پنټاګون: د غزني جګړه کې زموږ هوايي ځواک او مشاورین د افغان عسکرو تر څنګ و

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۴زمري، ۱۳۹۷ل): د امریکا دفاع وزارت وايي په غزني کې يې خپل افغان همکاران یوازې نه دې پرېيښي او ځمکنی او هوايي ملاتړ يې کړی دی.

د امریکا دفاع وزیر جیمس مټیز له خبریالانو سره په خبرو کې د غزني د جګړې په اړه وویل، چې د افغان همکارانو شا يې نه ده پرېيښې او ګام پر ګام يې مشورې ورکړې دي.

هغه وویل هوايي بریدونه يې کړي او امریکايي مشاورین د افغان عسکرو تر څنګ په جګړه کې شریک و.

مټیس دا دعوه هم وکړه چې طالبانو په غزني کې ځکه پرمختګ وکړ، چې خلکو خپلو کورونو کې ځای ورکړی و.

امریکا وړمه ورځ وویل چې د غزني د جګړې په دوو لومړیو ورځو کې ۲۳ ځلې بمبار کړی دی.

تازه امریکايانو د غزني ښار څنډې ته په خشک کلي کې د فوټبال د یو روزنکي محمد نظیم پر کور بمبار کړی او د کورنۍ اتلس غړي يې شهیدان کړي دي.

د غزني په ټوله جګړه کې دواړه لوري یو بل ته د درنو تلفاتو اړولو دعوې کوې او د ملکي تلفاتو ګوتې هم یو بل ته نیسي.

له غزني نه کابل او پکتیکا ته کډه شوې کورنۍ وايي، دوی له سختو بمباریو خپل کورونه پرېيښي دي، چې ملکي تلفات هم ډېری د بمباریو له امله رامنځته شوي دي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د