غزنی او د کابل ادارې وارخطایي

ابو یاسر افغان

د غزني د تازه تحولاتو په اړه د دفاع وزارت یو کارمند جاوید غفوري د امریکا غږ راډیو د هغې پوښتنې په ځواب کې چې ولې د غزني نښتې څلورمې ورځې ته وغزېدې، وویل: هلته شل نړیوال تروریستي ګروپونه فعال دی چې یو شمېر سیمه ییز استخباراتي سازمانونه یې ملاتړ کوي او موږ توانیدلي یو چې غزنی د سقوط څخه وژغورو!!

هسې پوښتنه دا پیدا کیږي چې دا شل نړیوال تروریستي ګروپونه بیخي کم نه دي؟؟ چې دوی به څنګه ټول په غږ او یو لاس د غزني نیولو ته را یوځای شوي وي؟!!

د دفاع وزارت بل کارمند بیا وایي هلته عرب او چیچن جنګیالي هم د مخالفینو په لیکو کې جنګیږي!! عربان خو ځه پریږده چې دا د چیچن جنګیالي څنګه نه ختمیږي، دا په کومه لاره راځي او دا څنګه چیچن جنګیالي دي چې نه یې چا عکس او ویډیو ولیده او نه یې چا غږ واورېده، خو د کابل ادارې دفاع وزارت یې په هره جګړه کې د شتون ادعا کوي، زما په خیال لکه چې کم شل زره تنه چیچن جنګیالي راغلي دي چې په یو وخت د طالبانو او د دفاع وزارت په اصطلاح د ۱۹ نورو مخالفو وسله والو ډلو په لیکو کې د هیواد په بیلابیلو برخو کې په جګړه کې حتماً برخه اخلي!!

بله نادره چې د دفاع وزارت کارمند ښاغلي غفوري وکړه هغه دا ده چې وایي: زموږ سل تنه نظامي منسوبین نه دي ورک شوي بلکې ۵۰ تنه ورک ؤ او ۲۹ تنه یې یوې ولسوالۍ(( چې د ولسوالۍ نوم نشته)) ته رسیدلي او پاتې نور(۲۱) تنه هم نورو ولسوالیو ته د رسیدو په حال کې دي!! ښاغلي غفوري فقط تر بوسو لاندې اوبه تیرې کړې او و یې نه ویل چې ۲۹ تنه کومې ولسوالۍ ته ورسیدل او دا ۲۱ تنه څنګه د غزني په ناامنه اطرافو کې داسې په بې غمه زړه نورو ولسوالیو! ته روان دي؟؟!! او ښاغلي غفوري د تازه جزیاتو په ورکولو کې زیاته کړه چې د غزني روغتون ته یې یو شمېر دوا رسولې ده!! یو شمېر دوا؟!!

د تېرې جمعې ورځې راهیسي پر غزني ولایت د طالبانو بې ساري برید د دوه سري رژیم چارواکي د سختې رسوایئ او وارخطایئ سره مخ کړي دي، د دفاع او کورنیو چارو وزارتونه خپله هم یو بل سره همغږي نه لري، د دفاع وزارت نه طارق شاه بهرامي د بي بي سي پښتو سره په خبرو کې په ډېر جسارت دعوه وکړه چې زموږ دفاعي ځواکونه په ډېره کمه موده یعني ۱۲ ساعتونو کې د غزني مرکز ته ورسیدل او د مخالفینو سره په نښته کېوتل!! بهرامي و نه ویل چې ۱۲ ساعتو کې د عسکرو رسیدلو څه ګټه وکړه جګړه خو بیا هم څلورمې ورځې ته وغزېده او له بلې خوا طالبانو په پراخه پیمانه سلاح او مهمات له حکومتي ځواکونو تر لاسه کړي، په غزني ښار کې یې د رشیدانو، اجرستان او خواجه عمري ولسوالۍ نقلي او کانتینري مرکزونه هم نیولي او له منځه وړي دي، د زرګونو په تعداد کې حکومتي عسکر د ښار په یوې محدوده سیمه کې د ځان په دفاع بوخت دي، خارجي او داخلي هوایي ځواکونه خپل ټول زور وهي، بمباري کوي، خو دا دی نن څلورمه ورځ ده چې د ښار ډیری برخه د طالبانو تر بشپړ واک لاندې ده او دوه سری حکومت یې پر وړاندې د شرمیدلې ماتې سره مخ دی؛ سبا چې طالبان خپل اهداف تر لاسه، په لویه کچه سلاح ولجه او ټول حکومتي مرکزونه له منځه یوسي، نو بیرته به په خپله خوښه وځي، بیا به نو د ارګ خیاطان دعوې وهي چې هله غزني مو بیرته ونیوئ!! حال دا چې اوس ټول خلک په دې پوه شوي چې طالبان تر ډېره دغلته نه ایساریږي او کله چې خپل اهداف تر لاسه کړي نو بیرته به له ښاره وځي، د کابل دفاع وزارت هم د همدغې موقع په انتظار دی چې څنګه طالبان ووځي نو دوی به خپله بریا اعلان کړي، حال دا چې اوس یي پر وړاندې په پوره ډول ماتې خوړلې او نشي کولای چې طالبان له ښار څخه په زور وباسي!!

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د