپاره بمبار کړل.

د بزازي په سیمه کې د متعدودو مارکیټونو سوځیدل د همدې بي هدفه بمباري په ترڅ کې رامنځته شول.

د جګړي پوځي وضعیت:

په پنځمه ورځ هم طالبان د ښار په نیول شویو سیمو پوره کنټرول لري، او پرون ناوخته یې یې د زنه خان ولسوالۍ له استقامته د عزیز وردګ کاریز په خواشا کې هغه شپږ امنیتي پوستي چې دولتي سرتیرو د بریدونو له کبله پري ایښې وي تسخیر کړي او هلته يي هم خپل پوځي استحکامات ځای پرځای کړل.

د ښار په حاکمو نقطوکې د دولتي ځواکونو د احتمالي کومندويي برید لپاره طالبان له لایزري وسلو او شپي دوربین لرونکو وسلو سره مجهز ناست دي.

دا چې اوس په ښار کې دولتي حاکمیت صفرته راټیټ شوی نو د طالبانو هجومي حالت هم له نیولو شویو ځایونو څخه دفاعي وضعیت غوره کړی.

په جګړه کې د امریکايي ځواکونو رول:

په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو ویاند مارتین اودونیل د افغان ځواکونو په استازیتوب وايي چې افغان ملي اردو او د ملي امنیت ځواکونه د دولتي مراکزو د بیرته نیولو په حال کي دي.

همدا راز د نوموړی د وینا له مخې امریکايي ځواکونو د غزني جګړې لپاره پر ډرون الوتکو سربیره یوه لویه B1 پوځي الوتکه توظیف کړې چې په ورځ کې له لسو تر شلو پوری هوایی بریدونه تر سره کوي.

د جګړې په اړه د دولتي چارواکو څرګندونې:

په ولسي جرګې کې د غزني هزاره وکیلان پر دفاعي چارواکو سختي نیوکې کوي او حتی تیره ورځ د همدې وکیلانو په دستور یو شمیر تحصن کوونکي چې د هغو په منځ کې میرمنې هم وي د دارالامان په عمومی سرک د سپینو کفنونو په اغوستلو سره تحصن ته را وتلې وو، خو د دفاع او کورنیو چارو وزیرانو چې تیره ورځ یې په کابل کې د غزني د جګړې په اړه رسنیو ته خبرې کولې بیاهم خپلې پخواني تیرایستونکي ادعاوې تکرار کړې چې په غزني ښار کې به په راتلونکو دوو ورځو کې مثبت تغیر راشي ځکه هلته کومکي ځواکونه رسیدلی او زمونږ دولتي ځواکونه اوس هم د ښار په ټولو ستراتیژیکو ځایونو مسلط او د نیولو په اړه یې د طالبانو ادعاوي ناسمې دی.

د دولتی ځواکونو تلفات:

په داسی حال کي چي د خپلواکو سر چینو لخوا تر اوسه د غزنی په پنځه ورځنۍ جګړې کی د یوه لوری د تلفاتو شمیره هم نه ده تثبیت شوې خو په ښار کی د جګړې په زور د طالبانو لخوا د دولتي حاکمیت ختمول د دي ښکارندویه ده چې هلته دولتي تلفات ډیر دي.

تیره ورځ د دفاع او داخله چارو وزیرانو لخوا د ورکړل شویو ارقامو له مخی د ملي اردو او پولیسو ځانی تلفات ۲۰۰ تنه وښودل شول چی دغه ارقام د هغه عیني شاهد له ارقامو سره ډیر توپیر لري کوم چې له غزني څخه یې کابل ته د دریو تنو دولتي سرتیرو جسدونو لیږدول او آریانا نیوز ته یی په ژوندۍ بڼه وویل :

((همدا اوس (۲۱۰) موټرونه له غزني څخه کابل ته د دولتي سرتیرو جسدونه لیږدوي چې په هر موټر کې دری، دری تابوتونه ځای پرځاي شوي دي.))

البته داخو یواځی د هغو سرتیرو جسدونه دي چي د کابل او نورو خواو شا سیمو دی او کابل ته نقل شوي، داچي له کابل پرته د نوورو سیمو دي او یا تر اوسه هیڅ لیږدول شوی نه دي د هغو شمیر ښايې نور هم زیات شي.

د طالبانو ځانی تلفات:

طالبانو د غزنی جګړې په لومړۍ ورځ د خپلو وسله والو وژل کیدل محدود یاد کړل. همداراز د هغوی د ویاند ښاغلي ذبیح الله مجاهد لخوا د تلفاتو په اړه د ورځنیو شمیرو له مخې تر اوسه پوری د هغوی د وژل شویو شمیر (۳۲) ښودل شوی چې ښایی دا تخمیني تعداد او د تلفاتو اصلی شمیر له دې څخه لوړ وي.

د جګړې ساحه پراخیدل:

تیره ورځ امریکایی رسنیو د غزنی ولایت د مالستان ولسوالۍ د ولسوال له خولي خبر ورکړ چې سل تنه کوماندو سرتیري د غزني ولایت په غرنۍ سیمي اجرستان کې لادرکه شوي دي. په کابل کې د دفاع او کورنیو چارو وزیرانو هم دیادو کوماندو ځواکونو ورکیدل تائید خو د هغوی شمیر یي پنځوس تنه وباله.

د طالبانو ویاند د رسمی اعلاميی له لاری د خپلو وسله والو په لاس د اجرستان په یوې پوځی قرار ګاه کې د یادو سلو تنو کوماندویی سرتیرو وژلو مسؤلیت په غاړه واخیست. همدا راز تیره ورځ د غزڼی ولایت اړوند د دهیک ولسوالۍ هم د طالبانو لخوا ونیول شوه.

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

غزنیوال صاحب ! الله ج دی زمونږ او ټول عالم اسلام سره جنتونه او د دی ژوند ټولی نیکمرغی په پرخه کد ړه : ټاسی په ډیرو حساسو شیبو کی د غزنی د جق او باطل جګړی تر ډیری کچی اصلی صورت حال هیوادوالو ته په ګوته کړو چه هلته څه تیر شوی او څه تیریږی . وایی [ تر څو رښتیا راځی دروغو به کلی وران کړی وی ] د کابل غلامان خو د خپلو بادارانو د شیطانی میدیا په واسطه تل له سپینه تور ماو له توره سپین جوړوی چه په مټ یی د نورو سیمو د عسکرو… نور لوستل »

RAZMOHAMMED KAMAWALL
میلمه
RAZMOHAMMED KAMAWALL

TALIBS MADE PLACE DIRTY/SOME DIED AND SOME GET OUT FROM PLACE/THEY BURNED MANY HOUSES/
ALMOST 250 PUNJABI DEAD DIRTY BODIES ON THE STREETS/WEATHER IS HOT/.
THE AIR WILL CONTAMINATED WITH BAD SMELL.
ALWAYS BE AFGHAN CLEVER ARMY AND POLICE.
DEATH ON PUNJABIS