غزني: ښار ته څېرمه بمبار د یوې کورنۍ ۱۸ غړي شهیدان کړل

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۴زمري، ۱۳۹۷ل): شمشاد د غزني د ځايي سرچینو په حواله وايي، چې د غزني ښار ته څېرمه لوېدیځ اړخ کې د فوټبال د یو روزونکي نظیم پر کور بمبار د هغه د کورنۍ ټول غړي شهیدان کړي.

د سرچینې په وینا په بمبار کې د مېرمنو او ماشومانو په ګډون ټول ۱۸ تنه شهیدان شوي دي.

ځايي اوسېدونکي وايي امریکایانو د خشک کلي کې د نظیم پر کور بمبار وکړ، چې د کورنۍ ټول غړي يې تر خاورو لاندې وسوځول.

د دوی په وینا سره له دې چې د ښار منځ کې جګړه غلې شوې ده، خو لا هم د ښار څنډو کې بمونه غورځول کېږي.

تېره ورځ امریکايانو وویل چې د غزني د جګړې په څلورو ورځو کې يې ۲۳ ځلې بمبار کړی دی.

د غزني د اوسېدونکو په وینا د جګړې ډېری ملکي تلفات په بمباریو کې اوښتي دي.

تر اوسه په افغانستان کې مېشتو بهرنیو د دې ملکي تلفاتو په اړه څه نه دي ویلي.

په غزني کې له څو ورځنۍ جګړې وروسته ګڼې کورنۍ د ړوندو بمباریو له امله پلازمېنې کابل او پکتیکا ته کډه شوې دي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د