fbpx

د تشو متیازو د لارې سوزش «سوزاک» او د مخنیوي اسانه لارې یې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۳ زمری، ۱۳۹۷ل): د تشو متیازو لارې سوزش چې «سوزاک» ورته ویل کیږي یو له سختو او ناوړه ناروغیو څخه دی، چې په ټوله نړۍ کې په انسانانو کې د باکتریاو انفیکشن له کبله رامنځته کیږي، په ځانګړي ډول میرمنې د نارینوو په پرتله ددغې ناروغۍ زیاتې ښکار دي.

د یوې څیړنې له مخې ویل شوي چې دا مهال یوازې امریکا کې د تشو متیازو لارې سوزش په ناروغۍ تر ۸.۵ ملیونه کیسونه مخ ته راځي، خو اوس نویو څيړنو ښودلې چې ددغه سختې ناروغۍ څخه د خلاصون اسانه لار موندل شوې.

په امریکا کې د یوې سترې ترسره شوې څیړنې په ترڅ کې ویل شوي چې دغه ناروغي معمولا په منځني عمر لرونکو کسانو کې د کمو اوبو څښلو له کبله رامنځته کیږي، چې په پایله کې د تشو متیازو لاره په سوزش اخته کیږي.

څیړنې زیاته کړې هغه کسانو کې چې هره ورځ له یو نیم او یا تر ۲ لیترو اوبه څښي د نورو ناروغیو په پرتله دغه ناروغي کمه موندل کیږي.

د څیړنې پر مهال له ۱۴۰ میرمنو ازموینه واخیستل شوه چې په دوو ډلو ویشل شوې وې، په دغو میرمنو کې له پخوا دغه ناروغي موجوده وه، یو ګروپ ته د هره ورځ یو نیم لیتره اوبو څښلو لارښوونه وشوه.

په پایله کې وموندل شوه هر هغه میرمنې چې دغه ناروغي یې درلودله او هره ورځ یې یو نیم یا دوه لیتره اوبه څښلې د هغو په پرتله چې نه یې څښلی ۵۰ سلنه ناروغي کمه شوې وه.

څیړونکي زیاتوي چې اوبه څښل د تشو متیازو د سوزش مخنیوي اسانه او ګټوره لار ده، چې ددې ستونزو د انفیکشن مخنیوي کوي.

همدا ډول تېر کال په برطانیه کې د یوې څیړنې له مخې ویل شوي وو چې د ورځې په اوږدو کې مناسبه اندازه اوبه څښل د پښتورګو ناروغۍ څخه د مرګ ګواښ راتلل له منځه وړي.

د ترسره شوې څیړنې له مخې ویل شوي چې په بدن کې د اوبو کموالی په پښتورګو کې د وینې موجود زهرناک مواد په مثانه کې د فلټر او صفا کولو څخه ژغوري او راټول شوي فاضله مواد د پښتورګو له منځه وړلو لامل ګرځي.

بدن کې اوبه پوره کول د پښتورګو ناروغیو څخه د ژغورلو اسانه لار ده، په ځانګړي ډول هغه کسان چې په منځني عمر کې وي باید د زیاتو اوبو څښلو له لارې ددغې ناروغۍ مخنیوی وکړي.

دغه ناروغي ډير شمېر لاملونه لري، چې قبض، شکر کنترول نه ساتل، تشې متیازې منځ کې درول، د اوبو کموالی او په پښتورګو کې تیږې یې له سترو لاملونو څخه دي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د