بغلان چارواکي: طالبانو ۳۰ د اردو عسکر او اته اربکیان وژلي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۴زمري، ۱۳۹۷ل): د بغلان چارواکي وايي د مرکزي بغلان په علا‌ءالدین سیمه کې د ملي اردو ۳۰ تنه او له اربکیانو اته تنه وژل شوي دي.

شمشاد د ځايي سرچینې په حواله وايي چې طالبانو په دې سیمه کې بشپړ واک تر لاسه کړی او د حکومتي چارواکو د کورونو پلټنه يې روانه کړې ده.

سرچینې د ځينو منابعو د معلوماتو له مخې د تلفاتو شمېر ۴۲ تنه ښيي.

طالبانو هم منلې چې د مرکزي بغلان په علاءالدین سیمه کې يې تېره شپه دوه غټ بېسونه او یوه پوسته نیولي دي.

طالبان وايي په بېسونو کې يې ۵۸ تنه عسکر وژلي دي او په پوسته کې يې د اربکیانو د قومندان امان الله په ګډون ۱۲ تنه وژلي دي.

دا په داسې حال کې دی چې وړمه ورځ د فاریاب په غورماچ کې هم لسګونو عسکرو وسلې پر ځمکه کېښودې او طالبانو ته تسلیم شول.

په ورته وخت کې د روزګان په دهراود کې هم ۷۰ تنه د اردو محاصره عسکر وايي، حوصلو يې ځواب ورکړی، که مرسته ور ونه رسېږي، نو تر مرګ به دا ښه وبولي چې طالبانو ته د تسلیمي لاسونه پورته کړي.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
وصیل احمد ستانگری
میلمه
وصیل احمد ستانگری

دولت دا سربازان بی چاره یی خرس کری دی په دوی باندی د طالب پلار داسی کار نشی کولی تر خو چی دولت همکاری نه وی.. که نه دولت ته تول معلومات شته دی چی دوی موردگان چیرته اوسیگی