fbpx

محاصره عسکر: حکومتي چورلکو خوراکي توکي پر سقوط شویو پوستو غورځولي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۴زمري، ۱۳۹۷ل): د غزني په اجرستان ولسوالۍ کې چې د طالبانو په تشکیلاتو کې د دایکندې اړوند بلل کېږي، محاصره عسکر تسلیمۍ ته نږدې دي.

سلام وطندار د محاصره عسکرو له خولې وايي، چې دوی له لوږي مرګ ته نږدې دي، خو حکومتي چورلکو له وارخطايۍ نه پر سقوط شویو پوستو غذايي مواد غورځولي او طالبانو ته په ګوتو ورغلي دي.

سرچینه وړاندې زیاتوي چې د دې ولسوالۍ په پوځي تشکیلاتو کې ۶۰ کمانډو عسکرو، ۳۵ د اردو او ۳۰ عسکر د پولیسو او اربکیانو موجود و، خو اوس يې له ګڼو سره اړیکي شلېدلي او یو پر بل خبر نه دي.

وړاندې زیاتوي چې طالبانو دغه ولسوالۍ بشپړه نیولې او اوس د حکومتي کارکوونکو د کورونو په پلټلو بوخت دي.

د دایکندې ولایت د والي ویاند علی اکبر ناطقي وايي چې له دې ولسوالۍ نه ۱۶ کمانډو، ۸ د اردو، ۵ پولیس او دوه اربکیان په ټپي حالت کې دوی ته ورغلي دي.

طالبانو په دې ولسوالۍ کې څو ورځې وړاندې د یوې قرارګاه د نیولو خبر ورکړ، چې د موټربم برید په پایله کې يې درانه تلفات هم ور اړولي و.

دا په داسې حال کې دی چې طالبانو د غزني په ښار کې د جګړې د دوام تر څنګ خواجه عمري ولسوالي او ده یک ولسوالۍ ونیولې، مقر او ګیلان کې يې د ځينو پوستو د نیولو خبر هم ورکړ.

د ملي دفاع وزارت وړاندې منلې وه، چې په اجرستان کې يې لسګونه کمانډو عسکر ورک شوي دي، خو وروسته يې بیا یادونه وکړه، چې په سیمه کې خواره شوي دي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د