fbpx

په اسلام کې هغه لومړنۍ اتله؛ چې یهودی یې وواژه!

ژباړه او زیاتونه: م. حمد الله دانشمند

دا چې یاده اتله څوک وه د لیکنې په پای کې یې در پېژنم.

سیرت لیکي، چې کله د کفارو له لورې په مدینه منوره یرغل وشو، نبي علیه السلام مبارک له مدینې منورې نه چار چاپېره د خندق پنځولو سپارښتنه وکړه، د مسلمانانو په پت کې ساتل شوې مېرمنې او او لادونه یې ټول د “زوجاتُ مطهراتُ” (نبوي بیبیانې) – په ګډون د “حسان بن ثابت” – رضی الله تعالی عنه – کلا ته، چې د “فارع” په نامه پېژندل کېده – را یو ځای کړل، تر څو د یرغلګرو له منګولو نه خوندي وي. یاده کلا په مدینه منوره کې دنګه او د د ښمن له ولکې نه خوندي پناه ځای و.

کله چې جګړې زور واخیست، یوه ټولي یهودو و غوښتل، چې یادې کلاه ته ننوځي. یو وګړی یې د استخباراتي مالوماتو له پاره مخ ته را ولېژه. هغه د یادې کلا اړوند ګر ځېده را ګرځېده، چې د یوې نوموتې اتلې تر سترګو شو. حسان رضی الله عنه ته یې کړه: یو یهودی په پټه زمونږ کلا څاري، شونې ده، چې نور یهود زمونږ په حالاتو خبر کړي، ور شېوه شه؛ ویې وژنه، نبي علیه السلام د صحابه وو په ملتیا د جګړې په ډګر کې دي – دا مهال حجاب نه و نازل شوی – هغه مبارک – له دې امله، چې ډېر بوډا او بیمار و، په ځان کې یې هیڅ د مقاومت توان نه لاره – ور ته کړه: زه له مقاومت نه وتی یم، نشم کولی، چې ور شېوه شم.

یاده اتله وایې: کله مې چې د هغه په وړاندې څه و نه موند؛ نو ور و خوځېدم، د خېمې یوه وسپنیزه تکیه (ستنیې) مې را واخیسته، په بيړه له کلا نه شېوه شوم، یهودی مې کلا ته څېرمه و موند، کارې ګزارونه مې پرې وکړل، تر څو پر زمکه را پرېوت، او ساه یې له تنې بېله شوه. پاس کلا ته و ختلم، حسان – رضی الله تعالی عنه ته مې کړه: ور کښته شه، د هغه سره شته جنګي سامان او نور توکې د غنیمت په توګه را واخله. هغه مبارک ور ته کړه: زه د کمزورۍ له امله یاده چاره نشم تر سره کولای.

سیرت لیکي: یاده اتله په خپله ور کښته شوه، د یاد یهودي سر یې له تنې نه د چړې پر مټ غوڅ کړ؛ د کلا له سره یې د یادو جاسوسانو پر لور ور وشغاو، کومو چې کلا ته څېرمه انتظار کاوو؛ د هغوی مخ ته ولوېد؛ هغوی یو – بل ته کړه: “محمد” [صلی الله علیه وسلم] ښځې او واړه یواځې نه دي پرې یښي، هرو مرو لوړ په کلا کې دفاعي او حمایوي زلمیان قرار لري، کلا ته ور تلل را ته په زیان اوړي؛ بېرته یې د تېښتې لار خپله کړه. نوموړې اتلې د “امهات المؤمنین” (نبوي بیبیانو) تر څنګ، د ډېرو نورو پتمنو، وړو او زړو پت، عزت او ژوند و ژغورل.

پوهېږئ یاده اتله څوکه وه، له ژمنې سره سم، هغه نوموتې اتله، ستره مجاهده؛ د ډېرو غزواتو ګډونواله، د نبي علیه السلام عمه، د عبد المطلب لور، د الله پاک د زمري (حمزه – رضی الله تعالی عنه) خور، د “زبیر بن العوام – رضی الله تعالی عنه – مور (صفیة – رضی الله تعالی عنها) وه.

په لاندې مراجعو یې موندلای شئ!

[المصدر: السيرة النبويه لابن هشام: ج3/ص131،طبعه و صححه دار الكتب العلميه] [الاصابه في تميز الصحابه: ج2 /ص56، دار الكتب البنانيه _بيروت] [نساء حول الانبياء: ص 152 دار البشير] مع تغیر ما.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د